• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په خوست کې له رسنیو سره د نجونو د ټیلیفوني اړیکو مخه نیولې ده

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۰۹:۲۲ GMT+۰تازه شوی: ۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۲۳ GMT+۰

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په خوست ولایت کې طالبانو رسنیو ته د ښځو له لوري د ټیلیفوني اړیکو مخه نیولې او دغه کار یې «ناجایز» بللی. دغه مرکز وايي، طالبانو د رسنیو مسوولانو ته خبرداری ورکړی، چې که دوی د ښځو ټیلیفونې اړیکې ځواب کړي «محاکمه» به شي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو یو رسمي مکتوب خپور کړی چې په کې د خوست د امنیه قوماندان عبدالرشید عمري لاسلیک لیدل کیږي.

په دغه رسمي مکتوب کې ښاغلي عمري اعلان کړی چې په خوست ولایت کې رسنیو ته د ښځو او نجونو له لوري ټیلیفوني اړيکه منع ده.

د طالبانو په رسمي مکتوب کې چې د شنبې په ورځ د کب په پنځمه لاسلیک شوی، په خوست کې یو شمېر خصوصي راډیوګانې «اخلاقي فساد» ته په هڅولو تورنې شوې دي.

په دغه مکتوب کې ویل شوي چې ځينې ښځې او نجونې د ټولنيزو پروګرامونو پر مهال او يا د ښوونځيو د ښوونیز نصاب د خپرولو پر مهال راډيوګانو نو زنګونه کوي او دا يې د «نا مشروع اړیکو» او د «اخلاقي فساد» د هڅولو يوه بېلګه بولي.

په دغه مکتوب کې ټینګار شوی چې سیمه ییزې راډیوګانې او ټلویزیونونه د پوهنې له ریاست څخه د ښوونځیو د نصاب د خپرولو اجازه نه لري. په مکتوب کې خبرداری ورکړل شوی چې که له دغه حکم څخه سرغړونه وشي، د رسنیو مسوولان به احضار او محاکمه شي.

د افغان خبريالانو مرکز وايي چې دا مهال په خوست ولايت کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ملي راډيو او تلويزيون ترڅنګ ١٥ خصوصي راډيوګانې او درې خصوصي تلويزيونونه فعاليت کوي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د خوست د امنيې قوماندانۍ ګواښ د دې ولايت د خبريالانو او رسنيو د مسوولانو احضارول او محاکمه کول يې د رسنيو د قانون خلاف عمل بللى دى.

دغه مرکز په خوست ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندان لیکلي اخطار «بې ساري» بللی او په رسنیو کې د طالبانو د لاسوهنې نه کولو غوښتنه کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په افغانستان کې د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د څېړلو د کمېسیون فعالیتونه له خنډ سره مخ شوي او نامسوول چارواکي په مستقیم او غیر مستقیم ډول رسنۍ ګواښي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د اوسپنې پټلۍ اداره: یوه اوونۍ کې څه باندې ۹۲ زره مټرېک ټنه صادرات او واردات شوي

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۵۵ GMT+۰
د طالبانو د اوسپنې پټلۍ اداره: یوه اوونۍ کې څه باندې ۹۲ زره مټرېک ټنه صادرات او واردات شوي
100%

د طالبانو د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې د یوې اوونۍ په لړ کې یې ۹۲ زره او ۲۳۳ مټرېک ټنه صادارت او واردات کړي دي. دغې ادارې نن یکشنبه د (کب شپږمه) په اېکس پاڼه لیکلي چې په لېږدول شویو توکو کې نفتي او خوراکي توکي شامل دي.

یاده اداره وايي، دغه صادرات او واردات یې د ۱۴۰۲ کال د سلواغې له ۲۷مې د کب تر درېیمې نیټې پورې کړي دي.

‏د طالبانو د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د حیرتان بندر د اوسپنې پټلۍ له لارې یې ۵۷ زره او ۶۹۸ ټنه، د اقینې بندر د اوسپنې پټلۍ له لارې پنځه زره او ۵۴ ټنه او د تورغونډۍ بندر د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۱ زره او ۴۸۱ ټنه توکي لېږدول شوي چې ټول شمېر ۹۲ زره او ۲۳۳ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور توکي، هېواد ته وارد او بهر ته صادر شوي دي.

