• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۰۳ GMT+۱

د هند او پاکستان ترمنځ د سیندونو د اوبو د وېش شخړه، چې له ۱۹۴۷ کال راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه مهمه موضوع پاتې شوې، په ۲۰۲۵ کال کې د اباسین د اوبو د تړون د ځنډولو له اعلان وروسته یو ځل بیا جدي شوې ده.

پاکستان وايي، د هند له لوري د ۱۹۶۰ کال د اباسین د اوبو تړون نه پلي کول کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ نوې شخړې رامنځته کړي. په ۱۹۴۷ کال کې د هند له تجزیې او د پاکستان په نوم د یوه نوي هېواد له جوړېدو وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د وېش موضوع له مهمو او حساسو مسلو څخه وه. د پاکستان لپاره د اباسین (Indus) د اوبو د نظام ساتنه یوه اساسي موضوع ده.

اباسین سیند د چین تر واک لاندې د تېبت له سیمې سرچینه اخلي، بیا د ګلګت بلتستان له لارې پاکستان ته ننوځي او د خیبر پښتونخوا، پنجاب او سند له سیمو تر تېرېدو وروسته د هند بحر ته تویېږي. له اباسین پرته، هغه پنځه سیندونه چې د پنجاب نوم هم ترې اخیستل شوی، د هند تر واک لاندې کشمیر څخه سرچینه اخلي، پنجاب ته داخلېږي او وروسته له اباسین سره یوځای کېږي. د دغو پنځو سیندونو په تړاو هند د پورته سیمې هېواد (Upper Riparian) په توګه یادېږي، ځکه چې د سیندونو د سرچینو پر سیمو واک لري.

د هند او پاکستان ترمنځ د اوبو د وېش په موضوع کې شپږ سیندونه مطرح وو. د جغرافیایي موقعیت له مخې درې سیندونه؛ اباسین، چناب او جهلم، لوېدیځ سیندونه بلل کېږي، او درې نور؛ بیاس، راوي او ستلج، ختیځ سیندونه نومول شوي دي.

امریکا، بریتانیا او نورو لوېدیځو هېوادونو اندېښنه لرله چې ښايي هند د کشمیر له سیمې راتلونکو سیندونو اوبو ته د پاکستان لاسرسی محدود کړي، چې دا کار به د نوي جوړ شوي هېواد پر اقتصادي او سیاسي ثبات اغېز وکړي.

له همدې امله نړیوال بانک د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د وېش په خبرو کې منځګړیتوب وکړ او د ۱۹۶۰ کال په سپټمبر کې د هند او پاکستان ترمنځ د سیندونو د اوبو د وېش تړون لاسلیک شو. دغه تړون د اباسین د اوبو تړون (Indus Water Treaty) په نوم یادېږي.

د تړون له مخې، د درې ختیځو سیندونو، بیاس، راوي او ستلج، د اوبو حق هند ته ورکړل شو او هند کولای شي د دغو سیندونو له اوبو هر ډول استفاده وکړي. په همدې حال کې، د درې لوېدیځو سیندونو، اباسین، چناب او جهلم، د اوبو حق پاکستان ته ورکړل شو.

د تړون له مخې، هند ته اجازه شته چې د لوېدیځو سیندونو له اوبو د کب نیولو او د روانو اوبو پر مټ د برېښنا تولید لپاره استفاده وکړي، خو د اوبو مسیر بدلول او داسې اقدامات چې د دغو سیندونو د اوبو کچه راکمه کړي، اجازه نه لري.

پاکستان په تېرو ۶۵ کلونو کې څو ځله د نړیوال بانک له لارې پر هند تور لګولی چې ګواکې هغه د روانو اوبو د برېښنا تولید تر نوم لاندې د لوېدیځو سیندونو له اوبو د کرنې او نورو موخو لپاره استفاده کوي، خو نړیوال بانک تل هڅه کړې چې دغه شخړې حل کړي.

خو په ۲۰۲۵ کال کې د هند او پاکستان ترمنځ له څلور ورځنۍ هوايي جګړې وروسته وضعیت بدل شو. د جګړې په پای کې د هند لومړي وزیر ناریندرا مودي د اباسین د اوبو د تړون د ځنډولو اعلان وکړ او ویې ویل چې هند نور ځان د دغه تړون په پلي کولو مکلف نه بولي.

مودي ویلي وو چې هند به د خپل وضعیت له مخې د لوېدیځو سیندونو له اوبو استفاده وکړي.

پاکستان بیا څو ځله خبرداری ورکړی چې که هند د اباسین د اوبو تړون نقض کړي، دا اقدام کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوې شخړې لامل شي.

پاکستان وايي، که هند د خپل واک لاندې کشمیر کې د بیاس، راوي او ستلج سیندونو له اوبو پراخه استفاده وکړي، د دغه هېواد تر ټولو لوی ایالت پنجاب به د اوبو له کمښت سره مخ شي. د سند ایالت کرنه هم تر ډېره د اباسین پر اوبو ولاړه ده او پاکستان اندېښنه لري چې د پنجاب لپاره د اوبو کمېدل به پر سند هم مستقیم اغېز وکړي.

پاکستان له نړیوال بانک غوښتي چې د اباسین د اوبو د تړون د ځنډولو په اړه له هند څخه وضاحت وغواړي. اسلام‌اباد ویلي، که هند له تړونه سرغړونه وکړي، موضوع به د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو په چوکاټ کې هم راپورته کړي. د اوبو د وېش موضوع یوازې د هند او پاکستان ترمنځ شخړه نه ده، بلکې د پاکستان دننه د ایالتونو ترمنځ هم لانجې رامنځته کوي.

د پنجاب متخصصین غوښتنه کوي چې پاکستان باید د اباسین د اوبو د زېرمه کولو لپاره په لوړو سیمو، لکه ګلګت-بلتستان او خیبر پښتونخوا کې نور بندونه جوړ کړي. خو د سند ایالت د اباسین پر اوبو د نویو بندونو له جوړېدو سره سخت مخالفت لري. د سند چارواکي او متخصصین وايي، په اباسین کې د اوبو کموالی لا دمخه د دغه ایالت کرنه اغېزمنه کړې او د دوی د برخې اوبه په کافي اندازه نه رسېږي. د سند او پنجاب ترمنځ د اباسین د اوبو پر سر شخړه اوږد تاریخ لري. سند پر پنجاب تور لګوي چې د دغه ایالت د ونډې اوبه هم په پنجاب کې کارول کېږي.

