• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امسو: په افغانستان کې خبریالان او رسنۍ د زوال په حال کې دي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۳۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۰۸ GMT+۱

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) د هېواد په کچه یو نوی تحلیلي راپور خپور کړی چې ښیي د روان کال د جون له ۱۰مې د جولای تر ۱۰مې نېټې پورې، پر رسنیو او خبریالانو د طالبانو فشارونه، سانسور او تخنیکي محدودیتونه په بې‌ساري ډول ډېر شوي دي.

دا موندنې ښیي چې په تېره یوه میاشت کې خبریالان نه یوازې له فزیکي ګواښونو او خپلسرو نیونو سره مخ وو، بلکې د معلوماتو د لاسرسي په برخه کې له نویو جوړښتي ننګونو سره هم لاس او ګرېوان شوي دي.

خپلسري توقیفونه او فزیکي تاوتریخوالی

د راپور له‌مخې، د هېواد په ختیځ زون کې د استخباراتي ارګانونو له لوري د خبري غونډو له پوښښ وروسته د خبریالانو د نیولو پېښې ثبت شوې دي. په یوه مشخصه پېښه کې څلور ولایتي خبریالان د ټرانسپورټي لګښتونو پر سر د یوې لفظي شخړې له امله د یوې ورځې لپاره توقیف شوي، وهل شوي او وروسته د رسنیو د منځګړیتوب له لارې په دې شرط خوشې شوي چې هېڅ ډول شکایت به نه‌کوي. امسو وايي، د خبریالانو هویت د امنیتي ګواښونو له امله نه‌شي افشا کولای.

اطلاعاتو ته په لاسرسي کې «تکنالوژیکي او اداري خنډونه»
دغه راپور زیاتوي چې په دولتي ادارو، په ځانګړې توګه په سویلي حوزه کې د ځیرکو ټلیفونونو پر کارولو بندیز اطلاعاتو ته لاسرسی په ټپه درولی دی. دا پرېکړه د دې لامل شوې چې د ادارو مسولان او ویاندویان په سختۍ پیدا او د هر ډول تصویري او ویډیویي مرکو مخه ونیول شي.

له بلې خوا، د طالبانو د ولایتي مقاماتو د یو شمېر رسمي ویاندویانو له‌خوا د رسمي کاري ساعتونو نقض بله لویه ستونزه بلل شوې ده. دوی د ورځې پر مهال معلومات نه‌شریکوي او هره شپه ناوخته د نیمې شپې په بهیر کې خبرونه خپروي چې دا کار د خبریالانو او د هغوی د مرکزي دفترونو ترمنځ د اداري جنجالونو او ان د کسر معاش لامل شوی دی. سربېره پر دې، ځینې امنیتي ویاندویان معلومات د رسنیو پر ځای لومړی په خپلو شخصي فېسبوک‌پاڼو خپروي چې دا کار د خبر لومړیتوب او ارزښت له منځه وړي.

د امر بالمعروف فشارونه او د ټولنیزو رسنیو سانسور

په سویلي او نورو ولایتونو کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ادارې له‌خوا پر محلي راډیوګانو نظارت سخت شوی دی. په خپرونو کې د نجونو د ټیلیفوني اړیکو پر اخیستلو کلک بندیزونه لګول شوي او د رسنیو کارکوونکي د ظاهري بڼې او ږیرو د پرېښودلو په مسایلو کې تر دوامداره فشار لاندې دي.

همدا راز، پر خواله رسنیو هم کنټرول ډېر شوی دی. په هلمند او زابل ولایتونو کې خبریالانو ته په مستقیم ډول خبرداری ورکړل شوی چې د «حکومت» په داخلي موضوعاتو او ټولنیزو ستونزو، لکه د تېلو د بیو لوړېدل یا د ماشومانو د ورکېدو پېښې، په خپلو شخصي پاڼو کې پوسټونه ونه کړي، د سرغړونې په صورت کې خبریالان د نیولو په امر ګواښل شوي دي.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) د رسنیو د وضعیت دغه میاشتنی تحلیل په ډاګه کوي چې د بیان ازادي، اطلاعاتو ته لاسرسی او د خبریالانو مسلکي او رواني خوندیتوب په افغانستان کې د سخت زوال په حال کې دی. دغه بنسټ خبرداری ورکوي چې د طالبانو سیستماتیکو فشارونو او اقتصادي ستونزو دوام به د هېواد په کچه د خپلواکو رسنیو د بشپړ سقوط او د مسلکي خبریالانو د تدریجي حذف لامل شي.

