د اشرف غني ورور: د کابل له پرځېدو مخکې حمدالله محب له خلیل حقاني سره ۶ ځلې خبرې کړې وې

AP ۱۴۰۲ کب ۹

د پخواني ولسمشر اشرف غني ورور وايي، د کابل له پرځېدو وړاندې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د طالبانو له جګپوړي چارواکي خلیل الرحمن حقاني سره په تماس کې و.
حشمت غني احمدزي زیاتوي، حقاني ورته ته تایید کړې، چې د کابل له سقوط میاشت مخکې یې له ښاغلي محب سره ۶ ځلې خبرې کړې وې.

ښاغلي احمدزي نن په خپل اېکس کې لیکلي، چې د پخواني ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ښاغلي غني له باور سره "خیانت" کړی او د افغانستان خلکو ته یې "درواغ" ویلي دي.
حمدالله محب د پخواني ولسمشر له نېږدې کسانو څخه و.
نوموړی د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵ یا ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه له اشرف غني سره یو ځای له افغانستانه ووت، ورپسې طالبان کابل ته ننوتل او ولسمشرۍ ماڼۍ یې ونیوله.
حمدالله محب په خپله یوه نوې مرکه کې ویلي، چې له نوموړي، اشرف غني او امرالله صالح پرته د تېر حکومت نورو لوړپوړو چارواکو له طالبانو سره اړیکه درلوده.
ښاغلي محب په دې مرکه کې تایید کړې، چې د کابل د پرځېدو په وروستیو شېبو کې یې له خلیل الرحمن حقاني سره اړیکه درلوده.
محب ویلي، چې په دې اړیکه کې یې حقاني ته وړاندېز کړی و چې په لوګر یا میدان وردګو کې سره وګوري، خو زمینه یې برابره نه شوه.
د پخواني ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت شورا سلاکارا همداراز ویلي، چې دا یې له حقاني سره لومړۍ او وروستۍ اړیکه وه.
د کابل له سقوط مخکې د کورنیو چارو پخواني وزیر هم ویلي و، چې محب د کابل تر پرځېدو مخکې د حقاني ډلې له لوړپوړي چارواکي خلیل الرحمن حقاني سره دوامدارې اړیکې درلودې.
ښاغلي اندرابي ویلي و، په داسې حال کې چې کابل ته د طالبانو د ننوتو د مخنیوي هڅې روانې وې، محب څو ځلې له حقاني سره اړیکه ټينګه کړه.
خلیل حقاني د طالبانو په اداره کې د کډوالو چارو وزیر دی.
نوموړی د سراج الدین حقاني تره دی او د طالبانو له لومړنیو پوځي قومندانانو څخه و چې د اشرف غني له تلو وروسته کابل ته ننوت.
همدارنګه ښاغلي محب د پخواني ولسمشر د ورور دغو تورونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
پخوانی ولسمشر اشرف غني له کابل څخه تر وتلو وروسته متحده عربي اماراتو ته ولاړ او په دوبی کې مېشت شو.
حمدالله محب د اشرف غني په اړه په خپله نوې مرکه کې ویلي، چې اشرف غني سپین ږیری دی او اوسمهال یوازې ژوند کوي.
ښاغلي محب ویلي، چې له دې امله په ابوظبي کې اوسیږي او هره اونۍ یا دوه اونۍ وروسته له اشرف غني سره ګوري.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