په ۲۰۲۵ کال کې د پنجاب له خوا د اباسین له اوبو د درېیو نویو کانالونو د ایستلو هڅه هم د سند له سخت مخالفت سره مخ شوه. د سند یو بل دلیل دا دی چې بحر هند ته د اباسین د اوبو د جریان کمېدو سره د سمندر اوبه د وچې پر لور مخکې راځي او د سند کرنیزې ځمکې له خطر سره مخ کوي. د یادونې وړ ده چې د تېرو ۵۰ کلونو راهیسې د پنجاب له خوا د میانوالۍ ولسوالۍ په کالا باغ سیمه کې د بند جوړولو پلان هم د خیبر پښتونخوا، سند او بلوچستان ایالتونو د مخالفت له امله نه دی عملي شوی. د اباسین د اوبو پر سر د هند او پاکستان روانه شخړه کولی شي نوې سیاسي او امنیتي لانجې رامنځته کړي او د دواړو اټومي هېوادونو ترمنځ اړیکې لا ترینګلې کړي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی
۱
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۲

د اسلام‌اباد، کابل او نوي ډیلي ترمنځ د بې‌باورۍ سیوری؛ افغانستان د نوو اړیکو پر لور

۳

۲۲ خپلوان، یوه دوسیه او د بریتانیا اندېښنې؛ د افغان کډوالو د پروګرام نااشنا کیسه

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۵

د ملګرو ملتونو چارواکی وايي طالبان دې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي

•
•
•

نور کیسې

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۵۶ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب
100%

د ۱۹۳۳ کال د نومبر ۸مه، د ماسپښین شاوخوا ۳ بجې وې، د افغانستان پاچا محمد نادر شاه د ممتازو زده‌کوونکو د ستاینې لپاره د شاهي ماڼۍ تالار ته ننوت. مراسم روان وو، لا به شل دقیقې نه وې تېرې چې له تالار څخه یې جسد راووت. نادر شاه د یو زده کوونکي عبدالخالق هزاره له خوا په ډزو ووژل شو.

هغه مهال د نادر شاه زوی، محمد ظاهر، چې ۱۹ کلن و، له ارګه بهر و. کله چې د پلار د وژل کېدو خبر ورته ورسېد، ورته وویل شول چې ژر ارګ ته ولاړ شي.

ماښام مهال ظاهر شاه ارګ ته ورسېد. هلته د نادر شاه وروڼه او د هغه وخت د واک اصلي مشران، محمد هاشم خان، شاه محمود خان او محمد شاه ولي خان، همداراز وزیر محمد ګل خان او د دولت نور لوړپوړي چارواکي راټول وو.

د ارګ فضا درنه وه. څو شېبې مخکې د افغانستان پاچا وژل شوی و او د واک تشه رامنځته شوې وه. د شاهي کورنۍ مشران پوهېدل چې د واک انتقال باید ژر ترسره شي، څو هېواد له سیاسي ګډوډۍ سره مخ نه شي.

دوی ځوان ظاهر شاه ته مخ ورواړاوه او د شاهي دود له مخې یې هغه د خپل پلار ځای ناستی وباله.

په همدې ډول، محمد ظاهر شاه د افغانستان پاچا شو؛ یو داسې پاچا چې نږدې څلوېښت کاله د افغانستان پر شاهي تخت پاتې شو.

ظاهر شاهي

د ظاهر شاه د واکمنۍ لومړني کلونه د هغه د تره، محمد هاشم خان، تر سیاسي نفوذ لاندې وو. که څه هم ظاهر شاه پاچا و، خو د حکومت ډېری مهمې پرېکړې د شاهي کورنۍ د بانفوذه مشرانو له خوا کېدې.

ورو ورو ظاهر شاه خپلواک رول پېدا کړ او هڅه یې وکړه چې افغانستان د عصري دولت جوړونې پر لور بوځي.

د ۱۹۶۰مو کلونو په پیل کې د هغه واکمني د بدلونونو یوې نوې مرحلې ته داخله شوه.

د ظاهر شاه د واکمنۍ تر ټولو لویه ځانګړنه د افغانستان نسبي ثبات و. افغانستان د دویمې نړۍوالې جګړې وروسته له هغو هېوادونو څخه و، چې د اوږدې مودې لپاره یې له لویو کورنیو او بهرنیو جګړو ځان وساته.

د هغه په دوره کې: عصري ښوونیز نظام پراخ شو؛ کابل پوهنتون جوړ او پراخ شو؛ د نجونو د زده‌کړو لپاره زمینه پراخه شوه؛ نوي سړکونه، بندونه او دولتي بنسټونه جوړ شول؛ افغانستان له شوروي اتحاد، امریکا او نورو هېوادونو سره متوازن بهرنی سیاست وساته؛ په ۱۹۶۴ کال کې نوی اساسي قانون تصویب شو چې افغانستان یې د مشروطه شاهي نظام پر لور بوت.

همداراز، د ۱۹۶۰مو کلونو په لړ کې د مطبوعاتو او سیاسي فعالیتونو لپاره نسبتاً پراخه فضا رامنځته شوه. د سیاسي بحثونو، رسنیو او مدني فعالیتونو کچه د پخوانیو کلونو په پرتله زیاته شوه.

سره له دې پرمختګونو، د ظاهر شاه حکومت له جدي ننګونو سره هم مخ و.

د هغه د واکمنۍ پر مهال، افغانستان لا هم یو کمزوری او وروسته پاتې اقتصاد درلود؛ پراختیا ډېره په لویو ښارونو کې متمرکزه وه؛ کلیوالې سیمې له بې‌وزلۍ، کمزورو روغتیايي خدمتونو او د زده‌کړې له محدود امکاناتو سره مخ وې؛ سیاسي اصلاحات ورو وو؛ شاهي نظام د خلکو د پراخ سیاسي ګډون لپاره کافي زمینه نه وه برابره کړې او د شاهي کورنۍ تر منځ اختلافات تر بل هر وخته اوج ته رسېدلي وو.