ترویج لرونکی

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو
۱

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۲

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۳

د ټي‌ټي‌پي شورا غړی: پاکستان د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره پر ګاونډيو هېوادونو تورونه لګوي

۴

سمیع سادات: د طالبانو ماتول او د افغانستان د ازادۍ یوازینۍ لاره «جګړه» ده

۵

ظاهر قدیر د وسلو او نشه‌يي توکو د قاچاق په تور امریکا ته وسپارل شو

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د مالیې وزیر: د هبت‌الله د شفقت له امله زموږ عواید زیات شوي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۰۵ GMT+۱
د طالبانو د مالیې وزیر: د هبت‌الله د شفقت له امله زموږ عواید زیات شوي
100%

د طالبانو مالیې وزیر ملا محمد ناصر، ویلي چې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده د «شفقت» له امله د حکومت عواید زیات شوي او خلکو ته د مالیاتو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

هغه د یوې غونډې پر مهال وویل چې د هبت‌الله اخوندزاده د لارښوونو له مخې مالیه ورکوونکو ته لازمې اسانتیاوې او تخفیفونه ورکول کېږي او همدې چارې د خلکو باور زیات کړی دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: « نه پوهیږو چې عواید ولې لوړیږي، دا ټول د طالبانو د حکومت د شفقت وجه ده».

د نوموړي په وینا، د مالیاتو له لارې راټولې شوې پیسې د هېواد د عامه خدمتونو، روغتیايي سکټور او نورو دولتي اړتیاوو د تمویل لپاره لګول کېږي.

ملا محمد ناصر له سوداګرو او مالیه ورکوونکو وغوښتل چې له حکومت سره همکاري وکړي او خپل مالیاتي مکلفیتونه پر وخت ادا کړي، څو د هېواد د اقتصادي ودې او عامه خدمتونو د پیاوړتیا بهیر دوام ومومي.

هغه ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت هڅه کوي د کورنیو عوایدو پر مټ د دولتي لګښتونو ډېره برخه تمویل او د مالي نظام د لا پیاوړتیا لپاره کار وکړي.

هرات سوداګر؛ بازار د ښځو پر مټ چلېږي، که ښځې نه وي، بازار هم نه وي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۲۰ GMT+۱
هرات سوداګر؛ بازار د ښځو پر مټ چلېږي، که ښځې نه وي، بازار هم نه وي
100%

د افغانستان په هرات ښار کې سوداګر، موټرچلوونکي او اوسېدونکي وايي، د طالبانو د امر بالمعروف وزارت له لوري د ښځو د جامو د څار او نیولو له سختېدو وروسته بازارونه ساړه شوي او د سوداګرۍ کچه په څرګند ډول راټیټه شوې ده.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د جون میاشتې په لومړیو کې لسګونه ښځې د طالبانو له خوا د رسمي حجاب د نه مراعتولو په تور ونیول شوې.

له دغو نیونو وروسته لاریونونه هم وشول، چې د ملګرو ملتونو په وینا، د طالبانو له لوري په زور وځپل شو او لږ تر لږه دوه کسان پکې ووژل شول.

د هرات یو ۲۶ کلن خیاط، رامین غفوري، وايي له دغو پېښو وروسته بازارونو ته د ښځو تګ نږدې درېدلی دی.

هغه وویل: «تر دغو پېښو وروسته په بازارونو کې ښځې نه لیدل کېږي.»

سوداګر وايي، د هرات د بازارونو ډېری پېرودونکي ښځې دي او د هغوی نشتون د کاروبار پر عوایدو مستقیم اغېز کړی دی.

د بوټانو پلورونکی نظیر احمد عظیمي وایي، د دوی شاوخوا ۹۰ سلنه پېرودونکي ښځې دي او د وروستیو محدودیتونو له امله د دوی پلور نږدې نیمايي ته راټیټ شوی دی.

