ایکسپرېس ټربیون: د پاکستان لومړي وزیر انوارالحق کاکړ خپل رسمي کارونه وځنډول

AP ۱۴۰۲ کب ۸

پاکستانۍ رسنۍ اکسپرېس ټربیون راپور ورکړی، چې د دغه هېواد لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکړ خپل رسمي کارونه ځنډولي او ورسره یې منظورۍ ته په تمه پاتې ټولې مسودې یې د راتلونکې حکومت تر لوړې وځنډولې.

ښاغلي کاکړ ویلي، چې ټولې اوسنۍ پاتې پرېکړې به راتلونکې حکومت ته وځنډول شي.
هغه وایي:« موږ یوازې د نوي حکومت د راتلو په تمه یو او سربیره پر دې، موږ به نوې ادارې ته د خپلو فعالیتونو او پروژو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړو.»
انوارالحق کاکړ د پاکستان د پخواني وزیر شهباز شریف له استعفاء وروسته د ګوندونو له سلامشورو وروسته د دغه هېواد لنډمهاله لومړی وزیر وټاکل شو، چې دغه دوره اوس د بشپړېدو په درشل کې ده.
د انوارالحق کاکړ د دورې تر ټولو لویه پرېکړه له دغه هېواده د بې اسناده کډوالو اېستل وو، چې ډېری برخه یې افغان کډوال جوړوي.
هغه تر دې وړاندې ویلي و، چې د کډوالو په اړه یې پرېکړه سمه وه او راتلونکی حکومت هم باید دغه تګلاره پلې کړي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