• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عباس ستانکزی وايي، هیڅوک دا نشي ثابتولی چې پر چا علم فرض او پر چا نه دی

۳ کب ۱۴۰۲ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۰۱ GMT+۰تازه شوی: ۴ کب ۱۴۰۲ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۰:۱۷ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال بیا د افغان نجونو پر زدکړو له ټینګار سره وویل، هیڅوک دا نشي ثابتولی چې پر چا علم فرض او پر چا نه دی. شېر محمد عباس ستانکزي نن کابل کې د نجونو د مدرسې د فراغت غونډې ته وویل، د یوه هېواد د پرمختګ یوازینۍ لار د ښځو او نارینه وو د علم زدکړه ده.

طالبانو په بیا واکمنېدو سره ګام پر ګام دنجونو پر عصري زدکړو بندیز لګولی خو مدرسې یې ورځ تر بلې زیاتوي.
ښاغلي ستانکزي د ځینې نورو طالب چارواکو برعکس چې پرمختللي زدکړې مباح ګڼي، په ځلونو د افغان نجونو د زدکړو په ملاتړ ټينګار کړی.

هغه یو ځل بیا په دغه پروګرام کې ویلي، چې علم پر نر او ښځه «فرض» دی.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال همداراز وایي، د هېواد د اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او علمي چارو د پر پښو درولو او پرمختګ یوازینۍ لار زدکړې دي.
هغه د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، له علم پرته هیڅ یو ملک پرمختګ نشي کولی او د علم دروازې باید خلاصې شي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته له شپږمو ټولګیو پورته د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې بندې شوې او تر هغه وروسته بیا د پوهنتونونو په ګډون د ټولو روزنیزو مرکزونو دروازې هم وتړل شوې.

ډېر لیدل شوي

د اسلام‌اباد کنفرانس په افغانستان کې د ټولشموله، متوازن او عصري حکومت غوښتنه کړې ده
۱

د اسلام‌اباد کنفرانس په افغانستان کې د ټولشموله، متوازن او عصري حکومت غوښتنه کړې ده

۲

څېړنه؛ په افغانستان کې د معلولینو وضعیت تر ۲۰۲۱کال وروسته خورا کړکېچن شوی

۳

د ویزو سربېره؛ په پاکستان کې افغان محصلین وایي لاهم ټولګیو ته د داخلېدو اجازه نه‌لري

۴

امریکا په قطر کې د څه باندې زرو افغانانو د اوسېدو موده نهه میاشتې لا غځوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی