‏د طالبانو د کډوالو وزارت: نږدې ۱۰۰ افغان کډوال په جبري توګه هېواد ته ستانه کړای شول

AP ۱۴۰۲ کب ۵

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکي، چې د تورخم له لارې د کب په ۴مه ۹۹ افغان کډوال په جبري توګه هېواد ته ستانه کړای شول.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د شمېرږ له مخې، ۱۸ کورنۍ چې ټولټال ۹۹ کسان کېږي په جبري توګه هېواد ته ستنې کړای شوې دي.

د دغه وزارت په وینا، دغه کډوال تر ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوالې ادارې ته ورپېژندل شوي دي.
‏تر دې وړاندې پاکستانۍ رسنیو د دغه هېواد د اړوندو ادارو د شمېرو له مخې راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر ۱۹مې نیټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغان کډوالو شمېر ۴۹۳۶۴۸ تنو ته لوړ شو او د بېرته ستنېدو لړۍ لا هم روانه ده.
له بل پلوه د فبرورۍ په ۱۳مې نیټې د اوچا په تازه خپور شوي راپور کې راغلي و، چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو میاشتو کې نږدې نیم مېلیون افغانان له پاکستانه بېرته راستانه شوي او په ۲۰۲۴کال کې اټکل کېږي، چې شاوخوا ۴۸۳،۵۰۰ افغانان به له پاکستانه راستانه کړل شي.
تر دې وړاندې د فبرورۍ په ۳مه نېټه پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز راپور ورکړی و، چې د پنجاب صوبایي حکومت د بې اسناده افغان کډوالو د اوسېدو مودې د غځولو منظوري ورکړې ده چې دغه موده هم د ختمېدو به درشل کې ده.
سرچينې زياته کړې وه، چې د افغان کډوالو د اوسېدو موده د ٢٠۲٤ کال تر مارچ پورې غځول شوې ده؛ خو دغه موده اوس د ختمېدو په درشل کې ده.
د سرچينې په وينا، پاکستان د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده د افغان حکومت په غوښتنه غځولې ده.
خو له بلې خوا بیا د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي و، چې د کډوالو پر وړاندې دغه پرېکړه سمه وه او راتلونکی حکومت باید دغه لړۍ روانه وساتي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