• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ښځو پر کار محدودیتونو زرګونه افغانې ښځې د غالیو اوبدلو ته اړې کړې

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۴۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۳۰ GMT+۱

په افغانستان کې د ښځو پر زده کړو او کار محدودیتونو زرګونه ښځې غالۍ اوبدنې ته اړ اېستې دي. د غالۍ صنعت یو شمېر فعالانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د راستنو شویو کډوالو په زیاتېدو د غالیو کاروبار غوړېدلی خو ښځې لا هم له کمې لاسباړې او د اومو توکو د لوړو بیو له ستونزو سره مخ دي.

په افغانستان کې د ښځو پر زده کړو له بندیز او د کاري فرصتونو له محدودېدو وروسته زرګونو ښځو او نجونو د غالیو اوبدلو، ټغر اوبدنې او نورو لاسي صنایعو ته مخه کړې ده.

د غالۍ صنعت فعالان وایي، له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو له بېرته ستنېدو وروسته سږ کال د غالیو اوبدلو په برخه کې د ښځو ګډون زیات شوی او د کورني او بهرني بازار غوښتنې هم لوړې شوې دي.

په جوزجان ولایت کې د خواجه دوکوه ولسوالۍ د میرویس مېنې اوسېدونکې مقدس سادات، چې د غالیو، ګلیم اوبدنې، خیاطۍ او وړیو په برخه کې کار کوي، افغانستان انټرنشنل ته وویل، « په وروستیو میاشتو کې له ایران نه د راستنو شویو کډوالو له امله د غالیو اوبدلو ته د ښځو لېوالتیا ډېره شوې ده. له بلې خوا یوازې د افغانستان له بازارونو نه، بلکې له بهرنیو هېوادونو هم د غالیو فرمایشونه زیات شوي دي».

نوموړې زیاتوي، د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار د طالبانو محدودیتونو ګڼې لوستې نجونې او ښځې اړې کړې چې د خپل ورځني لګښت د برابرولو لپاره د غالیو اوبدلو ته مخه کړي.

د بادغیس ولایت د قلعه نو ښار د ښځو مارکېټ د غالیو او لاسي صنایعو د یوې کارخونې مسووله حسینه بارکزۍ وایي، په کارخونه کې یې ۳۶ ښځې او نجونې په دوو شېفټونو کې کار کوي.

هغې وویل: « موږ که څه هم په ښار کې ژوند کوو، خو د یوه وروسته پاتې ولایت اوسېدونکي یو. د کورنیو د ژوند د دوام لپاره ښځې او نارینه دواړه باید کار وکړي».

د هغې په وینا، پخوا یې د افغاني جامو د ګنډلو کارخونه لرله او وروڼه یې د غالیو په صنعت کې بوخت وو، خو د وروستیو کلونو له بدلونونو وروسته اړه شوه خپله هم همدې صنعت ته مخه کړي او اوس یې لسګونه ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

بارکزۍ وایي، د یوه درې متره مربع غالۍ د اوبدلو لپاره شاوخوا پنځه کیلو تار او یو کیلو ارغچ ته اړتیا وي او یوازې د اومو توکو لګښت یې نږدې پنځوس امریکايي ډالرو ته رسېږي، چې د ډېرو کوچنیو تولیدوونکو لپاره دروند بار دی.

د افغاني غالیو تولیدوونکې او صادروونکې اتحادیه وایي، اوسمهال په هېواد کې د غالیو د تولید په صنعت کې د ښځو په ګډون له ۱۵ زرو څخه ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د اتحادیې د معلوماتو له مخې، افغانستان هره میاشت د شاوخوا ۱۰ زره متره مربع غالیو د تولید ظرفیت لري او افغاني غالۍ د نړۍ ۳۸ هېوادونو ته صادریږي.

100%
افغاني غالی ۸۰۰ کاله مخینه لري

د افغاني غالیو اصیلې طرحې، د اوبدونکو مهارت، د طبیعي وړیو کارول او دودیز رنګونه د دې محصول د لوړ کیفیت مهم لاملونه دي. د افغانستان غالۍ تر ډېره ترکیې، اروپايي او عربي هېوادونو، امریکا او کاناډا ته صادرېږي او په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی شهرت لري.

په پاکستان کې د د افغان کډوالو خلاف عملیاتو او د لارو بندېدو هم د غالیو په صنعت کې بوختې ډېرې کورنۍ افغانستان ته تګ ته اړ اېستې دي او دې چارې هم د غالیو پر صنعت اغیزه کړې ده.

افغان غالۍ چې اوږده مخینه لري د نړۍ له مشهور لاسي صنایعو ګڼل کېږي او د لوړ کیفیت، طبیعي رنګونو او ځانګړو نقشونو له امله په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ځای لري.

