د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال له مسوولینو وغوښتل چې خپلې شتمنۍ ثبت کړي

AP ۱۴۰۲ کب ۴

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال مهاجر فراهي د طالب چارواکو د شتمنیو د ثبت او خپرولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي فراهي وویل، چې دی چمتو دی چې د خپلو شتمنیو د "مال او هرې روپۍ" حساب ورکړي. هغه د خپلو شتمنیو په اړه د دې ډلې د چارواکو حساب ورکول "ګټور" وبلل.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال مهاجر فراهي د جمعې په ورځ اېکس کې په یوه یادښت کې د طالبانو په اداره کې پر اداري فساد نیوکه کړې او لیکلي یې دي: «درېغه! چې د شمتمنیو د ثبت چاره پیل شوې وای، دا د عمر رضی الله عنه کړنلاړه وه، چې تر مسوولیت وړاندې به یې د هغه چا دارايي ټوله ثبتوله، چې کومه وظېفه به یې ورته سپارله.»

د شتمنیو د ثبت او تفتیش ریاست په پخواني افغان حکومت کې له اداري فساد سره د مبارزې یو میکانیزم و. دغه دفتر د چارواکو د شتمنیو د ثبتولو او د دغه دفتر په رسمي ویبپاڼه کې د نوملړ د خپرولو دنده پر غاړه درلوده.

د شتمنیو د نوملړ خپرېدو له هېوادوالو، رسنیو او مدني ټولنې سره مرسته وکړه، چې د چارواکو د شتمنیو احصایې ته لاسرسی ولري او د چارواکو د شتمنیو کلنۍ زیاتوالی یا کمښت وڅاري.

مهاجر فراهي په خپل یادښت کې ویلي، دا د حضرت عمر رضي الله عنه روایت و، چې د هغو کسانو شتمنۍ به ثبت کېدې، چې مسوولیت ته به یې سپارل کېده.

د شتمنیو د ثبت او ارزونې ریاست په پخواني حکومت کې د ولسمشر، د کابینې د غړو او په ولسي جرګه کې د خلکو د استازو په ګډون د پخواني حکومت د لوړپوړو چارواکو د شتمنیو فورمې ثبت او خپرې کړې وې.

په همدې حال کې، د اسد په ۱۴۰۰ کې کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته، د هیڅ طالب چارواکي د شتمنیو فورمه د شتمنیو د ثبت او بیاکتنې ریاست په رسمي ویب پاڼه کې نه ده خپره شوې.

تر دې مخکې د افغانستان د مالیې پخواني وزیر عمر زاخېلوال له افغانستان انټرنېشنل سره په مرکه کې ویلي وو، چې د طالبانو په دفترونو کې فساد مخ په زیاتېدو دی.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