پخوانۍ امریکايي چارواکې: د دوحې تړون باید پرېږدو او طالبانو سره د مشروط جوړجاړي لارې ولټوو

د سپینې ماڼۍ پخوانۍ چارواکې لیزا کورټیس وايي، واشنګټن باید د دوحې له تړون څخه لاس واخلي او له طالبانو سره د «مشروط جوړجاړي» نوې لارې ولټوي. هغې له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د دوحې تړون «ډېر کمزوری» وباله، چې د دې په خبره طالبانو ته يې ګټه رسولې ده.