د ۱۹۷۰مو کلونو په پیل کې وچکالۍ، اقتصادي ستونزې او سیاسي اختلافاتو د حکومت کمزوري نوره هم ښکاره کړه.

100%

د سلطنت پای؛ د ظاهر شاه پر ضد کودتا

د ۱۹۷۳ کال د جولای په ۱۷مه، کله چې ظاهر شاه د درملنې لپاره ایټالیا ته تللی و، د هغه د تره زوی او د مشرې خور خاوند محمد داود خان، چې ظاهر شاه ورته «اغا لالا» ویل، د یوې پوځي کودتا له لارې شاهي نظام پای ته ورساوه.

داود خان د افغانستان د جمهوریت اعلان وکړ او ظاهر شاه، چې نږدې څلوېښت کاله یې پاچاهي کړې وه، له واکه لرې شو.

ظاهر شاه له دې وروسته څو لسیزې په جلاوطنۍ کې ژوند وکړ. خو په ۲۰۰۲ کال کې د طالبانو د لومړي نظام له سقوط وروسته، افغانستان ته راستون شو. د هغه د اوږدې پاچاهۍ او د خلکو ترمنځ د نسبي محبوبیت له امله ورته د «ملت بابا» لقب ورکړل شو.

افغانستان ته له ستنېدو وروسته، ظاهر شاه نور سیاسي واک نه درلود، خو د یوه تاریخي شخصیت په توګه یې ژوند ته دوام ورکړ. هغه په کابل کې د افغانستان د جمهوري دولت له خوا د ځانګړي تشریفاتو په چوکاټ کې اوسېده او د افغانستان د راتلونکي په اړه یې تل د سولې او ملي یووالي خبرې کولې.

محمد ظاهر شاه د ۲۰۰۷ کال د جولای په ۲۳مه په کابل کې د ۸۷ کلونو په عمر وفات شو.

د هغه د مړینې وروسته د افغانستان حکومت ورته رسمي درناوی وکړ او د هغه جنازه په دولتي مراسمو ترسره شوه.

د محمد ظاهر شاه دوره د افغانستان په تاریخ کې یو دوه‌ګونی میراث پرېښود: له یوې خوا، د ثبات، دولت جوړونې، زده‌کړې او عصري کېدو هڅې او له بلې خوا، هغه ناحل شوې ستونزې چې وروسته د افغانستان د سیاسي بحرانونو یوه برخه وګرځېدې.

څلوېښت کاله پاچاهي؛ نه بشپړه بریا او نه بشپړه ناکامي، بلکې د افغانستان د معاصر تاریخ یوه اوږده، پېچلې او اغېزمنه دوره.

له پاچاهۍ تر جمهوریت؛ د ۱۹۷۳ کودتا څنګه افغانستان د نوي بحران پر لور روان کړ؟

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۵۷ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب
100%

د ۱۹۷۳ کال د جولای ۱۷مه (۲۶ سرطان ۱۳۵۲) د افغانستان په معاصر تاریخ کې د یوه لوی بدلون ورځ وه. په همدې ورځ محمد داود خان د یوې پوځي کودتا له لارې د ظاهر شاه شاهي نظام نسکور کړ او افغانستان یې د لومړي ځل لپاره جمهوري نظام ته داخل کړ.

دا بدلون څنګه رامنځته شو؟ ولې داود خان د خپل تره زوی پر وړاندې ودرېد؟ ایا ظاهر شاه د کودتا له پلان څخه خبر و؟ او ولې دا پېښه پرته له یوې لویې جګړې بریالۍ شوه؟

د کودتا له ورځې مخکې؛ کابل د نارضایتۍ په فضا کې

د ۱۹۷۳ کال د جولای ۱۷مه، کابل د سیاسي فشارونو په منځ کې و. په ښار کې د حکومت پر وړاندې د اعتراضونو فضا زیاته شوې وه. خلک د اقتصادي ستونزو، د سختې وچکالۍ د نه مدیریت او له ایران سره د هلمند سیند د اوبو پر سر د شوي تړون له امله ناخوښ وو.

په ځانګړي ډول د کابل محصلینو او سیاسي فعالانو د حکومت پر سیاستونو نیوکې کولې او غوښتل یې چې نظام ژور اصلاحات وکړي.

خو په همدې ورځ، د اعتراضونو تر څنګ، د افغانستان د سیاسي راتلونکي لپاره بل پلان هم عملي کېده.

ظاهر شاه چې له ۱۹۳۳ کال راهیسې د افغانستان پاچا و، د سترګو د درملنې لپاره ایټالیا ته د سفر تیاری نیوه.

د شاهي ماڼۍ ځینو چارواکو محمد داود خان ته خبر ورکړ چې پاچا غواړي تر سفر مخکې له هغه سره وګوري.

داود خان چې له شاهي نظام سره یې سیاسي اختلافات لرل، د دې لیدنې لپاره ډېره لېوالتیا نه ښودله. خو بالاخره ظاهر شاه ورغی.

پاچا له خپل تره زوی وغوښتل چې په کابل کې د روانو لاریونونو د کنټرول او د وضعیت د ارامولو لپاره ورسره مرسته وکړي. خو داود خان دا غوښتنه ونه منله. دا لیدنه د دواړو ترمنځ د ژورو اختلافاتو وروستی ښکاره مثال و.

ظاهر شاه شک درلود چې داود خان د حکومت پر وړاندې د روانو فشارونو تر شا لاس لري، خو لا هم یې د پوځي کودتا احتمال نه اټکل کاوه.

داود خان؛ د شاهي کورنۍ غړی چې د پاچاهۍ مخالف شو

محمد داود خان د ظاهر شاه د تره زوی و، خو د شاهي کورنۍ له نورو غړو سره یې سیاسي لیدلوري توپیر درلود. هغه له ۱۹۵۳ څخه تر ۱۹۶۳ پورې د افغانستان صدراعظم پاتې شوی و.