د جوزجان ولایت اوسېدونکې بي بي سارا، چې د درېیو لوڼو مور ده، وایي، د ښه ژوند په هیله له خپلې کورنۍ سره ایران ته کډه شوې وه، خو هلته یې ژوند په یوه ناڅاپي پېښه بدل شو.

هغې په اوښلنو سترګو وویل: « میړه مې په ایران کې د ورځې په حساب مزدور و. یوه ورځ د ودانۍ له شپږم پوړ څخه ولوېد او همغلته یې ژوند له لاسه ورکړ».

بي بي سارا وایي، د خاوند له مړینې وروسته د دریو لوڼو د پالنې ټول مسوولیت د هغې پر اوږو پرېوت.

نوموړې زیاته کړه، « زه پخوا ښوونکې وم، خو اوس د کار د نشتوالي له امله غالۍ اوبم. د ساعتونو ساعتونو کار له امله مې سترګې کمزورې شوې او ملا مې سخت درد کوي، خو بیا هم شکر باسم چې د خپلو ماشومانو رزق په خپل زحمت پیدا کوم او چا ته د سوال لاس نه غځوم».

100%
د غالیو له هر تار سره د یوې مور یوې نجلۍ د مبارزې د درد کیسه اوبدل کیږي

د هغې په وینا، د غالۍ هر تار ورته د ژوند له یوې سختې خاطرې سره تړلی دی، خو هیله لري چې لوڼې یې یوه ورځ زده کړې وکړي او داسې ژوند ونه ګالي چې مور یې تېر کړی دی.

اقتصادي شنونکي وایي، چې که د غالیو تولیدوونکو ته د صادراتو اسانتیاوې، د خامو موادو ارزانه لاسرسی او د بازار موندنې ملاتړ برابر شي، دا صنعت کولای شي د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا ترڅنګ د افغانستان د صادراتو په ډېرېدو کې هم مهم رول ولوبوي.

ترویج لرونکی

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي
۱

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي

۲

د نجونو زده‌کړو پلوی ګوښه شوی چارواکی له ۹ میاشتو وروسته د طالبانو یوې غونډه کې راڅرګند شو

۳

طالبانو د شرکتونو، روغتونونو او افرادو پر عوایدو د مالیاتو کمولو اعلان کړی

۴

په هرات کې د طالبانو محدودیتونو بازارونه او اقتصادي فعالیتونه ساړه کړي

۵

طالب ډېپلوماټ: افغانستان داخلي اتحاد او نړۍ سره له ټکره ژغورل غواړي

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان بانک د داوطلبۍ له لارې د ۱۶ میلیونه امریکايي ډالرو د لیلام خبر ورکړی

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۲۹ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک لاندي د افغانستان بانک اعلان کړی چې د سې شنبې په ورځ به تر ۱۶ میلیونه امریکايي ډالرو پورې اسعار د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي. بانک له سوداګریزو بانکونو او شرایطو پوره کوونکو شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او پولي خدمتونو له هغو شرکتونو چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتي چې په یادې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د بانک د خبرتیا له مخې، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.

افغانستان بانک همداراز ټینګار کړی چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او ګټونکي باید د خپل ذمت ټول مبلغ په یوه وار، په نغدي ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

د افغانستان بانک په وروستیو کلونو کې د افغانیو د ارزښت د ثبات او د اسعارو د بازار د تنظیم په موخه په دوامداره توګه امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.

دغه بانک وایي، د دې بهیر موخه د بهرنیو اسعارو په بازار کې د عرضې او تقاضا توازن ساتل او د افغانیو د تبادلې د نرخ ثبات دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کابل ته ورسېد

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۰۷ GMT+۱
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو مرستیال وحید جلال‌زاده د یوه پلاوي په مشرۍ نن دوشنبه د چنګاښ پر ۲۲مه کابل ته ورسېد. د دغه سفر اصلي موخه د ایران او افغانستان ترمنځ د ګډ کونسلي کمیسیون په پنځمه ناسته کې ګډون کول دي.

په کابل کې د ایران سفارت د دغه سفر پخلی کړی او ویلي یې دي چې وحید جلال‌زاده به د کابل د لیدنې پر مهال له طالب چارواکو سره وګوري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بقایي په یوه خبري ناسته کې وویل چې کابل ته د جلال‌زاده د سفر هدف په کونسلي برخو کې د همکاریو پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د اړیکو په اړه خبرې اترې دي.

په دغه سفر کې به د دواړو لوریو ترمنځ د ګډ کونسلي کمیسیون پنځمه ناسته په رسمي ډول پیل شي.

په دې ناسته کې به د کونسلي چارو د اسانتیاوو، د دواړو هېوادونو د وګړو د ستونزو د هواري او د قانوني تګ راتګ د تنظیم په اړه د نظرونو تبادله وشي.

