• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

راشد خان تایید کړه، چې د خیریه بنسټ په غونډه کې ورسره ناسته مېرمن یې د ژوند ملګرې ده

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۳ GMT+۰

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان د خلکو اندېښنې پای ته ورسولې. راشد خان د دوشنبې په شپه د لړم ۱۹مه پر انسټاګرام لیکلي، چې د خیریه بنسټ په غونډه کې ورسره ناسته مېرمن یې د ژوند ملګرې ده.

هغه لیکلي، چې د روان کال د اګسټ په دویمه یې له دې مېرمنې سره نکاح کړې او هغه یې د مینې او ملګرتیا انځور یاده کړې ده.

هغه تازه د «خان فاونډېشن» په نوم بنسټ پرانېست او په دې پرانېست غونډه کې له راشد خان سره د یوې مېرمنې حضور تر هغه وروسته په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ غبرګونونه راوپارول، چې د دوی انځور او ویډیو خپره شوه.

په دې انځور کې هغه د یوې مېرمنې ترڅنګ ښکاري، چې افغاني جامې یې اغوستي او جبري حجاب نه لري.

خان خپل انسټاګرام پوسټ کې زیاته کړې، چې خپله مېرمن یې د خیریه بنسټ غونډې ته بېولې وه، خو له بده مرغه ځینو خلکو ناسم اټکلونه کړي دي.

هغه ویلي: «حقیقت ډېر ساده دی، هغه زما مېرمن ده او موږ دواړه یو ځای ولاړ یو او د پټولو لپاره هېڅ نه لرو.»

راشد خان له ټولو هغو کسانو مننه کړې چې له ده سره یې د مهربانۍ، ملاتړ او درک احساس څرګند کړی دی.

خو اصلي خبره دا ده، چې راشد خان تېر کال د اکټوبر په درېیمه د کابل په یوه عصري هوټل کې په ښه شان او شوکت سره واده وکړ او اوس پوښتنه دا ده، چې ایا هغه واده چې راشد خان نن یې یادونه وکړه، د نوموړي دویم واده دی او که نه؟

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۴

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۵

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

•
•
•

نور کیسې

د کرېکټ ملي لوبډلې د ټاکنې مشر: دا چې اسټرالیا کرېکټ له سیاست سره تړي، لوبه زیانمنوي

۱۸ لړم ۱۴۰۴ - ۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۶ GMT+۰
د کرېکټ ملي لوبډلې د ټاکنې مشر: دا چې اسټرالیا کرېکټ له سیاست سره تړي، لوبه زیانمنوي
100%

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ټاکنې مشر اسدالله خان وايي، د اسټرالیا هغه پرېکړه چې د افغان ښځو د حقونو د وضعیت له امله له افغانستان سره لوبې نه کوي، د کرېکټ د پرمختګ لپاره ښه نښه نه ده.

اسټرالیا له ۲۰۲۱ کال راهیسې کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، له افغان لوبډلې سره هېڅ دوه اړخیزې لوبې نه دي ترسره کړي. د اسټرالیا کرېکټ بورډ لومړی د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې پلان شوې ازمایښتي لوبه لغوه کړه، وروسته یې د ۲۰۲۳ کال د مارچ په میاشت کې د یو ورځنیو لوبو لړۍ هم لغوه کړه او د ۲۰۲۴ کال د اګسټ لپاره پلان شوې شل اوریزه سیالۍ یې هم ترسره نه کړې.

اسدالله خان د دې پرېکړو پر وړاندې خپل غبرګون څرګند کړی او ویلي یې دي، چې د ښځو د کرېکټ د ټیم ستونزې د حل کېدو لپاره وخت ته اړتیا لري، خو له سیاست سره د کرېکټ تړل د لوبې د اصولو خلاف کار دی.

هغه ویلي: «موږ د ای‌سي‌سي غړیتوب د کوم خیرات له لارې نه دی ترلاسه کړی، بلکې د خپلو لاسته راوړنو او ښې کارکردګۍ له امله مو ترلاسه کړی دی. د اسټرالیا او نورو هېوادونو دا چلند د کرېکټ د پرمختګ پر ځای یو پیاوړی ټیم کمزوری کوي.»

هغه زیاته کړه، چې د افغانستان د کرېکټ ټیم د نړۍ له غوره لوبډلو څخه دی او د سپین توپ اچونې برخه یې بې سارې ده.