د صدراعظمۍ پر مهال یې د قوي مرکزي حکومت، اقتصادي پرمختګ او چټکو اصلاحاتو ملاتړ کاوه. خو په ۱۹۶۳ کال کې د ظاهر شاه او داود خان ترمنځ اختلافات زیات شول او هغه له خپلې دندې استعفا وکړه.

وروسته د ۱۹۶۴ کال د اساسي قانون له مخې، د شاهي کورنۍ غړي نشو کولای مهمې حکومتي دندې ترسره کړي.

داود خان له رسمي واک څخه لرې شو، خو سیاسي فعالیت یې پای ته ونه رسېد.

هغه له پوځ او ځینو سیاسي کړیو سره اړیکې جوړې کړې او د بدلون لپاره یې زمینه برابره کړه.

ولې داود خان کودتا وکړه؟ د کودتا تر شا څو مهم عوامل وو:

۱. د شاهي نظام کمزوري

د ظاهر شاه د واکمنۍ وروستۍ کلونه د سیاسي بې ثباتۍ، اقتصادي ستونزو او د اصلاحاتو د ورو والي له امله له نیوکو سره مخ وو.

۲. اقتصادي بحران

د ۱۹۷۱ او ۱۹۷۲ کلونو وچکالۍ د افغانستان ګڼې سیمې اغېزمنې کړې. زرګونه خلک له لوږې سره مخ شول او حکومت د ستونزو په مدیریت کې ناکام بلل کېده.

۳. د سیاسي بدلون غوښتنه

په کابل کې محصلینو، روڼ‌اندو او سیاسي ډلو باور درلود چې هېواد نوي سیاسي بدلون ته اړتیا لري.

۴. د پوځ ملاتړ

داود خان پوهېده چې د افغانستان په سیاست کې پوځ د واک د بدلون مهم عامل دی. په پوځ کې یو شمېر ځوان افسران د هغه ملاتړي شول او د کودتا لپاره یې زمینه برابره کړه.

د کودتا اصلي ځواک د پوځ دننه هغه افسران وو چې د داود خان ملاتړ یې کاوه. د پرچم ډلې ځینو غړو، چې د شاهي نظام مخالف وو، هم له کودتا سره مرسته وکړه.

خو داود خان خپله کمونیست نه و. هغه یو ملي‌پال سیاستوال و چې غوښتل یې د افغانستان لپاره یو جمهوري نظام جوړ کړي.

وروسته د داود خان او کمونیستانو ترمنځ اړیکې خرابې شوې او هغه له خپلو پخوانیو متحدینو څخه واټن واخیست.

د جولای ۱۷مه؛ شاهي نظام څنګه سقوط وکړ؟

کله چې ظاهر شاه ایټالیا ته ورسېد، په کابل کې د کودتا عملیات پیل شول. د پوځ ځواکونو مهمې دولتي ودانۍ او پوځي مرکزونه ونیول. راډیو افغانستان د کودتاچیانو لاس ته ولوېد او د نظام د بدلون اعلان وشو.

محمد داود خان اعلان وکړ چې شاهي نظام ختم شوی او افغانستان جمهوري نظام ته داخل شوی دی. په دې توګه، د ظاهر شاه شاوخوا څلوېښت کلنه واکمني پای ته ورسېده.

د ۱۳۵۲ کال کودتا په نسبي ډول بې وینې وه. د شاهي نظام له خوا لوی مقاومت ونه شو.

یو مهم دلیل دا و چې ظاهر شاه په هېواد کې نه و او پوځ هم د کودتاچیانو تر اغېز لاندې راغلی و. که څه هم په ځینو ځایونو کې محدودې نښتې وشوې، خو د پراخې جګړې سبب نه شوې.

کله چې ظاهر شاه د کودتا خبر واورېد، د مقابلې پرېکړه یې ونه کړه. د ۱۹۷۳ کال د جولای په ۲۴مه یې له ایټالیا څخه د پاچاهۍ د پرېښودو اعلان وکړ. هغه وویل چې نه غواړي د واک لپاره د افغانانو وینه توی شي. له هغه وروسته یې نږدې درې لسیزې په ایټالیا کې ژوند وکړ.

په ۲۰۰۲ کال کې، د طالبانو د رژیم له سقوط وروسته، افغانستان ته راستون شو او د "ملت پلار" لقب ورکړل شو.

د شاهي نظام له سقوط وروسته کابینه منحل شوه. لوړپوړي چارواکي له واکه لرې شول.

ځینې بهر ته لاړل، ځینې له سیاست څخه ووتل او ځینې د نوي حکومت تر څار لاندې راغلل.

محمد داود خان د شاهي کورنۍ پر وړاندې پراخ انتقام وانخیست، خو د هغوی سیاسي نفوذ یې ختم کړ.

د ۱۹۷۳ کال کودتا یوازې د یوه پاچا د لرې کېدو پېښه نه وه. دا د افغانستان د سیاسي تاریخ د یوه نوي پړاو پیل و. خو هغه جمهوریت چې داود خان جوړ کړ، یوازې پنځه کاله دوام وکړ.

په ۱۹۷۸ کال کې د ثور کودتا وشوه، داود خان ووژل شو او کمونیستان واک ته ورسېدل.

له هغې وروسته افغانستان د جګړو، انقلابونو او بهرنیو لاسوهنو یوې اوږدې دورې ته داخل شو.

د سرطان ۲۶مه لا هم د افغانستان د تاریخ یوه له مهمو پوښتنو سره تړلې ده: ایا د ۱۹۷۳ بدلون د اصلاحاتو پیل و، که د هغو بحرانونو لومړی ګام چې افغانستان یې د لسیزو جګړو پر لور بوتلو؟

بلوچستان کې دجګړې د شدت لاملونه

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۲۹ GMT+۱
100%

که څه هم د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو په اوږدو کې د بلوچستان د بلوچ بېلتون‌پالو د مخکښ وسله‌وال سازمان او د پاکستان د امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړو د پام وړ شدت موندلی، خو د جولای میاشتې په لومړیو دوو اونیو کې دغه نښتو کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوې دي.

