• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خوړو نړۍوال پروګرام: تېرکال مو په افغانستان کې له نږدې ۱۹ مېلیونه خلکو سره مرسته کړې ده

۱۰ کب ۱۴۰۲ - ۲۹ فبروری ۲۰۲۴، ۰۴:۳۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۰ کب ۱۴۰۲ - ۲۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۰۵ GMT+۰

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې تېرکال یې په افغانستان کې د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت په ملاتړ له نږدې ۱۹ مېلیونه خلکو سره مرسته کړې ده. دغه پروګرام په اېکس پاڼه لیکلي، په دغه مرستو کې خوراکي توکي، نغدې پیسې او د مهارتونو زده کړې هم شاملې وې.

د دغه پروګرام په وینا، د دغو مرستو سره به دغه خلک خپلو ماشومانو ته خواړه ورکړي او په خپلو پښو به ودرېږي.
د خوړو نړۍوالو پروګرام د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان لپاره ۲۰۲۳ کال له بحرانه ډک کال و.
راپور کې راغلي، چې تېر کال د بې سارې تمویل کمښت له امله لس مېلیونه خلک د خوړو د نړۍوال پروګرام د خوراکي مرستو څخه بې برخې شول.
راپور وایي، چې د خوړو نړۍوال پروګرام هغو ښځو ته ځانګړی لومړیتوب ورکوي؛ چې د کور سرپرستي په غاړه لري او د کورنۍ یوازینۍ روزي ګټونکې دي.
راپور زیاتوي، په یوه ټولنه کې چې ښځې له عامه ځای څخه څنډې ته کېږي او د عاید ترلاسه کولو لپاره ورته لږ او یا هم هیڅ فرصت نه شته؛ نو دوی سره د مهارتونو د زده‌کړې پروګرام مرسته کوي، چې له اقتصادي اړخه په خپلو پښو ودرېږي.
تېره ورځ هم د خوړو نړۍوال پروګرام د یوه راپور په خپرولو سره لیکلي و، چې په تېره یوه میاشت کې یې په افغانستان کې له ۷.۹ مېلیونه کسانو سره مرسته کړې ده.
د دغه پروګرام په وینا، په تېرو شپږو میاشتو کې یې پر ۳۱زره ماشومانو او ۱۳زره شېدې ورکوونکو مېندو بېړنۍ مرستې وېشلې دي.
دغه پروګرام وایي، چې د روان کال راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ‏۷۵۹ مېلیونه ډالر مرستو ته اړتیا لري.
له بل پلوه په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام د خوړو د برخې مشر راجرز وینیاما د فبرورۍ په ۲۴مه ویلي و:« د افغانستان د خوړو څانګه اټکل کوي، چې په ۲۰۲۴کال کې به شاوخوا څلور مېلیونه ښځې او ماشومان د سختې خوارځواکۍ سره مخ وي.»
د خوړو نړۍوال پروګرام تر دې وړاندې ویلي و، د بودجې د کمښت له امله اوس له ۱۶ مېلیونه وږو خلکو څخه یوازې اووه مېلیونه خلکو ته بېړني خواړه چمتو کوي.

ډېر لیدل شوي

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي
۱

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي

۲

د سولې نړۍواله ورځ؛ افغان ځوانان وایي جګړه درېدلې خو سوله نه‌شته

۳

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي

۴

پاکستان یو وار بیا پر کونړ او پکتیکا ولایتونو بریدونه کړي دي

۵

د مقاومت جبهې یو جګپوړی غړی صالح محمد ریګستانی «افغانستان ته تللی»