امریکا د طالبانو د ډیورنډ کرښې ادعا په غبرګون کې: د پاکستان له ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوو

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند د ډیورنډ کرښې په اړه د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د مرستیال څرګندونو ته غبرګون وښود. میلر د افغانستان انټرنشنل خبریال ته په ځواب کې وویل: «موږ په نړیواله کچه د پیژندل شویو پولو په چوکاټ کې د پاکستان او افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوو.»