د دغه وروستي تشدید نوې ځانګړنه دا ده چې تر دې وړاندې به ډېری وسله‌وال بریدونه او ورسره مرګ‌ژوبله د بلوچستان په سوېل کې، د بلوچ مېشتو سیمو تر کچې محدوده وه، حال دا چې د دغه ایالت په شمال کې پښتون مېشتې سیمې تر ډېره په نسبي ډول ارامې وې، خو اوس وضعیت بدل شوی او تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) هم په دغو پښتون مېشتو سیمو کې پراخ وسله‌وال بریدونه پیل کړي دي. په دې توګه، په بلوچستان کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او دولتي تاسیساتو بریدونه نور یوازې د بلوچ لبریشن آرمي (بي‌ایل‌اې) او یو شمېر نورو بلوچ وسله‌والو ډلو له لوري نه ترسره کېږي، بلکې اوس تحریک طالبان پاکستان او داعش خراسان څانګه هم په دې جګړه کې فعال رول لري.

د نفوس له پلوه، بلوچستان د پاکستان د ټول نفوس یوازې ۶،۱۶ سلنه جوړوي، خو د جغرافیایي پراخوالي له مخې د دغه هېواد تر ټولو لوی ایالت دی او د پاکستان د ټولې خاورې شاوخوا ۴۳،۶ سلنه برخه په ځان کې رانغاړي. په داسې پراخه او کم‌نفوسه سیمه کې د امنیت ټینګول د پاکستان لپاره ستره امنیتي ننګونه بلل کېږي. سربېره پر دې، بلوچستان ځانګړی ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت لري؛ په شمال کې له افغانستان، په لوېدیځ کې له ایران او په سوېل کې د هند سمندر له ساحل سره نښتی دی.

د جولای میاشتې په لومړیو دوو اونیو کې بي‌ایل‌اې د چاغي پر ښار برید وکړ او د څه مودې لپاره یې د نږدې یو لک نفوس لرونکی دغه ښار تر خپل کنټرول لاندې وساته. د دې ډلې وسله والو د پولیسو یوه مرکز ته ننوتل، هلته یې امنیتي ځواکونه بې‌وسلې کړل او د هغوی وسلې یې له ځان سره یوړې.

بي‌ایل‌اې د چاغي د مسو او سرو زرو د یوې کان‌کیندنې پروژې پر مرکز هم برید وکړ. د راپورونو له مخې، په دغه برید کې لس کسان ووژل شول چې یو پکې د ترکیې تبعه و. سربېره پر دې، د دې ډلې وسله والو په چاغي کې د یوه بانک ودانۍ ته هم اور واچاوه.

څو ساعته وروسته، د پاکستاني پوځ او بي‌ایل‌اې ترمنځ له سختو نښتو وروسته، پاکستاني ځواکونو د ښار کنټرول بېرته ترلاسه کړ. همدارنګه، د بي‌ایل‌اې وسله والو په نوشکي، خاران او واشوک ولسوالیو کې هم د پاکستاني پوځ پر اډو او پوځي کاروانونو بریدونه وکړل.

د دغو نښتو د مرګ‌ژوبلې په اړه دواړو لورو بېلابېلې ادعاوې کړې دي، خو تر اوسه خپلواکو سرچینو د دغو ادعاوو خپلواک تایید نه دی کړی.

د جولای میاشتې په څلورمه ټي‌ټي‌پي د کوټې په څنډه کې د حنه ورګ په سیمه کې پر ځايي اوسېدونکو برید وکړ. په دغه برید کې یې څلور کسان ووژل او ۱۱ نور یې وتښتول. خو دوه ورځې وروسته، د سیمې د مشرانو د جرګې په منځګړیتوب، یې تښتول شوي کسان خوشې کړل.

له دې پېښې سمدستي وروسته، د ټي‌ټي‌پي وسله والو د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ په پښتون مېشته سیمه کې د پولیسو پر یوه مرکز برید وکړ. بریدګرو لومړی ۱۲ پولیس وتښتول او وروسته یې ووژل. همدارنګه، شاوخوا ۳۰ نور پولیس د خپل مرکز دننه کلابند شول او د دوو ورځو لپاره یې له بریدګرو سره مقاومت وکړ، خو د پرله‌پسې مرستې غوښتنو سربېره، هغوی ته هېڅ ډول مرسته ونه رسېده. په پای کې، دغه ۳۰ پولیس هم د ټي‌ټي‌پي د وسله والو له خوا ووژل شول.

د زیارت اوسېدونکي پولیسو ته د مرستې د نه رسېدو له امله حکومت په سختې بې‌پروايۍ تورنوي. هغوی لومړی په زیارت کې اعتراضي پرلت پیل کړ، خو وروسته یې خپل اعتراض کوټې ته ولېږداوه. اعتراض کوونکي د دغې پېښې د خپلواکې قضايي څېړنې، د حقیقت موندنې او د مسوولو کسانو د قانوني محاکمې غوښتنه کوي. د دې لیکنې تر چمتو کېدو پورې، په کوټه کې د زیارت د اوسېدونکو اعتراضي پرلت لا هم دوام لري.

د پاکستان د دولت پر ضد د بلوچ ملتپالو مبارزه اوږد مخينه لري. دا مبارزه د ۱۹۴۸ کال له پېښو وروسته پیل شوه، کله چې پاکستان د قلات د خپلواک دولت واکمن، خان میر احمد یار خان، ونیو او قلات یې تر خپل کنټرول لاندې راوست. له هغه وخت راهيسې د بلوچو درې نسلونو د خپلواکۍ لپاره مبارزه کړې ده.

خو په وروستیو کلونو کې د بلوچستان شخړې نوي ابعاد خپل کړي دي. په ۲۰۱۴ کال کې پاکستان او چین د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې، د بلوچستان ګوادر بندر د چین د شنجیانګ ایالت له کاشغر ښار سره نښلول کېږي، څو چین د هند سمندر له لارې د فارس خلیج او منځني ختیځ بازارونو ته مستقیم لاسرسی ومومي. په دې توګه، د ګوادر بندر د چین د سیمه‌ییز او نړیوال ستراتیژیک نفوذ مهمه برخه ګرځي.