هغه وویل: «ښځې د خپل ځان ترڅنګ د کورنۍ د نارینه‌وو لپاره هم سودا کوي، خو اوس بازارونه تش شوي دي.»

د هرات یو شمېر ښځې هم وایي، د نیول کېدو له وېرې یوازې د سخت ضرورت پر مهال له کورونو وځي.

یوه ۲۸ کلنه ښځه، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نوم نه دی خپور شوی، وایي پخوا به له خپلو ملګرو سره رستورانونو او بازارونو ته تلله، خو اوس یې دا تګ راتګ بند کړی دی.
هغې وویل: «اوس په خپل ښار کې ځان پردۍ احساسوم.»

یوه بله ۲۷ کلنه ښځه وایي، پخوا به هره ورځ د ژبې کورس ته په شخصي ترانسپورټ تله، خو د جون له پېښو وروسته یې له وېرې نږدې هر ډول تګ راتګ پرېښی دی.

هغې وویل: «وېرې هر څه رانه واخیستل، نور له کوره نه وځم.»

د دغو محدودیتونو اقتصادي اغېزې یوازې پر سوداګرو نه، بلکې پر ټرانسپورټي سکتور هم پرېوتې دي.

د هرات یو ۲۱ کلن ریکشاچلوونکی، فرشید کریمي، وایي مخکې به یې هره ورځ شاوخوا ۹ ډالره عاید درلود، خو اوس کله ناکله یوازې ۴ ډالره ګټي.

هغه وویل: «پخوا ښځې په ازاد ډول ریکشا کاروله، خو اوس نه وځي او زموږ کار هم کم شوی دی.»

د طالبانو حکومت له ۲۰۲۱ کال راهیسې پر ښځو ګڼ محدودیتونه لګولي، چې له لومړنیو ټولګیو پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز، په ډېری ادارو کې د ښځو د کار منع کول او عامه ځایونو ته د هغوی د تګ محدودول هم پکې شامل دي.

اقتصادپوهان وایي، په داسې حال کې چې طالبان د اقتصادي ځانبساینې خبره کوي، د ښځو پر ګډون محدودیتونه د خصوصي سکټور پر ودې او د هېواد پر اقتصاد منفي اغېز کوي.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې اټکل کړی و چې د ښځو د ګډون محدودول هر کال د افغانستان اقتصاد ته شاوخوا یو میلیارد ډالره زیان رسوي.

د هرات یو خیاط رامین غفوري وایي، د ښار اقتصادي ژوند له ښځو سره تړلی دی.
هغه وویل: «بازار د ښځو پر مټ چلېږي، که ښځې نه وي، بازار هم نه وي.»

طالبان وایي بلخ کې یې د «مولانا جلال‌الدین محمد بلخي» په نوم درې ورځنی نندارتون پرانیستی

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۵۶ GMT+۱
طالبان وایي بلخ کې یې د «مولانا جلال‌الدین محمد بلخي» په نوم درې ورځنی نندارتون پرانیستی
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چې په بلخ ولایت کې د صنعت ځانګړې اوونۍ په مناسبت د «مولانا جلال‌الدین محمد بلخي» په نوم د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی دی.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، یاد نندارتون د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې پرانیستل شو او د چنګاښ تر ۲۲مې به دوام وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د دغه نندارتون موخه له کورنیو تولیداتو ملاتړ، د ملي صنعت پیاوړتیا، د تولیدي ظرفیتونو پېژندنه او د پانګونې جلبول دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه نندارتون د یوه کورني شرکت له خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ جوړ شوی، چې پکې به کورني تولیدات په ۱۷۰ غرفو کې د بېلابېلو سکټورونو له لارې نندارې ته وړاندې شي.

یاد نندارتون د مزارشریف ښار په الماس هوټل کې د درېیو ورځو لپاره جوړ شوی دی

د طالبانو مرکزي پلاوی د اسلام‌قلعه او تورغنډۍ بندرونو د ستونزو ارزونې په موخه هرات ته تللی

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۲۴ GMT+۱
د طالبانو مرکزي پلاوی د اسلام‌قلعه او تورغنډۍ بندرونو د ستونزو ارزونې په موخه هرات ته تللی
100%

د طالبانو د چارو ادارې د پانګونې د اسانتیا رییس احمد ضیا خالد په مشرۍ یو پلاوی د اسلام‌قلعه او تورغنډۍ بندرونو له وضعیت څخه د لیدنې او د شته ستونزو د ارزونې په موخه هرات ته سفر کړی.

