د هرات له یوه روغتون څخه یوې سرچینې ویلي، د طبي اسنادو له مخې ډاکټر احمدي د بدن د بېلابېلو برخو د سختو ټپونو ترڅنګ، د یوې پښتۍ له ماتېدو، د پښې د بند له بېځایه کېدو او د بدن له پراخ شینوالي او پړسوب سره مخ شوی دی.
د هغه د مېرمنې نیول
د سرچینو په وینا، د ډاکټر احمدي مېرمن تېره چهارشنبه له خپل پلار سره د درملو اخیستو لپاره د هرات د پخواني قول اردو سیمې ته روانه وه. ویل کېږي هغې مانتو (هراتي حجاب) اغوستې وه، چې په هرات کې دودیز لباس ګڼل کېږي.
د سرچینو په خبره، یو طالب غړي چې ملکي جامې یې اغوستې وې، هغوی درولي او وروسته یې د امر بالمعروف ادارې ته انتقال کړي دي. ویل کېږي دغه کس د طالبانو د امر بالمعروف غړی و.
سرچینې زیاتوي، کله چې ډاکټر احمدي له پېښې خبر شو، د خپلې مېرمنې لپاره یې څادر یووړ او د امر بالمعروف ادارې ته ولاړ.
د سرچینو په وینا، هغه هلته ولیدل چې لسګونه محتسبان د ده د مېرمنې شاوخوا ولاړ دي. نوموړي اعتراض وکړ او ویې ویل چې هېڅوک حق نه لري د ده مېرمنې ته لاس وروړي او د یوې ښځې حضور د ګڼو نارینهوو ترمنځ یې ناسم وباله.
هغه له طالبانو وغوښتل چې مېرمن یې خوشې کړي او که اړتیا وي، دی دې پر ځای یې ونیول شي.
د وهلو او شکنجې ادعا
د سرچینو په وینا، د لفظي شخړې له رامنځته کېدو وروسته، شاوخوا ۱۵ طالب غړو ډاکټر احمدي یوه کانټینر ته بوت او د هغه د وهلو پرېکړه یې وکړه.
سرچینې ادعا کوي چې وروسته هغه د ودانۍ یوه پوړ ته انتقال شو، سر ته یې د ټوکر کڅوړه ور واغوستل شوه او لاسونه او پښې یې وتړل شول. د ادعا له مخې، هغه د سوک، لغتو، څنګلو، د ټوپک د قنداق او لمدو لرګیو په وسیله وهل شوی او په یوه پړاو کې یې سر هم په اوبو کې ډوب کړای شوی.
یو ډاکټر چې د احمدي طبي اسناد یې لیدلي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د نوموړي یوه پښتۍ ماته شوې، د پښې بند یې بېځایه شوی او د بدن په بېلابېلو برخو کې سخت ټپونه او پړسوبونه لري. د هغه په وینا، د ټپونو شدت دومره و چې احمدي له شکنجې وروسته د تګ توان نه درلود.
سرچینې وايي طالبانو هغه له روغتون څخه بېرته زندان ته انتقال کړی دی.
د شکنجې د پټولو ادعا
سرچینې ادعا کوي چې طالبانو له احمدي غوښتي وو یو سند لاسلیک کړي چې ګواکې په ټرافیکي پېښه کې ټپي شوی دی، خو هغه څو ځله له لاسلیک کولو ډډه کړې ده.
د سرچینو په وینا، طالبانو له هغه څخه د فشار لاندې یوه ویډیو هم ثبت کړې، څو که د شکنجې خبر خپور شي، هغه د ټرافیکي پېښې د اعتراف په توګه خپره کړي، خو تر اوسه دا ویډیو نه ده خپره شوې.
ویل کېږي وروسته طالبانو ډاکټر احمدي، د هغه مېرمن او خسر د هرات مرکزي زندان ته انتقال کړل. د احمدي مېرمن او خسر یوه ورځ وروسته خوشې شول، خو نوموړی لا هم په بند کې دی.
سرچینې وايي، طالبانو هغه د «طالبانو غړو ته د سپکاوي» په تور محکمې ته معرفي کړی او د هغه ملګري د سختې سزا له صادرېدو اندېښنه لري.
په هرات کې د ښځو د نیولو دوام
د سرچینو په وینا، د ډاکټر احمدي د مېرمنې نیول په هرات کې د طالبانو د هغې کمپاین یوه برخه ده چې د جوزا له نیمایي راهیسې د ښځو د لباس له امله پیل شوی دی.
دوی وايي، د امر بالمعروف محتسبانو ته سپارښتنه شوې چې هغه ښځې ونیسي چې مانتو (هراتي حجاب) اغوندي او مخ نه پټوي.
که څه هم د طالبانو د هرات والي او د امر بالمعروف وزارت د لباس له امله د ښځو نیول رد کړي، خو سرچینې ادعا کوي چې یوازې په یوه اوونۍ کې له ۵۰ څخه زیاتې ښځې په هرات کې نیول شوې دي. افغانستان انټرنشنل دا شمېر په خپلواکه توګه نه دی تایید کړی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي تېر کال هم راپور ورکړی و چې د طالبانو په توقیف ځایونو کې د شکنجې او ناوړه چلند پېښې پراخې دي، چې په کې وهل ټکول، خفه کول، برېښنايي شاک، جنسي تاوتریخوالی، له خوبه محرومول او نمایشي اعدامونه شامل دي.