• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پي‌ټي‌ای ویاند: د ملي اسمبلۍ په ځانګړو څوکیو کې برخه اخیستل مو "قانوني حق" دی

۴ کب ۱۴۰۲ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۴، ۰۵:۳۵ GMT+۰

په پاکستان کې د سیاسي ګوندونو ترمنځ د یوه ګډ حکومت جوړولو د هڅو په غبرګون د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د ملي اسمبلۍ په ځانګړو څوکیو کې برخه اخیستل د هغوی "قانوني حق" دی.

پي‌ټي‌ای د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، هغه نوماندانو چې په ټاکنو کې یې په خپلواکه توګه برخه اخیستې وه او بریالي شوي، د سني اتحاد شورا ګوند سره به یوځای شي؛ ترڅو د ملي اسمبلۍ په څوکیو کې برخه واخلي.
د پي‌ټي‌ای وياند شعيب شاهين وایي:« دا زموږ قانوني حق دی، چې په ملي اسمبلۍ او ټولو څلورو صوبايي اسمبلیو کې په ځانګړو څوکيو دعوه وکړو او په کې برخه واخلو.»
هغه وایي، د سني اتحاد شورا ګوند په ملي اسمبلۍ کې ۲۷ ځانګړې څوکۍ ترلاسه کړي چې د دغو څوکیو د محرومولو لپاره هیڅ دلیل یا کوم قانوني جواز نه لیدل کېږي.
د پاکستان د ملي اسمبلۍ په ۳۳۶ کسیزه جرګه کې ۷۰ مخصوصې څوکۍ دي، چې په کې ۶۰ د ښځو او ۱۰ د مذهبي لږکیو لپاره دي. دغه څوکۍ په انډولیزه توګه پارلماني ګوندونو ته ځانګړې شوې دي.

ډېر لیدل شوي

د القاعدې د سکوت ماتېدل؛ تهران څه غواړي او کابل څه امتیاز ورکولی شي؟
۱
شننه

د القاعدې د سکوت ماتېدل؛ تهران څه غواړي او کابل څه امتیاز ورکولی شي؟

۲

سرچینې: پاکستان په کندهار کې د ملاهبت الله پر ځانګړې قطعې برید کړی

۳

د طالبانو د مخالفانو بریدونو له پراخېدو سره؛ په بلخ کې ۳ نوې امنیتي حوزې جوړېږي

۴
تازه خبر

پاکستان د افغانستان په لسو بېلا‌بېلو سیمو کې هوايي بریدونه تایید کړل

۵

د هبت الله د استوګنځي په پنځه کیلومترۍ کې د ملا صاحب سرای څومره مهم دی؟