رینا امیري: نړۍواله ټولنه د افغان ښځو او نجونو د کړاوونو په هواري کې یوه خوله او ژمنه ده

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې وایي، د دوحې غونډې دا جوته کړه چې نړۍواله ټولنه د افغانانو د اقتصادي ټیکاو، امنیت او د حقونو د درناوي په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو د کړاوونو په هواري کې د دوی هلوځلو په ملاتړ کې تر ډېره بریده یوموټې او ژمنه ده.