په خوست کې د سوکيوکوشين کراټې لومړی پړاو سيالۍ تر سره شوې

AP ۱۴۰۲ کب ۷

په خوست کې د پنځو لوبډلو «خوست، ننګرهار، کابل، پروان او لوګر» ترمنځ د سوکيوکشين کراټې لومړي پړاو سيالۍ تر سره شوې.

د افغانستان د طالبانو د ورزش او بدنې روزنې اداره وايي، چې په دې سياليو کې ۵۰ لوبغاړو برخه اخیستې وو.

د طالبانو د ورزش او بدنې رونې ادارې نن دوشنبه په خوست کې د دې سياليو د ترسره کېدو خبر ورکړی.

د سوکیوکوشین کراټې دوه لوبغاړې د سيالۍ پر مهال

په دې يو ورځنۍ سيالۍ کې کوربه خوست لوبډلې د ۱۴ برياو په ترلاسه کولو لومړۍ، ننګرهار په دوو برياو سره دویم او کابل لوبډلې د يوې بريا په ترلاسه کولو درېیم مقام ګټلی.

د ادارې د معلوماتو له مخې، چې د سياليو څخه يې موخه د غوره لوبغاړو ټاکل دي.

په خوست کې د سوکيوکشين کراټې سيالۍ، لوبغاړې، لوبڅاران او ننداره کوونکي

مسوولين وايي؛ غواړی د ایران د سوکيوکشين کراټې په سياليو کې د ګډون لپاره منتخبه افغان لوبډله وټاکي.

طالبانو برياليو لوبغاړو ته ورزشي جايزې هم ورکړې.

مسوولين بريالي لوبغاړو ته د جايزې ورکولو پر مهال

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