د دغه شمېر لېږدول شویو توکو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي چې په تېره اوونۍ کې ۲۲۴۷ ټنه صادر شوي، چې په دې کې وچه میوه، کینو، کچالو او د انارو اوبه (جوس) شامل دي.

دغې ادارې دا نه دي ويلي چې دغه توکي یې له کومو هیوادونو وارد او کومو هیوادونو ته یې صادر کړي خو وايي، دوی به خپلو صادراتو او وارداتو ته په راتلوونکي کې لا مناسب شرايط برابروي.

د طالبانو د اوسپنې پټلۍ ادارې تېره اوونۍ، چې د روان مالي کال د سلواغې میاشتې په ترڅ کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې، ۳۸۱ زره ۴۶۹ مټریک ټنه توکي لیږدول شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د دغې ډلې د اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې راپور ورکړی، چې په یوه میاشت کې د حیرتان بندر له لارې ۳۱۲ زره ۵۳ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۲۸ زره ۱۳۳ ټنه او د تورغونډۍ بندر له لارې ۳۷ زره ۵۹۵ ټنه چې ټولټال ۳۷۸ زره ۲۵۳ ټنه نفتي او خوارکي توکي دي افغانستان ته وارد شوي.

دغه اداره وايي، په دغه موده کې ۳۲۱۶ ټنه سوداګریز مالونه صادر او ټرانزیټ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په مرغومي میاشت کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۸۶ زره ۶۴۹ مټریک ټنه انتقالات شوي چې له هغې ډلې ۳۰۰۲ مټریک ټنه یې صادراتي توکي وو.

کاظمي قمي ایران ته د افغانانو د کډوالۍ پړه پر امریکا واچوله

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۳۷ GMT+۰
کاظمي قمي ایران ته د افغانانو د کډوالۍ پړه پر امریکا واچوله
100%

د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي وايي چې په ایران کې څه باندې شپږ میلیونه افغان کډوال مېشت دي. نوموړي ویلي چې دغه کډوال د هغو جبري شرایطو لاندې ایران ته راغلي چې امریکا په افغانستان کې رامنځته کړي دي.

کاظمي ویلي: «موږ باید په افغانستان کې داسې شرایط رامنځته کړو چې له دغوکډوالو څخه یو شمېر بېرته خپل هیواد ته ستانه شي.»

هغه له دانشجو خبري اژانس سره په مرکه کې زیاته کړه: «د افغانستان کادرونه او کاري ځواک یوه مهمه برخه زموږ په هیواد کې شتون لري او هغه افغان کادرونه چې په ایران کې یې زده‌کړې کړې دي، بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.»

دغه ایرانی ډیپلوماټ وايي، د افغانانو کډوالي د هغو بحرانونو له امله ده چې امریکایانو په هغه هیواد کې رامینځته کړي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د راپور له مخې په ایران کې د مېشتو وګړو شپږ سلنه افغانان جوړوي.

په دې وروستیو کې یوه ایراني چارواکي خبر ورکړ چې د دغه هېواد ۱۶ ولایتونو ته د افغان کډوالو ننوتل منع دي.

ایران په دې ورستیو کې د افغان کډوالو ایستلو بهیر چټک کړی دی.

نړېوال وجهي صندوق د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره ۴.۷ میلیون ډالر بیړنۍ بودجه تصویب کړه

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۰۷:۴۰ GMT+۰
نړېوال وجهي صندوق د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره ۴.۷ میلیون ډالر بیړنۍ بودجه تصویب کړه
100%

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د یک شنبې په ورځ د (کب شپږمه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې، نړېوال وجهي صندوق د هغو ۱،۳ میلیونه افغان کډوالو لپاره ۴.۷ میلیون ډالر بیړنۍ مرسته تصویب کړه. دا هغه کډوال دي چې دا مهال په پاکستان کې اوسیږي او افغانستان ته راستېدونکي دي.

دغه اداره وايي، یاده مرسته به د ایډز، نري رنځ او ملاریا ناروغیو سره د مبارزې په برخه کې ولګول شي.

دغه ۴،۷ میلیونه بیړنۍ بودجه به پر ۶۶ میلیونه هغه بودجې ور زیاته شي چې د ۲۰۲۴ کال د جنوري په لومړۍ نېټه د درې کلو لپاره اعلان شوې وه، دغه مرسته د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له لوري ورکړل کیږي.