طبیعي ده چې د چین د نفوذ پراخېدل د لوېدیځو قدرتونو، په ځانګړي ډول د امریکا، اندېښنې راپاروي.چې غربی ځواکونه د چین د ستراتیژیک نفوذ د ساحې په پراخیدو ناراضه دې ، پاکستان د امریکا د ملاتړ د ساتلو لپاره د ګوادر له بندر څخه شاوخوا ۸۰ کیلومتره لرې د پسني بندر د امریکايي حضور لپاره وړاندیز کړی دی. که څه هم اسلام‌اباد هڅه کوي له چین او امریکا سره په خپلو اړیکو کې توازن وساتي، خو دا پوښتنه لا هم پر ځای ده چې ایا د سیالو قدرتونو ستراتیژیکې ګټې په یوه حساسه سیمه کې له یو بل سره همغږېدای شي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې دغه سیمه د ایران او امریکا د کړکېچ له جغرافیې سره هم نږدې ده.

بله مهمه مسئله د بلوچستان د پراخو طبیعي زیرمو ده. بلوچستان، د افغانستان په څېر، د طبیعي ګاز، نفت، مسو، سرو زرو، سپینو زرو او نورو ارزښتناکو معدني زیرمو له پلوه بډایه سیمه ګڼل کېږي. د دغو سرچینو د کنټرول او اقتصادي ګټو لپاره د سترو قدرتونو سیالي هم طبیعي بلل کېږي. په داسې وضعیت کې د پاکستان لپاره دا کار ورځ تر بلې ستونزمن کېږي چې له چین او امریکا سره خپلې اړیکې په متوازن ډول مدیریت کړي.

له بلې خوا، د ټي‌ټي‌پي له لوري د شمالي بلوچستان پښتون مېشتو سیمو ته د خپلو فعالیتونو غځول هم یو مهم ستراتیژیک تحول ګڼل کېږي، هغه اقدام چې تر شا یې بېلابېل امنیتي، سیاسي او سیمه‌ییز عوامل موجود کېدای شي.

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۱۴ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
100%

په بدخشان کې د طالبانو ځواکمن قومندان جمعه خان فاتح د یو لړ شرایطو پر اساس زړه ښه کړ چې فیض اباد ته لاړ شي. فاتح ددې ګام لپاره غوښتنه کړې وه، چې له پلازمینې څخه راغلي ټول طالب مشران او ځواکونه یې له بدخشان څخه ووځي. د هغوي له وتلو وروسته نوموړی د بدخشان مرکز فیض اباد ته لاړ.

د جمعه خان فاتح او د طالبانو د مشرتابه ترمنځ وروستی کړکېچ د بدخشان له لرې پرتې درواز سیمې پیل شو. په دې سیمه کې فاتح له اوږدې مودې راهیسې د پام وړ نفوذ او پوځي ملاتړ لري.

د طالبانو باخبره سرچینې وايي، اختلافات هغه مهال پیل شول، چې طالبانو د فاتح نږدې قوماندانان موسی کاکه او اسلام‌الدین ونیول او وروسته یې د فاتح تر قوماندې لاندې د وسله‌والو د بې‌وسلې کولو هڅې پیل کړې. د سرچینو په وینا، طالبانو د فاتح ورور موسی هم نیوه، خو نوموړی وتوانېد چې وتښتي.

دغه مهال جمعه خان فاتح د طالبانو د زابل د مرستیال والي په توګه دنده ترسره کوله، خو د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله او د استخباراتي ادارې له چلند وروسته نوموړی بېرته بدخشان ته ستون شو.

فاتح قومي مشرانو ته ویلي وو چې له پلازمینې د طالبانو راغلي پلاوي سره دې په فیض‌اباد کې خبرې وکړي، خو دی به د خپلو کسانو د بې‌وسلې کولو اجازه ورنه کړي. نوموړي خبرداری ورکړی و چې که طالبان د ده خلاف پوځي اقدام وکړي، نو د ځان دفاع ته به چمتو وي.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله وروسته د دې ستونزې د حل لپاره د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق، د کورنیو چارو وزارت مرستیال ابراهیم صدر او د دفاع وزارت مرستیال قیوم ذاکر ته دنده وسپارله چې فاتح کابل ته راولي او د هغه وسله‌وال بې‌وسلې کړي.

د طالبانو لومړنی پلاوی بدخشان ته ورسېد او څو ورځې یې هڅه وکړه چې فاتح د خبرو له لارې له سیمې ووځي، خو فاتح له دغه پلاوي سره له مستقیمې لیدنې ډډه وکړه. د چنګاښ په ۱۲مه د طالبانو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې فاتح کندهار ته د تګ او له ملا هبت‌الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړی و. سرچینو اندېښنه ښودلې وه چې که خبرې ناکامې شي، ښايي په بدخشان کې وسله‌واله نښته رامنځته شي.

فاتح ځکه له بدخشان څخه د وتلو مخالف و، چې باور یې درلود له سیمې تر وتلو وروسته به نه یوازې خپله ونیول شي، بلکې د هغه اړوند وسله‌وال به هم په بشپړه توګه بې‌وسلې شي.

د عبدالحق وثیق په مشرۍ پلاوي څو ځله د فاتح له استازو سره خبرې وکړې، خو د خبرو دغه پړاو کومې پایلې ته ونه رسېد او پلاوی بېرته کابل ته ستون شو.

له دې وروسته طالبانو بدخشان ته اضافي ځواکونه ولېږل. د راپورونو له مخې، چورلکو د فاتح د نفوذ سیمو ته الوتنې وکړې او د طالبانو د استخباراتو ځانګړي ځواکونه د درواز سیمې ته نږدې ځای پر ځای شول. په ورته وخت کې د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد هم بدخشان ته سفر وکړ، څو د احتمالي پوځي وضعیت ارزونه وکړي، خو فاتح له هغه سره هم ونه لیدل.