هغه په دې اړه ویلي: «زموږ د سپین توپ اچونه د نړۍ تر ټولو پیاوړې توپ اچونه ده، زموږ د بریا سلنه لوړه ده، خو که هېوادونه زموږ لوبې سیاستیزې کړي، دا به یوازې د کرېکټ زیان وي. له موږ سره د نه لوبې کولو پرېکړه د نارینه وو کرېکټ ته هم زیان رسوي.»

په ورته وخت کې د کرېکټ نړۍوالې شورا ویلي، چې د افغانستان د ښځو د کډوالو لوبډلې ته به د راتلونکو دوو نړۍوالو سیالیو د ۲۰۲۵کال د ښځو نړۍوال جام او د ۲۰۲۶کال د ښځو شل اوریز جام پر مهال د ګډون او ښکېلتیا مهم فرصتونه ورکړل شي.

افغان ښځینه لوبغاړې چې له طالبانو وروسته له هېواده وتلې دي، په کاناډا او اسټرالیا کې کډوالې شوې، دوی د ۲۰۲۵کال د ښځو د نړۍوال جام د پرانیستې لوبې نندارې ته بلل شوې وې او دغه لوبې یې له نږدې ولیدې چې دا اقدام د هغوی د نړۍوال کرېکټ سره د بیا یو ځای کېدو یو مثبت ګام بلل کېږي.

د طالبانو د المپیک رییس د سعودي عربستان د ورزش له وزیر سره لیدلي

۱۸ لړم ۱۴۰۴ - ۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۷ GMT+۰
 د طالبانو د المپیک رییس د سعودي عربستان د ورزش له وزیر سره لیدلي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان المپیک، بدنی روزنې او سپورټ رییس احمدالله وثیق وايي، چې د سعودي عربستان د ورزش له وزیر امير عبد العزيز بن تركي الفيصل سره په لیدنه کې یې دواړو هیوادونو ترمنځ د ورزشي اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ رییس محمد وثیق نن یکشنبه،د لړم ۱۸مه وویل، چې د سعودي عربستان د ریاض ښار په کوربه توب د اسلامي هیوادونو پیوستون سیالیو په څنډه کې یې د یاد هېواد د ورزش له وزیر امير عبد العزيز بن تركي الفيصل سره ولیدل.

نوموړی زیاتوي، چې د سعودي عربستان د ورزش وزیر د اسلامي هیوادونو پیوستون سیالیو کې د افغان ورزشکارانو پر پراخ ګډون او د یادو سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان د ورزش ادارې د رهبري پلاوي پر ګډون ځانګړې خوښي څرګنده کړه.

احمد الله وثیق د سعودي عربستان د ورزش له وزیر څخه مننه کړې، چې په یادو سیالیو کې يې د افغان ورزشکارانو لپاره مناسب امکانات او اسانتیاوې برابرې کړې دي.

افغان ابدالیانو لوبډلې په لومړۍ تمریناتي سیالۍ کې قطر ته د ۶۵ منډو په توپير ماتې ورکړه

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۵ GMT+۰
افغان ابدالیانو لوبډلې په لومړۍ تمریناتي سیالۍ کې قطر ته د ۶۵ منډو په توپير ماتې ورکړه
100%

افغان ابدالیانو کرېکټ لوبډلې په لومړۍ تمریناتي‌ سیالۍ کې قطر لوبډلې ته د ۶۵ منډو په توپير ماتې ورکړه. افغان ابدالیان د قطر کرېکټ لوبډلې سره درې تمریناتي سیالۍ لري. دغه سیالۍ د ځوانانو اسیا جام ته د چمتوالي‌ په موخه تر سره کېږي.

د قطر کریکټ لوبډلې د لومړۍ تمریناتي سیالۍ پچه وګټله او افغان ابدالیانو ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

افغان لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د خپلو ۴ لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۱۷۴ منډو هدف وټاکه.

د افغان ابدالیانو لوبډلمشر دروېش رسولي ۶۰ او ننګیال خروټي په ۲۰ توپونو ۴۸ منډې جوړې کړې.

د قطر کرېکټ لوبډلې دغه هدف پوره نه کړ او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې د ۶۵ منډو په توپير ماتې وخوړه.

