• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اتریش پارلمان: طالبانو یو اتریشي څېړونکی له احمد مسعود سره د انځور اخیستو په تور نیولی و

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۴ GMT+۰

د اتریش د پارلمان اسناد ښيي، چې طالبانو د اتریش یو څېړونکی هربرت فریتز د ملي مقاومت د جبهې له مشر احمد مسعود سره د عکس اخیستو په تور نیولی وو. ښاغلي فریتز دغه عکس په ویانا کې د دویمې ناستې پر مهال اخیستی او طالبانو یې په موبایل کې موندلی دی.

دغه اتریشي څېړونکی چې د افغانستان په اړه د کتاب د لیکلو په موخه دغه هېواد ته د څېړنې لپاره تللی و، د طالبانو له خوا تر نیول کېدو وروسته د طالبانو د ډېپلوماټیکو معاملو لپاره د وسلې په توګه بدل شو.

هربرت فریتز څوک دی؟

۸۴ کلن هربرت فریتز یو سخت ښي اړخه سیاستوال دی، د سیاسي فعالیت د کلونو تاریخ لري او په اتریش کې یې د ښي اړخه ګوند بنسټ ایښی دی.

په هغو ۹ میاشتو کې چې دغه اتریشی د طالبانو په زندان کې و، خپلوانو او حتا د اتریش د پارلمان غړو هم د دغې ډلې په زندان کې د هغه له ناوړه وضعیت څخه شکایت کاوه.

د اتریش د پارلمان غړي مارتین ګراف د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې لیکلي: "هربرت فریتز وتښتول شو او له هغه وخت راهیسې هغه د ګوانتانامو په شان زندان کې پرته له کوم تور، پرته له محاکمې او ضمانت د سیاسي یرغمل په توګه ساتل شوی، چیرې چې شکنجه معمول دی."

د پارلمان دغه غړي په هغه وخت کې وويل: "هغه ته د وينې مهم درمل نه رسيږي، د اورېدلو معيوب دى او د هغه د کاڼه کېدو خطر شته."

پوښتنه دا ده، چې طالبانو ولې یو زوړ سړی چې د روغتیا وضعیت یې خراب و، نهه میاشتې په بند کې ساتلی و؟

د اتریش د ازادۍ ګوند په یوه خبري غونډه کې چې د زنداني لور په ګډون جوړه شوې وه وویل، چې طالبان له دغه اتریشي وګړي څخه د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي او د دغه هېواد له حکومته یې وغوښتل چې د هغه د خلاصون په بدل کې په ویانا کې د افغانستان سفارت وتړي.

په ویانا کې د افغانستان سفارت اوس هم د افغانستان د جمهوري ریاست د ډېپلوماټانو له خوا اداره کیږي.

د اتریش د ازادۍ ګوند ویلي، چې د دغه هېواد حکومت د طالبانو دغه غوښتنه رد کړې ده.

اوس له ۹ میاشتو وروسته ښاغلی فریتز د قطر په منځګړتوب خوشې شوی دی.

نوموړی به له قطر څخه تر درملنې وروسته اتریش ته ولاړ شي.
​

ډېر لیدل شوي

سرچینې: پاکستان په کندهار کې د ملاهبت الله پر ځانګړې قطعې برید کړی
۱

سرچینې: پاکستان په کندهار کې د ملاهبت الله پر ځانګړې قطعې برید کړی

۲

د هبت الله د استوګنځي په پنځه کیلومترۍ کې د ملا صاحب سرای څومره مهم دی؟

۳

د امنیت او پرمختیا انسټیټیوټ: افغانستان د منځنۍ اسیا په سیمه‌ییزو محاسبو کې مهم پاتې شوی

۴

نصیر احمد فایق: د افغانستان د راتلونکي لپاره دې د افغانانو په مشرۍ سیاسي بهیر پیل شي

۵

د بشري حقونو فعالان: په افغانستان کې ښځې او مذهبي لږکۍ له پراخو محدودیتونو سره مخ دي