فاتح طالبانو ته خبرداری ورکړی و چې که پر ده ډزې وشي، نو د ځان د دفاع لپاره به ځواب ورکړي.

د درواز ستراتیژیک موقعیت

طالبانو د فاتح د ځواک، سیمه‌ییز نفوذ او جغرافیایي موقعیت ارزونه وکړه. د درواز سیمه د بدخشان پنځه ولسوالۍ ــ درواز بالا، درواز پایین، مایمي، نسي او شکي ــ رانغاړي، چې د تاجکستان له پولې او د امو سیند په اوږدو کې موقعیت لري.

دغه ولسوالۍ د فاتح د نفوذ اصلي مرکز بلل کېږي او د سیمې کانونه او طبیعي سرچینې هم د هغه او د هغه د قوماندانانو تر اغېز لاندې دي.

بدخشاني طالب چارواکو، په ځانګړي ډول د طالبانو لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت، د فاتح پر ضد د پوځي عملیاتو ملاتړ نه کاوه. د دوی دریځ دا و چې د خپلې سیمې له خلکو او بدخشاني طالبانو سره په جګړه کې برخه نه اخلي، خو د خبرو اترو له لارې د حل لپاره چمتو دي.

په کندهار کې د طالبانو مشرتابه ته داسې معلومات ورکړل شول چې پر فاتح پوځي عملیات ښايي له ستونزو سره مخ شي، ځکه د درواز جغرافیا د هغه په ګټه ده او د سیمې کنټرول به اسانه نه وي. د همدې له امله د طالبانو دفاع وزیر هم له بدخشان څخه بې له څرګندې پایلې کابل ته ستون شو.

د خبرو له لارې جوړجاړی

طالبان اړ شول چې د ستونزې د حل لپاره د خبرو لاره غوره کړي او له فصیح‌الدین فطرت او نورو بدخشاني طالب چارواکو یې وغوښتل چې منځګړیتوب وکړي.

فصیح‌الدین فطرت په مشرۍ پلاوي له فاتح سره خبرې پیل کړې. فاتح څو شرطونه وړاندې کړل:

  • له کابل څخه راغلي طالب ځواکونه دې له بدخشان څخه ووځي؛
  • هغه غیر بدخشاني طالب چارواکي دې له سیمې ووځي، چې د عملیاتو لپاره راغلي؛
  • دی به یوازې له فصیح‌الدین فطرت او بدخشاني طالب چارواکو سره په فیض‌اباد کې خبرې کوي؛
  • نیول شوي نږدې قوماندانان دې خوشې شي.

د سرچینو له مخې، وروسته له هغه چې طالب ځواکونه له بدخشان څخه ووتل، موسی کاکه هم له زندانه خوشې شو.

فاتح بیا په بدخشان کې له طالبانو سره بیعت تازه کړ، ژمنه یې وکړه چې د نظام پر وړاندې به بغاوت نه کوي، خپل وسله‌وال به بې‌وسلې کوي او طالبان به د ده د نیولو هڅه نه کوي.

هغه یوه شپه په فیض‌اباد کې تېره کړه او وروسته د طالبانو د دفاع وزارت په چورلکه کې بېرته درواز ته ستون شو.

د هبت‌الله د ځواک ازموینه

طالبانو هڅه وکړه چې دا موضوع د داخلي جوړجاړي په توګه وړاندې کړي او د بدخشان والي او فصیح‌الدین فطرت د رسنیو له لارې وضاحتونه ورکړل چې دا یوه عادي ستونزه وه، نه داخلي اختلاف.خو د طالبانو مشر ملا هبت‌الله لا هم هڅه کوي چې د فاتح موضوع په خپل کنټرول کې وساتي. د راپورونو له مخې، د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني په منځګړیتوب امکان شته چې فاتح کابل ته لاړ شي او د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې ورته دنده ورکړل شي.

که فاتح کابل ته ولاړ شي، دا به د طالبانو د اوسني نظام په موده کې یوه بې‌سارې پېښه وي ځکه دا لومړی ځل دی چې یو ځواکمن طالب قوماندان د مشرتابه د پرېکړو پر وړاندې ودرېد، د خپل ځواک د کارولو ګواښ یې وکړ او د خبرو له لارې یې خپلې غوښتنې مطرح کړې.

د دې پېښې پایله ښايي د طالبانو د نورو سیمه‌ییزو قوماندانانو او چارواکو لپاره هم پیغام ولري. دا چې د واک په جوړښت کې د فشار او نفوذ لپاره یوازې اطاعت نه، بلکې سیمه‌ییز ځواک هم اغېز لري.

له بلې خوا، ملا هبت‌الله هڅه کوي هغه ځواکمن طالب مشران او قوماندانان محدود کړي چې په راتلونکې کې د ده د واک لپاره احتمالي ننګونه جوړولی شي. د جمعه خان فاتح قضیه ښيي چې د طالبانو دننه د واک، نفوذ او قوماندې پر سر اختلافات لا هم شته.

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۲۷ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب
100%

له یوې خوا اقتصادي بحران، داخلي نارضایتي او نړۍوال فشارونه؛ له بلې خوا یو پیاوړی امنیتي جوړښت، پوځي ځواک، نیابتي ډلې او سیمه‌ییز نفوذ. ایا د ایران اسلامي جمهوریت د کمزورۍ وروستۍ مرحلې ته رسېدلی، که لا هم د اوږدې مقابلې توان لري؟ دا هغه پوښتنې دي چې تازه یو ځل بیا راپورته شوي.

هغه اوربند چې د نړۍ ګڼو هېوادونو د امریکا او ایران ترمنځ د یوې نوې ډیپلوماټیکې لارې د پیل په توګه باله، ډېر ژر په ماتېدو بدل شو. د څو میاشتو سختو نښتو وروسته، واشنګټن او تهران د ۲۰۲۶ کال په جون کې د ۶۰ ورځني اوربند هوکړې ته ورسېدل. د دې تړون هدف د جګړې درول، د هرمز تنګي د تګ راتګ خوندي کول او د اټومي پروګرام او بندیزونو په اړه د خبرو بیا پیل و.