ټاکل شوې چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال له بېلابېلو طالب چارواکو سره پر دوه اړخیزو ډیپلوماتیکو مسایلو هم وغږېږي.

دا سفر په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په کونسلي او سرحدي برخو کې د همغږۍ د زیاتوالي هڅې روانې دي.

په کندهار، کابل او هرات کې د ګازو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې دي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۰۷ GMT+۱
•
عبدالله همیم
100%

د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې د ګازو بیې له ۱۰ تر ۱۲ افغانیو لوړې شوې دي. د کندهار ترڅنګ په کابل، هرات، پکتیکا او نورو ولایتونو کې هم د ګازو او تېلو بیې لوړې شوې دي.

د کندهار ښار یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په روانه اونۍ کې د ګازو بیې له ۵۸ افغانیو څخه په تدریجي ډول تر ۷۰ افغانیو پورې لوړې شوې دي.

د کندهار د اوسېدونکو په وینا، یوازې تېره ورځ د ګازو بیې ۴ افغانۍ لوړې شوې دي.

د کندهار ښار اوسېدونکي سید محمد افغانستان انټرنشنل ته وویل:« تېره هفته یو کیلو ګاز په ۵۶ تر ۵۸ افغانیو و، بیا هره ورځ یې قیمتونه یوه افغانۍ لوړېدل او پرون د یو کیلو ګازو قیمت ۷۰ افغانیو ته لوړ شو».

د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، معمولا به د کال په دې موسم کې د ګازو بیې مناسبې او‌ ټيټې وې، خو دا لومړی ځل دی چې د ګرمۍ په موسم کې د ګازو بیې دومره لوړیږي.

د کندهار ښار اوسېدونکی صالح محمد وايي:« په دوبي کې خو خلک له ګازو ډېره استفاده هم نه کوي خو بیا هم ګران شول. مخکې به په ژمي کې ګرانیدل، ځکه خلکو به د بخارۍ لپاره ورڅخه استفاده کوله، اما اوس حیران یم».

یو ګاز نه بلکي په دغه ولایت کې د تېلو بیې هم په تېرو دوو اونیو کې خورا لوړې شوې دي او ښاریان وايي، اوس اړ شوي چې له نقلیه وسایلو څخه ډېره کمه استفاده وکړي.

د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، طالبان دې د نفتي توکو د بیو د کنټرول په اړه اقدام وکړي.

په ورته مهال په کابل او هرات کې هم د نفتي توکو بیې لوړې شوې دي او په دغه ولایت کې نن د یو لیټر روسي تیلو بیه ۸۱ افغانۍ وه، یو لیټر ایراني تېل په ۷۷ افغانۍ، یو لیټر ډیزل په ۷۲ افغانۍ او اوبلن ګاز یو کیلو په ۶۵ افغانۍ پلورل کېدل.

د معلوماتو له مخې، دمګړی په کابل کې د یوه لیټر پټرول بیه له ۶۶ څخه ۷۷ افغانیو ته، د ډېزل بیه له ۶۵ څخه ۷۳ ته او د یو کیلو ګاز بیه له ۵۶ څخه ۶۴ افغانیو ته لوړه شوې ده.

افغانستان ته د پاکستان د امو ۲۸ زره ټنه کلني صادرات سږ کال صفر ته را لوېدلي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۵۶ GMT+۱
100%

د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله افغانستان ته د پاکستان د امو صادرات په روان کال کې صفر شوي دي. پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان ته ۲۲ زره او ۵۰۰ او په ۲۰۲۴ کال کې ۲۸ زره او ۷۰۰ ټنه ام صادر کړي وو، چې د پاکستان د ټولو امو څه باندې ۲۰ سلنه برخه جوړوي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، افغانستان له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان د مېوو او سبزیو له مهمو صادراتي بازارونو څخه و، ځکه صادرات ورته د نورو نړیوالو بازارونو په پرتله اسانه او ارزانه کېدل او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د پاکستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د ترانزیټ مهمه لار هم ګڼل کېده.

پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱۰۹ زره او ۶۰۰ ټنه ام صادر کړي وو، چې له دې ډلې نږدې ۲۲ زره او ۵۰۰ ټنه یې افغانستان ته تللي وو، چې د ټولو پاکستاني امونو څه باندې ۲۰ سلنه برخه جوړوي. د ۲۰۲۴ کال په فصل کې بیا افغانستان ته د پاکستان د امو صادرات ۲۸ زره او ۷۰۰ ټنه وو.

خو سږ کال، سره له دې چې پاکستان د نړۍ نورو هېوادونو ته د امو سلګونه بارونه صادر کړي، افغانستان ته یې صادرات د اسلام اباد او کابل د اړیکو د ترینګلتیا او لارې بندېدو له امله، صفر پاتې شوي دي.

