• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان په اړه د امنیت شورا پر غونډې نیوکه وکړه

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۵۱ GMT+۰تازه شوی: ۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۴۲ GMT+۰

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مشرې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تړلو دروازو تر شا پر غونډې نیوکه کړې ده. هېدر بار وویل، چې د امنیت شورا او د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه باید د تړلو دروازو تر شا د غونډو جوړول بند کړي.

اغلې بار په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته په اشارې سره پر خپله اېکس پاڼه په يوه یادښت لیکلي دي: «افغانان په ځانګړې توګه ښځې او نجونې، چې د طالبانو له خوا تر بریدونو لاندې دي، دا حق لري، چې پوه شي (په دې غونډو کې) پر څه خبرې او پرېکړې کيږي.»

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د (کب په ۷مه) نېټه د افغانستان په اړه د تړلو دروازو تر شا غونډه کوي.

د بشري حقونو د څار د ښځو د څانګې مشرې تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د تړلو دروازو ترشا پر غونډو نیوکه کړې وه.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

کرېکټ بورډ د اېرلنډ لوبډلې پر وړاندې د ټېسټ لوبې لپاره د افغان لوبغاړو نوملړ اعلان کړ

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۳۰ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې نن د اېرلنډ پر وړاندې د يوازينۍ ټېسټ لوبې لپاره د افغان لوبغاړو ۱۶ کسيز نوملړ خپور کړ. دغه لوبه به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د متحده عربي امارتو په ابوظبۍ ښار کې تر سره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ مسولين وایي؛ له تمريناتي کمپ څخه یې ۱۶ کسيزه لوبډله د اېرلنډ سره د ټېسټ لوبې لپاره ټاکلې ده.

د بورډ د مسولينو په خبره، چې افغان لوبډلې ته يې نوي لوبغاړي هم ور اضافه کړي دي.

بورډ وايي؛ په دې لوبډله کې « حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمان الله ګربز او اکرام علي خېل ویکټ ساتونکي، ابراهیم ځدراڼ، عبدالمالک، نورعلي ځدراڼ، بهیرشاه محبوب، ناصرجمال، کریم جنت، ظاهرخان پکتین، ضیاءالرحمن اکبر، خلیل ګربز، ابرهیم عبدالرحیمزی، نجات مسعود او نوید ځدراڼ» شامل دي.

دې ټېسټ لوبې ته رحمن الله ګربز، ابراهیم عبدالرحیمزی او خلیل ګربز هم وراضافه شوی دی.

دغه لوبې به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د (فېبروري ۲۸ مه) پیل او د مارچ میاشتي تر درېيمې نېټې به دوام وکړي.

په تېرو ۱۵ کلونو کې افغانستان او اېرلنډ د يو د بل په وړاندې د لوبېدو خورا اوږده مخينه لري.

د افغانستان د کرېکت د لوبغاړو غوراوي کمېټې ډاډ وړاندې کړی، چې لوبډله به یې په دې لوبو کې ښه وځليږي.

د فلسطیني ادارې لومړي وزیر استعفا وکړه

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۲۸ GMT+۰

د فلسطیني ادارې لومړي وزیر محمد اشتیه د دوشنبې په ورځ د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس ته خپله استعفا وړاندې کړه. ښاغلي اشتیه د خپلې استعفا لامل په غزه کې له جګړې وروسته د سیاسي تشکیلاتو په اړه د فلسطینیانو ترمنځ د پراخې اجماع رامنځته کېدل وبلل.

د فلسطیني ادارې د لومړي وزیر دا اقدام په داسې حال کې شوی، چې په فلسطیني اداره کې د اصلاحاتو لپاره پر محمود عباس د امریکا فشارونه زیات شوي دي.

محمد اشتیه ویلي، چې د تېرې اونۍ د سه شنبې په ورځ یې خپله استعفا د فلسطیني ادارې مشر ته سپارلې او دغه موضوع یې د دوشنبې په ورځ محمود عباس ته په لیکلې بڼه استولې ده.

هغه ټینګار وکړ، چې د فلسطین اداره به د فلسطین په خاوره کې د یوه دولت د جوړولو لپاره مبارزه وکړي.

که محمود عباس د محمد اشتیه استعفا ومني، هغه کولی شي له هغه څخه وغواړي، چې د دایمي ځای ناستي تر ټاکل کیدو پورې د کابینې د مشر په توګه پاتې شي.

د فلسطین اداره د ۲۹۹۰لسیزې په مینځ کې د اسرایل سره د اوسلو د سولې تړون له لاسلیک وروسته رامینځته شوه او مرکزي دفتر یې د لویدیځې غاړې په رام الله ښار کې موقعیت لري.

