د طالبانو کډوالو وزارت: له ایران او پاکستانه، له ۱۸۰۰ زیات افغان کډوال راستانه شول

AP ۱۴۰۲ کب ۷

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان او ایرانه ۱۸۹۳ تنه افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي.

ويل کیږي، په دغو کډوالو کې ۱۵۸۸ تنه له ایرانه او ۳۰۵ تنه کډوال له پاکستانه راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د یک شنبې ورځ د (کب شپږمه) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو ۶۲ کورنۍ چې د غړو شمېر ۳۰۵ تنه کیږي د کندهار سپین بولدک او ننګرهار تورخم له لارو هېواد ته راستنې کړل شوي.

دغه وزارت د کندهار د سپین بولدک د سرحدي امريت له قوله لیکلي چې له دغې لارې ۳۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷۳ تنه کیږي په جبري ډول له پاکستانه راستنې شوي.

همدارنګه د ننګرهار د تورخم له لارې ۲۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۲ تنه کیږي له پاکستانه په زور را ایستل شوې دي.

یاد وزارت ویلي له پاکستانه راستانه شوي ټول کډوال په جبري ډول هیواد ته راستانه کړل شوي دي.

کډوالو وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.

بلخوا د طالبانو کډوالو وزارت ويلي له ګاونډي هیواد ايران څخه هم یو زر او ۵۸۸ تنه افغان کډوال چې په دوی کې کورنۍ او مجرد کسان شامل و د روانې کب میاشتې په پنځمه د هرات ولایت اسلام کلا له پولې څخه په خپله خوښه او زور را اړول شوي دي.

دغه وزارت وايي، په دغو راستنو شويو افغان کډوالو کې ۲۰ تنه بې سرپرسته ماشومان هم دي چې په هرات کې د وارچایلډ موسسې ته د دوی د کورنیو تر موندولو پورې ورسپارل شوي دي.

له دغو کډوالو سره ځینې نغدي او روغتیايي مرستې هم شوې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي و چې له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده، او په دې وروستیو کې تر دې مهاله له پنځو لکو ډیر افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