د جمعه خان فاتح او د طالبانو د مشرتابه ترمنځ وروستی کړکېچ د بدخشان له لرې پرتې درواز سیمې پیل شو. په دې سیمه کې فاتح له اوږدې مودې راهیسې د پام وړ نفوذ او پوځي ملاتړ لري.
د طالبانو باخبره سرچینې وايي، اختلافات هغه مهال پیل شول، چې طالبانو د فاتح نږدې قوماندانان موسی کاکه او اسلامالدین ونیول او وروسته یې د فاتح تر قوماندې لاندې د وسلهوالو د بېوسلې کولو هڅې پیل کړې. د سرچینو په وینا، طالبانو د فاتح ورور موسی هم نیوه، خو نوموړی وتوانېد چې وتښتي.
دغه مهال جمعه خان فاتح د طالبانو د زابل د مرستیال والي په توګه دنده ترسره کوله، خو د طالبانو د مشر ملا هبتالله او د استخباراتي ادارې له چلند وروسته نوموړی بېرته بدخشان ته ستون شو.
فاتح قومي مشرانو ته ویلي وو چې له پلازمینې د طالبانو راغلي پلاوي سره دې په فیضاباد کې خبرې وکړي، خو دی به د خپلو کسانو د بېوسلې کولو اجازه ورنه کړي. نوموړي خبرداری ورکړی و چې که طالبان د ده خلاف پوځي اقدام وکړي، نو د ځان دفاع ته به چمتو وي.
د طالبانو مشر ملا هبتالله وروسته د دې ستونزې د حل لپاره د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق، د کورنیو چارو وزارت مرستیال ابراهیم صدر او د دفاع وزارت مرستیال قیوم ذاکر ته دنده وسپارله چې فاتح کابل ته راولي او د هغه وسلهوال بېوسلې کړي.
د طالبانو لومړنی پلاوی بدخشان ته ورسېد او څو ورځې یې هڅه وکړه چې فاتح د خبرو له لارې له سیمې ووځي، خو فاتح له دغه پلاوي سره له مستقیمې لیدنې ډډه وکړه. د چنګاښ په ۱۲مه د طالبانو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې فاتح کندهار ته د تګ او له ملا هبتالله سره د لیدنې وړاندیز رد کړی و. سرچینو اندېښنه ښودلې وه چې که خبرې ناکامې شي، ښايي په بدخشان کې وسلهواله نښته رامنځته شي.
فاتح ځکه له بدخشان څخه د وتلو مخالف و، چې باور یې درلود له سیمې تر وتلو وروسته به نه یوازې خپله ونیول شي، بلکې د هغه اړوند وسلهوال به هم په بشپړه توګه بېوسلې شي.
د عبدالحق وثیق په مشرۍ پلاوي څو ځله د فاتح له استازو سره خبرې وکړې، خو د خبرو دغه پړاو کومې پایلې ته ونه رسېد او پلاوی بېرته کابل ته ستون شو.
له دې وروسته طالبانو بدخشان ته اضافي ځواکونه ولېږل. د راپورونو له مخې، چورلکو د فاتح د نفوذ سیمو ته الوتنې وکړې او د طالبانو د استخباراتو ځانګړي ځواکونه د درواز سیمې ته نږدې ځای پر ځای شول. په ورته وخت کې د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد هم بدخشان ته سفر وکړ، څو د احتمالي پوځي وضعیت ارزونه وکړي، خو فاتح له هغه سره هم ونه لیدل.
فاتح طالبانو ته خبرداری ورکړی و چې که پر ده ډزې وشي، نو د ځان د دفاع لپاره به ځواب ورکړي.
د درواز ستراتیژیک موقعیت
طالبانو د فاتح د ځواک، سیمهییز نفوذ او جغرافیایي موقعیت ارزونه وکړه. د درواز سیمه د بدخشان پنځه ولسوالۍ ــ درواز بالا، درواز پایین، مایمي، نسي او شکي ــ رانغاړي، چې د تاجکستان له پولې او د امو سیند په اوږدو کې موقعیت لري.
دغه ولسوالۍ د فاتح د نفوذ اصلي مرکز بلل کېږي او د سیمې کانونه او طبیعي سرچینې هم د هغه او د هغه د قوماندانانو تر اغېز لاندې دي.