په افغان توپ اچوونکو کې بلال سمېع ۴، قیس احمد او فریدون داودزي دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د افغان ابدالیانو کرېکټ لوبډله د ځوانانو اسیا جام سیاليو لپاره د غوره چمتوالي په موخه د قطر کرېکت ملي لوبډلې پر وړاندې درې تمریناتي شل اوریزه سیالۍ تر سره کوي.

دغه سیالۍ نن د دغه هېواد په پلازمېنه دوحه کې پيل شوې.

افغان ابدالیان او قطر کرېکټ لوبډله به سبا دویمه تمریناتي سیالۍ ترسره کړي.

د ایران د فوټسال لوبډلې روزونکي له افغان لوبډلې سره د مساوي کېدو له امله بښنه وغوښته

۱۵ لړم ۱۴۰۴ - ۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۹ GMT+۰
د ایران د فوټسال لوبډلې روزونکي له افغان لوبډلې سره د مساوي کېدو له امله بښنه وغوښته
100%

د ایران د فوټسال ملي لوبډلې روزونکي وحید شمسايي د اسلامي هېوادونو د یووالي جام په لوبو کې د افغانستان د فوټسال له لوبډلې سره د لوبې له مساوي کېدو وروسته بښنه غوښتې او وايي چې افغان لوبډلې په لوړه انګیزه لوبه وکړه.

د افغانستان او ایران د فوټسال ملي لوبډلو نن د اسلامي هېوادونو د یووالي جام په سیالیو کې لوبه ۲ پر ۲ مساوي کړه.

له لوبې وروسته چې ایران یې د ګټلو تمه لرله د یاد هېواد د فوټسال لوبډلې روزونکي ویلي:«زه ونه توانېدم لوبغاړو ته د دې لوبې لپاره کافي انګیزه ورکړم. زه د افغانستان لوبډلې ته درناوی لرم، هغوی په بشپړه انرژې سره لوبه وکړه.»

نوموړي ویلي، چې «د لوبې د پیل په شېبو کې د ایران لوبډله د افغانستان په وړاندې برلاسې وه او داسې مو انګیرل چې موږ ګټونکي یو».

نوموړي ویلي، چې د فوټبال لوبه ګټل د لوبغاړو په هڅې پورې اړه لري او د افغانستان د فوټسال لوبډلې نن د ایران د لوبډلې په پرتله ډېر زیار او هڅه وکړه.

وحید شمسايي زیاته کړه:« له مراکش سره له ښې لوبې وروسته هېڅ داسې نه انګېرل کېده چې موږ به د افغانستان په وړاندې په دې ډول لوبه وکړو. یوه لوبه مو لا په مخ کې ده او که غواړو بل پړاو ته وړاندې تګ وکړو، د راتلونکې لوبې ګټل زموږ لپاره ډېر اړین دي.»

نوموړي د خپلو خبرو پر مهال ویلي، چې په نننۍ لوبه کې د ایران لوبغاړو ښه لوبه نه ده کړې او افغان لوبغاړي په لوړه انګیزه ولوبیدل.

د ایران د فوټسال لوبډلې روزونکي له افغانستان څخه د لوبې تر ګټلو وروسته ویلي:« چې نن لوبه پای ته ورسیده او زه بښنه غواړم.»

د افغانستان د موی‌تای پېژندل شوی لوبغاړی د خپل ایراني سیال پر وړاندې لوبه کوي

۱۵ لړم ۱۴۰۴ - ۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۴ GMT+۰
د افغانستان د موی‌تای پېژندل شوی لوبغاړی د خپل ایراني سیال پر وړاندې لوبه کوي
100%

د موی‌تای افغان لوبغاړی شاهین افغانستان انټرنشنل ته په خبرو کې ویلي، چې هغه به د LWC Super Champ سیالیو کې د خپل ایراني سیال پوریا ولي پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي.

دغه مبارزه به (د لړم په ۱۷مه) د ټایلنډ په پلازمېنه بنکاک ښار کې ترسره شي. دغه لوبه به د ۶۰.۷ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې ترسره شي او دا به د یادې شپې په پروګرام کې درېیمه مبارزه وي.

شاهین څو نړۍوالې مسلکي سیالۍ ګټلې دي او د افغانستان د موی‌تای په برخه کې یو له بریالیو لوبغاړو ګڼل کېږي. هغه چې په ​​ټایلنډ کې اوسېږي، تر دې وړاندې یې د افغانستان د موي‌تای په خورا معتبرو سازمانونو کې سیالۍ کړې دي

100%

.