محمد اشتیه په ۲۰۱۹ کال کې د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.

هغه وویل، چې د استعفا پریکړه یې په لویدیځه غاړه او بیت المقدس کې د کړکیچ د بې ساري زیاتوالي او په غزه کې د جګړې، نسل وژنې او لوږې له امله کړې ده.
​

د طالبانو د کډوالو وزارت: له ۱۰۰ زیات افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه شول

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۵۲ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکي، چې د تورخم له لارې د کب په شپږمه ۱۳۸ افغان کډوال په جبري توګه هېواد ته راستانه کړل شول. دغه وزارت وايي، دغه شمېر کډوال له پاکستانه په زرو راستانه کړل شوي.

د طالبانو کډوالو وزارت د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د شمېرو له مخې، ۲۸ کورنۍ چې ټول شمېر یې ۱۳۸ کسان کېږي په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.

د دغه وزارت په وینا، دغه کډوال تر ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړېوالې سازمان ته ورپېژندل شوي دي.

‏تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د اړوندو ادارو د شمېرو له مخې راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر ۱۹مې نیټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغان کډوالو شمېر څلور لکه او ۹۳ زره او ۶۴۸ تنو ته لوړ شو او د بېرته ستنېدو لړۍ لا هم روانه ده.

د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي و، چې د کډوالو پر وړاندې دغه پرېکړه سمه وه او راتلونکی حکومت باید دغه لړۍ روانه وساتي.

په واشنګټن کې د امریکا د هوايي ځواک یوه فعال کارکوونکي د اسراییل سفارت مخې ته ځان سوځولی

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۰۷:۵۵ GMT+۰

الجزیري خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د پوځ یوه فعال غړي په واشنګټن ډي سي کې د اسراییل د سفارت مخې ته ځان سوځولی دی. راپور وايي، دغه امریکايي د یکشنبې په ورځ د اسراییل د «ویجاړونکي جګړې» په وړاندې د اعتراض په توګه ځان ته اور ورته کړی.

په راپور کې ویل شوي چې دغه کارکوونکي په داسې مهال ځانته اور ورته کړی چې د «ازاد فلسطین» چیغې یې وهلې.

د چارواكو په وينا، د پېښې ځاى ته څېرمه يو ناپېژانده سړى د سختو ټپونو له امله روغتون ته لېږدول شوى او روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.

خو د امریکا هوايي ځواک ویلي چې په پيښه کې د هوايي ځواک یو فعال کارکوونکی شامل دی.

هم مهاله د واشنګټن پولیسو د یوه داسې موټر په اړه پلټنې پیل کړې چې ګومان کیږي چاودېدونکي توکي به پکې ځای په ځای وي.

په واشنګټن کې د اسراییل د سفارت ویاند تل نعیم ویلي چې په پېښه کې د سفارت هېڅ کارکوونکي ته زیان نه دی رسیدلی.

په واشنګټن کې د اسراییل سفارت په غزه کې د جګړې پر ضد د روانو لاریونونو ځای دی، چې له پیل راهیسې په غزه کې تر ۲۹ زره زیات کسان وژل شوي دي.

د ډېسمبر په میاشت کې یو بل لاریون کوونکي په اتلانتا کې د اسراییل د قونسلګرۍ مخې ته ځان ته اور واچاوه. پولیسو ویلي دي چې ښایي دا یو سیاسي کار وي.

طالب چارواکي د جاپان سفیر ته: د تاریخي اثارو د ساتنې لپاره بشپړ امکانات نه لرو

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۰۷:۱۸ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال د افغانستان د ملي موزيم د بډاينې او د نوې ودانۍ د جوړولو لپاره د جاپان د مرستې غوښتنه وکړه. عتيق الله عزيزي د ​​جاپان سفير ته وويل: «په ملي موزيم کې د بېلابېلو وختونو تاريخي اثار شته، خو دساتلو لپاره یې کافي اسانتیاوې نه شته.»

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبرپاڼې له مخې، عتیق الله عزیزي د یکشنبې په ورځ (د کب شپږمه) په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کیورومي سره وکتل.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال په دې کتنه کې «د موزیم، لابراتوار، د تاریخي اثارو د ذخیره کولو ډیپو او د نندارتونونو د جوړولو لپاره د صالونونو د جوړولو غوښتنه وکړه.»

د طالبانو له لوري د افغانستان د ملي موزیم د مشر په توګه ټاکل شوی صبغت الله عابد چې په دې غونډه کې یې هم ګډون درلود، د ملي موزیم د تجهیز لپاره د جاپان همکاري او مرسته اړینه وبلله.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جاپان د سفیر له خولې ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به جاپاني کارپوهان او لرغونپوهان افغانستان ته سفر وکړي.