بدخشاني طالب چارواکو، په ځانګړي ډول د طالبانو لوی درستیز فصیحالدین فطرت، د فاتح پر ضد د پوځي عملیاتو ملاتړ نه کاوه. د دوی دریځ دا و چې د خپلې سیمې له خلکو او بدخشاني طالبانو سره په جګړه کې برخه نه اخلي، خو د خبرو اترو له لارې د حل لپاره چمتو دي.
په کندهار کې د طالبانو مشرتابه ته داسې معلومات ورکړل شول چې پر فاتح پوځي عملیات ښايي له ستونزو سره مخ شي، ځکه د درواز جغرافیا د هغه په ګټه ده او د سیمې کنټرول به اسانه نه وي. د همدې له امله د طالبانو دفاع وزیر هم له بدخشان څخه بې له څرګندې پایلې کابل ته ستون شو.
د خبرو له لارې جوړجاړی
طالبان اړ شول چې د ستونزې د حل لپاره د خبرو لاره غوره کړي او له فصیحالدین فطرت او نورو بدخشاني طالب چارواکو یې وغوښتل چې منځګړیتوب وکړي.
فصیحالدین فطرت په مشرۍ پلاوي له فاتح سره خبرې پیل کړې. فاتح څو شرطونه وړاندې کړل:
- له کابل څخه راغلي طالب ځواکونه دې له بدخشان څخه ووځي؛
- هغه غیر بدخشاني طالب چارواکي دې له سیمې ووځي، چې د عملیاتو لپاره راغلي؛
- دی به یوازې له فصیحالدین فطرت او بدخشاني طالب چارواکو سره په فیضاباد کې خبرې کوي؛
- نیول شوي نږدې قوماندانان دې خوشې شي.
د سرچینو له مخې، وروسته له هغه چې طالب ځواکونه له بدخشان څخه ووتل، موسی کاکه هم له زندانه خوشې شو.
فاتح بیا په بدخشان کې له طالبانو سره بیعت تازه کړ، ژمنه یې وکړه چې د نظام پر وړاندې به بغاوت نه کوي، خپل وسلهوال به بېوسلې کوي او طالبان به د ده د نیولو هڅه نه کوي.
هغه یوه شپه په فیضاباد کې تېره کړه او وروسته د طالبانو د دفاع وزارت په چورلکه کې بېرته درواز ته ستون شو.
د هبتالله د ځواک ازموینه
طالبانو هڅه وکړه چې دا موضوع د داخلي جوړجاړي په توګه وړاندې کړي او د بدخشان والي او فصیحالدین فطرت د رسنیو له لارې وضاحتونه ورکړل چې دا یوه عادي ستونزه وه، نه داخلي اختلاف.خو د طالبانو مشر ملا هبتالله لا هم هڅه کوي چې د فاتح موضوع په خپل کنټرول کې وساتي. د راپورونو له مخې، د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني په منځګړیتوب امکان شته چې فاتح کابل ته لاړ شي او د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې ورته دنده ورکړل شي.
که فاتح کابل ته ولاړ شي، دا به د طالبانو د اوسني نظام په موده کې یوه بېسارې پېښه وي ځکه دا لومړی ځل دی چې یو ځواکمن طالب قوماندان د مشرتابه د پرېکړو پر وړاندې ودرېد، د خپل ځواک د کارولو ګواښ یې وکړ او د خبرو له لارې یې خپلې غوښتنې مطرح کړې.
د دې پېښې پایله ښايي د طالبانو د نورو سیمهییزو قوماندانانو او چارواکو لپاره هم پیغام ولري. دا چې د واک په جوړښت کې د فشار او نفوذ لپاره یوازې اطاعت نه، بلکې سیمهییز ځواک هم اغېز لري.
له بلې خوا، ملا هبتالله هڅه کوي هغه ځواکمن طالب مشران او قوماندانان محدود کړي چې په راتلونکې کې د ده د واک لپاره احتمالي ننګونه جوړولی شي. د جمعه خان فاتح قضیه ښيي چې د طالبانو دننه د واک، نفوذ او قوماندې پر سر اختلافات لا هم شته.