باوري سرچینې وايي، د خیبرپښتونخوا په باړه کې یو قومي مشر په جومات کې وژل شوی

AP ۱۴۰۲ کب ۸

سرچينې وايي، تېره شپه د خيبرپښتونخوا په باړې سیمه کې یو قومي مشر په جومات کې د لمانځه پر مهال وژل شوی.
دا لا نه ده معلومه چې دغه سپینږیری چا وژلی خو عیني شاهدانو ویلي چې مخ پټي کسان راغلل او په دغه مشر یې د ټوپک ډزې وکړې.

نن سې شنبه د (کب اتمه) په خیبر پښتونخوا کې ازاد خبریال لال وزیر وايي چې د مجید په نوم دغه قومي مشر تېره شپه خپل کور ته نږدې په جومات کې نامعلومو کسانو په ډزو وژلی.


هغه له افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې سره د خبرو پر مهال وويل چې له دغې پیښې وروسته د یادې سیمې د خلکو غوسه راپارېدلې او ټول کلیوال د وسلوالو په لټون پسې وتلي دي.
که څه هم چې په سیمه کې ځايي امنیتي ځواکونه د امنیت د ساتلو هڅې کوي خو د خیبرپښتونخوا ولسونه وايي چې حکومت یې د امنیت په راستو کې پاتې راغلی او د داسې پېښو له تکرار سره٬ سره د نورو پېښو مخه نه ده نیول شوې.
تر اوسه پورې د دغه برید مسوولیت چا نه دی منلی.
د خیبرپښتونخوا له وزیرستانه نیولې بیا تر ډېره اسمعیل خان پورې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کیږي، چې په کې په دې وروستیو کې په قومي مشرانو پسې بمي چاودنې او د هدفي وژنو پیښې ډیرې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