• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په هرات کې اته تنه د «وهلو او سپکاوي» په تور په دورو وهلي

۱۰ کب ۱۴۰۲ - ۲۹ فبروری ۲۰۲۴، ۰۹:۲۱ GMT+۰تازه شوی: ۱۰ کب ۱۴۰۲ - ۲۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۰:۴۵ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په هرات کې د دغې ډلې د نظامي محکمې د پرېکړې پر بنسټ یې، اته تنه د دغې محکمې په انګړ کې د «وهلو او سپکاوي» په تور په سزا رسولي. په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان په پنځو مياشتو تنفیذي بند او شل دورو محکوم شوي دي.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې د دغو کسانو د تورونو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.
دغه حکم په هرات کې د طالبانو د نظامي محکمې له خوا صادر شوی و، خو معلومه نه ده چې تورن کسان د طالبانو د ډلې غړي وو او که نه.
تر دې مخکې په هرات کې د طالبانو نظامي محکمې د خالد قادري په نوم یو شاعر په یو کال بند محکوم کړی و.
په افغانستان کې واک ته تر رسیدو وروسته، په دغه هېواد کې د جسمي سزاګانو لکه د په دورو وهلو، د لاسونو پرې کول او اعدام سزاګانې بیا پیل شوي دي.
د بشري حقونو ملاتړو سازمانونو او نړیوالې ټولنې له طالبانو غوښتي چې د جسمي سزاګانو مخه ونیسي چې د انساني کرامت خلاف او ظالمانه عمل دی. طالب چارواکو ویلي، چې دوی اسلامي شریعت نافذوي او دغه سازمانونه او هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

ډېر لیدل شوي

طالبان: پر افغانستان د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق په اړه د پاکستان ادعاوې دې وڅېړل شي
۱

طالبان: پر افغانستان د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق په اړه د پاکستان ادعاوې دې وڅېړل شي

۲

طالبانو په کابل کې له ۱۱۵ ارزول شویو خصوصي روغتونونو یوازې دوه روغتونونه معیاري اعلان کړل

۳
ځانګړی

سرچینې: هبت الله په کابل کې د کابینې غونډې محدودې کړې او د وزیرانو واکونه یې کم کړي

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

په منځنۍ اسیا کې د یوې نوې جبهه‌ګیرۍ څرکونه

۵

راپورونه: د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۷۴ سلنه کمه شوې