خو دا هیله اوږده نه شوه. اوربند مات شو، پوځي عملیات بېرته پیل شول، ګواښونه زیات شول او د منځني ختیځ د یوې پراخې جګړې اندېښنې بیا راپورته شوې.

ولې اوربند مات شو؟

د امریکا او ایران ترمنځ د اختلاف اصلي محور لا هم د تهران اټومي پروګرام دی. واشنګټن غواړي ایران د یورانیمو غني کول محدود کړي او د اټومي فعالیتونو په اړه د نړۍوالو څارونکو لاسرسی زیات کړي. خو تهران ټینګار کوي چې اټومي پروګرام یې د خپل ملي حق برخه ده.

د مذاکراتو پر مهال داسې نښې وې چې ایران به د یورانیمو د غني کولو د کچې محدودولو او د خپلو زېرمو د مدیریت په اړه بحث ته چمتو شي. په بدل کې امریکا هم د بندیزونو د کمولو او ځینو امتیازاتو ورکولو ژمنې مطرح کړې وې.

خو په ایران کې دننه د دې موضوع په اړه یووالی نه شته. د سپاه پاسداران او ځینو سخت دریځو نظامي کړیو دریځ دا دی چې د اټومي پروګرام په اړه هر ډول محدودیت د ایران د ستراتیژیک ځواک کمول دي. له بلې خوا، د حکومت ځینې سیاسي څېرې هڅه کوي د فشارونو د کمولو لپاره له نړۍ سره د خبرو لاره خلاصه وساتي.

د اټومي پروګرام ترڅنګ، د ایران بالستیک توغندیز پروګرام هم د اختلاف بل مهم ټکی دی.

امریکا غواړي د ایران توغندیز توان هم د خبرو برخه وګرځوي، خو تهران په ښکاره ډول وايي چې د دفاعي توغندیو موضوع هېڅکله د مذاکراتو برخه نه شي کېدای.

همدا ژور اختلاف او بې‌باوري د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر ډول هوکړې تر ټولو لوی خنډ بلل کېږي.

امریکا وايي تهران خپلې ژمنې نه عملي کوي؛ ایران بیا باور لري چې واشنګټن له هوکړو وځي او فشارونه زیاتوي. دا متقابله بې‌باوري هغه لامل دی چې هر تړون له ماتېدو سره مخ کولی شي.

ایا ایران د سقوط پر لور روان دی؟

په سیمه او نړۍ کې یوه اساسي پوښتنه دا ده: ایا اوسني فشارونه د ایران د نظام د سقوط نښې دي؟

ایران له څو کلونو راهیسې له سختو اقتصادي ستونزو، نړۍوالو بندیزونو، د اسعارو د کمښت، انفلاسیون او د خلکو له نارضایتۍ سره مخ دی. پر دې سربېره، له امریکا سره روانه پوځي شخړه کولی شي د تهران اقتصادي او امنیتي فشارونه نور هم زیات کړي.

خو له بلې خوا، ایران لا هم یو پیاوړی امنیتي او پوځي جوړښت لري. سپاه پاسداران د هېواد په دننه کې پراخ نفوذ لري، سیمه‌ییز متحدین لري او حکومت لا هم د مخالفینو د کنټرول توان لري.

له همدې امله، د ایران د نظام فوري سقوط ډېر احتمال نه لري؛ خو اوږدمهاله فشارونه، اقتصادي کمزوري او دوامداره جګړه کولی شي د نظام پر ثبات جدي اغېز وکړي.

100%

د نړۍوال ملاتړ بدلېدونکی وضعیت

د دې شخړې یو نوی اړخ دا دی چې د امریکا د پوځي اقداماتو په اړه د ځینو متحدینو دریځ د پخوا په پرتله بدل ښکاري.

د ناټو د سرمنشي او د جرمني د لومړي وزیر په ګډون ځینو لویدیځو مشرانو د امریکا د دریځ ملاتړ کړی، چې دا وضعیت د تهران لپاره نړۍوال فشار زیاتولی شي.

ایران چې تل یې هڅه کړې ځان د امریکا د فشارونو پر وړاندې د مقاومت د محور په توګه معرفي کړي، اوس له داسې وضعیت سره مخ دی چې د نړۍوال ملاتړ د کمېدو اندېښنه یې زیاته کړې ده.

که د امریکا او ایران ترمنځ جګړه اوږده شي، اغېزې به یوازې پر دواړو هېوادونو محدودې نه وي.

د هرمز تنګي ناامني کولی شي د نړۍ د تېلو بازارونه اغېزمن کړي، د انرژۍ بیې لوړې کړي او نړۍوال اقتصاد له نوي فشار سره مخ کړي.

همداراز، د جګړې پراخېدل کولی شي د منځني ختیځ نور هېوادونه هم ورګډ کړي او د یوې لویې سیمه‌ییزې یا نړۍوالې شخړې خطر زیات کړي.

د ایران راتلونکی؛ بقا که کمزوري؟

تاریخ ښيي چې ځینې نظامونه د بهرني فشار او جګړو له لارې لا پیاوړي شوي، خو ځینې نور بیا د همدې جګړو له امله کمزوري او نسکور شوي دي.

ایران اوس د همدې دوو لارو ترمنځ ولاړ دی. که حکومت وکولای شي اقتصادي فشارونه مدیریت کړي او جګړه محدوده وساتي، ښايي خپل ثبات وساتي. خو که جګړه پراخه شي، داخلي ستونزې زیاتې شي او نړۍوال فشارونه دوام وکړي، د نظام د کمزورۍ خطر به لوړ شي.

اوس اصلي پوښتنه دا نه ده چې ایران به سبا سقوط وکړي که نه؛ بلکې دا ده چې تهران به تر کومه ځایه د جګړې، بندیزونو او داخلي فشارونو بار وزغملی شي.

ځکه دا یوازې د ایران او امریکا ترمنځ شخړه نه ده؛ دا هغه اور دی چې که پراخ شي، ټوله سیمه او د نړۍ اقتصاد به ورسره اغېزمن شي. راتلونکې څو اوونۍ ښايي د دې بحران د راتلونکي مسیر په ټاکلو کې مهم رول ولري.