ذبیح الله مجاهد وايي، امریکا د دوحې له تړونه سرغړونه کړې او بندیزونه لا هم دوام لري

AP ۱۴۰۲ کب ۱۰

د دوحې د تړون د څلورم تلین په درشل کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، له امریکایانو سره د دوحې تړون د افغانانو د جهاد او قربانیو په پایله کې لاسلیک شو او د دغه تړون له لاسلیک وروسته په افغانستان کې د وینو توېیدو مخه ونیول شوه.

په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ تړون د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ په ۲۹مه لاسلیک شو.
د یاد تړون د څلورو کلونو له پوره کېدو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، امریکا د دوحې د تړون د یو شمېر مادو څخه امریکایي چارواکو سرغړونه کړې.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو د پنج شنبې په ورځ د (کب ۱۰مه) د دوحې تړون د څلورمې کلیزې په مناسبت د یادې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد پیغام خپور کړی.
نوموړي په دغه پیغام کې ویلي، چې یاد تړون د افغانانو د قربانیو او جهاد په پایله کې لاسلیک شو او امریکا اړه شوه چې تر اوږدو خبرو وروسته یاد تړون ورسره لاسلیک کړي.
ښاغلی مجاهد وايي، د دغه تړون تر لاسلیک وروسته په افغانستان کې د وینو توېیدو مخه ونیول شوه او موږ اوس د بشپړ امنیت خاوندان یو.
خو نوموړی د یاد پیغام په وروستۍ برخه کې ویلي چې، امریکا د یاد تړون ځینو مادو څخه سرغړونه کړې او لا هم پر افغانستان د امریکا له لوري بندیزونه دوام لري.
مجاهد وايي:«د دوحې د تړون د متن په تشریحاتو کې هغوی ژمنه کړې وه، چې له افغانستان سره به یې تعامل عادي وي، له افغانستان سره به ښې اړیکې لري او د افغانستان د پرمختګ مخنیوی به نه کوي؛ خو داسې نه دي شوي اوس هم تورلیستونه شته، بندیزونه په خپل ځای پاتې دي، د افغانستان د خلکو پیسې کنګل شوې دي او د رسمیت پېژندلو مخه هم نیول شوې ده.»
څلور کاله وړاندې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې تړون لاسلیک شو، چې په پایله کې یې امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووتل او د افغانستان جمهوري نظام ړنګ او پر ځای یې طالبان واک ته ورسېدل.
خو په ټوله کې ګڼ افغانان وايي، د دوحې تړون یوه پټه معامله وه چې د نړۍ یو زبرځواک هېواد د یوې جنګي ډلې سره لاسلیک کړه او موخه یې یوازې دا وه چې له دغه هېواده پښې سپکې کړي.

ګڼ افغان شنونکي وايي، امریکا غوښتل چې په نورو نړۍوالو سیاسي مسایلو کې ښکېله شي؛ نو ځکه یې افغانستان تر شا پرېښود او ګڼ افغانان یې د خپلو حقونو او ازادیو څخه بې برخې کړل.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