د خبرپاڼې له مخې، دغه پلاوي کې د مالیې وزارت، د کور او ښار جوړونې، کرنې او مالدارۍ وزارتونو او خصوصي سکټور استازي شامل دي.

د یاد پلاوي د سفر موخه د اسلام‌قلعه او تورغنډۍ بندرونو له وضعیت څخه لیدنه، د شته ستونزو ارزونه او سوداګرو او پانګه‌والو ته د لا ډېرو اسانتیاوو برابرول دي.

دغه پلاوي په هرات کې د طالبانو له والي مولانا اسلام جار سره په لیدنه کې د خصوصي سکټور د ملاتړ، سوداګرو او پانګه‌والو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو او د پانګونې د صندوق له لارې د خدمتونو د پراختیا په اړه معلومات وړاندې کړي.

د پلاوي غړو ویلي چې د سوداګرو او پانګه‌والو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو او د پانګونې د ودې په موخه هڅې روانې دي.

دوی زیاته کړې چې د اسلام‌قلعه او تورغنډۍ بندرونو د فعالیتونو ارزونه به د سوداګرو ستونزې په ښه توګه روښانه کړي او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره به د لازمو اقداماتو زمینه برابره کړي.

ملګري ملتونه: د غنمو ښه حاصل، خو اقلیمي بدلونونه د افغان کرنې پر وړاندې نوې ننګونې دي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۱۶ GMT+۱
ملګري ملتونه: د غنمو ښه حاصل، خو اقلیمي بدلونونه د افغان کرنې پر وړاندې نوې ننګونې دي
100%

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ایف ای او) په خپل تازه اقلیمي او کرنیز راپور کې ویلي، د ۲۰۲۵/۲۶ کرنیز فصل پای په افغانستان کې د غنمو د ښه حاصل له امله په مثبت ډول پای ته رسېدلی، خو د دوبي کرنیز محصولات د تودوخې لوړې درجې، د اوبو کمښت او د سرې د بیو له لوړېدو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان د افغانستان لپاره په خپل تازه موسمي اقلیمي او کرنیز لیدلوري راپور کې ویلي، د روان کرنیز وضعیت تر څنګ، اقلیمي بدلونونه او اقتصادي فشارونه د هېواد د کرنې پر راتلونکي اغېز کولی شي.

ایف ای او ویلي، د ۲۰۲۵/۲۶ کال اصلي کرنیز فصل په عمومي ډول له مثبتو پایلو سره پای ته رسېدلی، ځکه د ژمي وروستیو او پسرلي پر مهال دوامدارو ورښتونو او د اوبو لګولو مناسب وضعیت د غنمو د حاصلاتو د ښه کېدو او د څړځایونو د وضعیت د ښه والي سبب شوی دی.

خو دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د دوبي کرنیز محصولات له ګڼو ننګونو سره مخ دي. د راپور له مخې، له اوسط څخه لوړه تودوخه، د واورو د زېرمو کمښت، د سیندونو د اوبو د جریان کمېدل، د ځمکې لاندې اوبو کمېدل او د کیمیاوي سرو لوړې بیې د اوبو پورې تړلې کرنې او د بزګرانو پر عایداتو فشار زیاتوي.

ایف ای او په راپور کې ویلي، د راتلونکو میاشتو لپاره د ال نینیو (El Niño) د رامنځته کېدو نښې او په هند سمندر کې د مثبت بدلون احتمال ښيي چې راتلونکی ژمی او پسرلی به له اوسط څخه د زیاتو ورښتونو شاهد وي، هغه څه چې کولی شي د اوبو زیرمې بېرته پیاوړې او د باراني کرنې ملاتړ وکړي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د احتمالي سیلابونو او ځمکښوېدنو د خطرونو د مدیریت، د زیان‌منو کلیوالو ټولنو د ساتنې او د کرنیزو ستونزو د مخنیوي لپاره له مخکې اقدامات، دوامداره څارنه او هدفمند ملاتړ اړین دی.