په خبرپانه کې د یادې مرستې په اړه د اسیا، ختیځې اروپا، لاتینې امریکا او کارابین څانګې مشرې انیلیس هیرشمنله قوله لیکل شوي: «د اټکل له مخې ۱،۳ میلیونه کسان د افغانستان د نفوس درې سلنه وګړي کیږي، دغه یو لوی شمېر دی چې په کلیوالو او سختو سیمو کې له پاکستان سره پر کرښه پروت دی، د اډیډیمولوژیکي خطر استازیتوب کوي او د نرې رنځ، ایډز او ملاریا د اړینو خدمتونو د پیاوړتیا پرته ورسره مقابله نه شي کیدای.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مسوول وایي، لا له وړاندې یې د راستنېدونکو کډوالو بیړنیو اړتیاوو ته د رسېدو لپاره د ملاریا، ایډز او نرې رنځ سره مخ کسانو ته د خدمتونو وړاندي کولو ته چمتوالی نیولي دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې مسوول د نړیوال وجهي صندق د یادې پرېکړي هرکلی کړی.

له 'پولیو پاک افغانستان' اداره وايي چې سبا به په ۲۰ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین پیل شي

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۰۷:۰۱ GMT+۰
له 'پولیو پاک افغانستان' اداره وايي چې سبا به په ۲۰ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین پیل شي
100%

له «پولیو پاک افغانستان» اداره وايي، چې ټاکل شوې سبا په ۲۰ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شي. دغې ادارې دا نه دي ويلي چې په څومره ماشومانو به دغه واکسین پلی شي.

له «پولیو پاک افغانستان» ادارې نن یک شنبه د (کب شپږمه) په ایکس پاڼه لیکلي چې سبا به د افغانستان په شلو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شوي.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت د سلواغې نهمه د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل کړی و. چې ۷.۵ میلیون ماشومان پکې واکسین شو.

تېر میلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ شپږ پیښې ثبتې شوې وې.

د نړیوالو روغتیايي سازمانونو د شمېرو له مخې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د افغانستان په ختيځو ولایتونو کې د ګوزڼ ناروغۍ شپږ مثبتې پیښې ثبت شوې وې چې په دې اړه یې پراخې اندېښنې راپورته کړې وې.

‏شنوونکي وايي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو په بې شمېره او بې مهاره وتلو سره په افغانستان کې د ځینو ساري ناروغیو د ډیرېدو امکان ډیر شوی چې نړیوال روغتیایي سازمانونه باید په دغه برخه کې پاملرنه وکړي.

تېر کال په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې خو سږکال لا کومه پېښه نه ده ثبته شوې.

د طالبانو امربالمعروف وزارت: وزارتونو او عمومي ریاستونو ته مو نوی 'ښوونیز نصاب' لیږلی دی

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۰۶:۲۵ GMT+۰
د طالبانو امربالمعروف وزارت: وزارتونو او عمومي ریاستونو ته مو نوی 'ښوونیز نصاب' لیږلی دی
100%

د طالبانو امربالمعروف وزارت وايي، د یاد وزارت له لوري په نوي «ښوونیز نصاب» کې به د «عقیدې او ایمان» اړوند مسایل په ټولو ادارو کې تدریس کیږي. دغه وزارت وايي، په ۳۴۱ مخونو کې یې دغه نصاب جوړ کړی او ویشلی دی.

د دغه وزارت له لوري د یک شنبې په ورځ د (کب شپږمه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، ټولو وزارتونو او عمومي ریاستونو کې د دعوت ریاست ته د یاد وزارت له لوري نوی «ښوونیز نصاب» ورکړل شو.

په خبرپانه کې ویل شوي چې یاد «درسي نصاب» په ۳۴۱ مخونو کې جوړ شوی او ډېره برخه یې د «ایمان او عقیدي» اړوند مسایل دي.

د طالبانو امربالمعروف وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د دغه وزارت د سرپرست خالد حنفي له قوله ویل شوي: «له کارمندانو سره له نیک چلند څخه کارواخلئ لومړی معروف او منکر ور وپيژنئ او بیایې د اقامې او مخنیوي هڅه وکړئ.»

یاد وزارت تردې وړاندې هم د تېر جمهوري حکومت پر کارکوونکو د ږیري پرېښودلو او خولۍ په سر کولو ټینګار کړی و، او د مخکني حکومت له وخته لسګونه هغه دولتي کارکوونکي یې له دندو شړلي چې ږیرې یې خریلې وې.