د راپور له مخې، د افغانستان ترڅنګ د سیمې جیوپولیټیک وضعیت او د ایران جګړې هم د پاکستان د امو سوداګري اغېزمنه کړې ده. د لېږد د لارو ستونزو، د کښتیو کمښت او د بار وړلو د لګښتونو زیاتوالي د خلیج بازارونو ته صادرات کم کړي دي.

د پاکستان د امو تر ټولو لوی بازار متحده عربي امارات دی، خو دغه هېواد ته صادرات هم د تېر کال د همدې مودې په پرتله پام وړ کم شوي دي. د ۲۰۲۶ کال د جولای تر ۶مې نېټې پورې پاکستان یوازې ۴۲ زره او ۳۴۳ ټنه ام صادر کړی، حال دا چې د تېر کال په همدې موده کې دا کچه ۵۵ زره او ۶۸۴ ټنه وه.

پاکستاني کروندګر یوازې د صادراتو له کمښت سره نه، بلکې د اقلیمي بدلون له امله هم له ستونزو سره مخ دي. د تودوخې زیاتوالی، بې وخته بارانونه، بادونه او د افتونو خپرېدل د امو پر حاصل او کیفیت منفي اغېز کړی دی.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، سږ کال د لوړ کیفیت امو کچه کمه شوې او د بي او سي درجې امو ونډه زیاته شوې ده. ځینې متخصصین اټکل کوي چې اقلیمي ستونزو د امو تولید له ۲۰ تر ۳۰ سلنې پورې کم کړی دی.

پاکستاني بزګران وايي، د صادراتو کمښت، د خراب کیفیت مېوو زیاتوالی او د لګښتونو لوړېدل د دې لامل شوي چې د امو بیې دومره راټیټې شي چې حتا د تولید لګښتونه هم نه شي پوره کولای.

د ایران په اوین زندان کې یوې افغانې زندانۍ ۶ ځله د ځانوژنې هڅه کړې ده

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۵۵ GMT+۱
100%

د ایران په اوین زندان کې افغانې سیاسي زندانۍ حمیرا شریفي د جولای پر ۱۰مه د صفايي اړوند یوې مایع په څښلو سره د شپږم ځل لپاره د ځان وژنې هڅه کړې ده. دغه افغانه په تهران کې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ د اعتراضونو پر مهال نیول شوې ده.

د هنګاو د بشري حقونو سازمان د معلوماتو له مخې، حمیرا شریفي د ۲۰۲۶ کال د جولای د ۱۰مې نېټې په ماښام د اوین زندان د ښځو په بند کې د پاکولو سوځوونکې مایع وڅښله.

د روغتیايي وضعیت له خرابېدو وروسته، نوموړې لومړی لقمان روغتون او وروسته د تهران طالقاني روغتون ته ولېږدول شوه، چې لا هم هلته تر جدي طبي پاملرنې لاندې ده.

د دې قضیې له جزییاتو باخبره سرچینو ویلي، نورو بندیانو شریفي د ښځو د بند په دهلېز کې وموندله، په داسې حال کې چې کانګې یې کولې.

د سرچینو په وینا، شریفي د نیول کېدو له وخت راهیسې د سخت رواني کړاو او د اغېزناکې رواني درملنې د نشتوالي له امله لږ تر لږه شپږ ځله د ځان وژنې هڅه کړې ده. ویل شوي، د زندان چارواکو له پخوانیو هڅو وروسته هغه بېرته زندان ته ستنه کړې، خو د هغې بنسټیزو رواني ستونزو ته یې رسېدنه نه ده کړې.

حمیرا شریفي په دې وروستیو کې د ایران د قضايي ادارې له خوا په پنځه کاله بند محکومه شوې ده. پر هغې لګېدلي تورونه او هغه محکمه چې حکم یې صادر کړی، نه دي افشا شوي.

راپور زیاتوي، چې نوموړې د بند پر مهال د پوستکي په ناروغۍ هم اخته شوې ده او د زندان چارواکو تر دې مخکې د ځانګړې طبي درملنې لپاره له زندان نه بهر روغتیايي مرکز ته د هغې د لېږد غوښتنه رد کړې وه.

هغه د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ میاشتې د اعتراضونو پر مهال په تهران کې ونیول شوه. نوموړې په لومړي سر کې قرچک زندان ته ولېږدول شوه او وروسته د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۱۶مه د اوین زندان د ښځو بند ته انتقال شوه. د راپور له مخې، هغه د نیول کېدو له ورځې تر اوسه د خپلواک حقوقي وکیل له درلودو پرته په بند کې ساتل کېږي.