د غزې روغتیا وزارت: په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۳۰ زرو واوښت

د غزې روغتیا وزارت وایي، چې په غزه کې د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې تراوسه پورې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۳۰زرو لوړ شو. له بل پلوه مرستندویه ادارو هم د غزې په شمال کې د قحطۍ له امله د خطر زنګ وواهه.