• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په سرپل کې دوه کسان د بد اخلاقۍ په تور په دورو ووهل

۵ کب ۱۴۰۲ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۰۲ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې دوه کسان یې د «بد اخلاقۍ» په تور د زیات شمېر خلګو او د تورنو د خپلوانو په مخ کې په دورو ووهل. دغې محکمې نن په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې په لومړنۍ محکمه کې د دغو دوو کسانو دوسيې نهایي او د هغوى د بند موده پوره شوې وه.

په دې اړه لا معلومات نه دي ورکول شوي، چې دوی څومره موده په زندان کې تېره کړې او نه يې هم د دې کسانو د تورونو جزيات روښانه کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې «دغه سزا د سرپل ولایت د استیناف محکمې د رییس په لارښوونه» تطبیق شوې ده.

افغانستان کې بیا اعدام او په دورو وهل

طالبان چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵ پر ټول افغانستان واکمن شول، په مختلفو ولایتونو کې یې فزیکي سزاګانې لکه دورو وهل، د لاسونو پرې کول او اعدامونه بيا پيل شول.

د پنجشنبې په ورځ طالبانو سترې محکمې په یوه تازه حکم کې اعلان وکړ، چې د دې ډلې د مشر هبت الله اخونزاده په امر یې د غزني په یوه لوبغالي کې دوه تنه د قتل په تور اعدام کړل.

عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو دغه دوه کسان د غزني په مرکز کې په یوه لوبغالي کې په ډزو وژلي دي.

نیوکګر څه وايي؟

د اعدام دغه حکم د بشري حقونو د بنسټونو له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی.

ملګرو ملتونو د دغې کړنې مخالفت کړی او د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي، چې د اعدام سزا لغوه کړي او ټول اعدامونه ودروي.

دا سازمان د هر ډول اعدام سره مخالفت کوي دا ځکه چې د ژوند حق تر پښو لاندې کوي.

د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو له لوري په عام محضر کې د خلکو اعدامول انساني کرامت ته سخت سپکاوی بللی دی.

د بشري حقونو سازمانونه هم وايي، چې د طالبانو تر واک لاندې ادارو کې د عادلانه محاکمې هېڅ اصول مراعات شوي نه دي.

د رواداري په نوم د بشري حقونو يوه سازمان په يوه څېړنيز راپور کې ويلي، چې د طالبانو په محکمو کې تبعيضي پرېکړې کېږي، تورن کسان شکنجه کېږي او په زور اعترافونه کېږي، د خپلواکۍ او بې پرېتوب نه شتون او د برایت له اصولو سرغړونه کېږي.

طالبان هم د خپل ځان او عامو خلکو د تورونو په وړاندې په دوه ګونی چلند تورن دي.

په تېرو دوو کلونو کې طالب چارواکي له غیر قانوني وژنو نیولې تر جنسي تېري او مالي فساد پورې له ګڼو تورونو سره مخ شوي؛ خو تر اوسه یې د هېڅ یو چارواکي محاکمه نه ده شوې.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي
۱

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي

۲
د اسماعیل میاخېل لیکنه

طالبي فکر باید فکري او سیاسي ماتې وخوري

۳

په جوزجان کې د قابلو کمښت: د بلقیس ماشوم مړ او خپله د مرګ تر کومي ورسېده

۴

برېتانیا د افغان مېرمنو او فلسطیني پناه‌غوښتونکو لپاره د بیامېشتېدنې نوې لار پرانیزي

۵

معلوماتو ته د لاسرسي نړۍواله ورځ؛ د معلوماتو دروازې لاهم د افغان خبریالانو پر مخ تړلې دي