په هلمند کې د شړکنده بارانونو له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

AP ۱۴۰۲ کب ۱۰

په هلمند کې ځايي طالب چارواکي وايي، د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتو له امله په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس حافظ راشد وايي، تېره شپه د هلمند د ناوې ولسوالۍ د خرابې د پوټیانو په سیمه کې د ورښتونو له امله د یوه کور چت غورځېدلی چې له امله یې څلور کسان مړه شوي دي.
نوموړی وايي، په دغه پېښه کې د یوې کورنۍ د دوو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون څلور تنه مړه شوي دي.
همدارنګه نوموړی وايي، د چت غورځېدو په یوه بله پېښه کې د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې هم یوه ښځه مړه شوې او یو سړی ټپي شوی دی.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي، په دغه ولایت کې د تېرو درېیو ورځو پرله پسې ورښتونو او سېلابونو راتو له امله ګڼ کورونه هم ویجاړ شوي دي.
نوموړي د ویجاړو شویو کورنو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي؛ خو وايي سېلاب ځپلو او د سېلاب له امله له خطر سره مخامخ سیمو ته یې مرستنېدویه ډلې رسېدلې؛ تر څو له اړمنو کسانو سره مرستې وکړي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