د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د جون میاشتې په لومړیو کې لسګونه ښځې د طالبانو له خوا د رسمي حجاب د نه مراعتولو په تور ونیول شوې.
له دغو نیونو وروسته لاریونونه هم وشول، چې د ملګرو ملتونو په وینا، د طالبانو له لوري په زور وځپل شو او لږ تر لږه دوه کسان پکې ووژل شول.
د هرات یو ۲۶ کلن خیاط، رامین غفوري، وايي له دغو پېښو وروسته بازارونو ته د ښځو تګ نږدې درېدلی دی.
هغه وویل: «تر دغو پېښو وروسته په بازارونو کې ښځې نه لیدل کېږي.»
سوداګر وايي، د هرات د بازارونو ډېری پېرودونکي ښځې دي او د هغوی نشتون د کاروبار پر عوایدو مستقیم اغېز کړی دی.
د بوټانو پلورونکی نظیر احمد عظیمي وایي، د دوی شاوخوا ۹۰ سلنه پېرودونکي ښځې دي او د وروستیو محدودیتونو له امله د دوی پلور نږدې نیمايي ته راټیټ شوی دی.
هغه وویل: «ښځې د خپل ځان ترڅنګ د کورنۍ د نارینهوو لپاره هم سودا کوي، خو اوس بازارونه تش شوي دي.»
د هرات یو شمېر ښځې هم وایي، د نیول کېدو له وېرې یوازې د سخت ضرورت پر مهال له کورونو وځي.
یوه ۲۸ کلنه ښځه، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نوم نه دی خپور شوی، وایي پخوا به له خپلو ملګرو سره رستورانونو او بازارونو ته تلله، خو اوس یې دا تګ راتګ بند کړی دی.
هغې وویل: «اوس په خپل ښار کې ځان پردۍ احساسوم.»
یوه بله ۲۷ کلنه ښځه وایي، پخوا به هره ورځ د ژبې کورس ته په شخصي ترانسپورټ تله، خو د جون له پېښو وروسته یې له وېرې نږدې هر ډول تګ راتګ پرېښی دی.
هغې وویل: «وېرې هر څه رانه واخیستل، نور له کوره نه وځم.»
د دغو محدودیتونو اقتصادي اغېزې یوازې پر سوداګرو نه، بلکې پر ټرانسپورټي سکتور هم پرېوتې دي.
د هرات یو ۲۱ کلن ریکشاچلوونکی، فرشید کریمي، وایي مخکې به یې هره ورځ شاوخوا ۹ ډالره عاید درلود، خو اوس کله ناکله یوازې ۴ ډالره ګټي.
هغه وویل: «پخوا ښځې په ازاد ډول ریکشا کاروله، خو اوس نه وځي او زموږ کار هم کم شوی دی.»
د طالبانو حکومت له ۲۰۲۱ کال راهیسې پر ښځو ګڼ محدودیتونه لګولي، چې له لومړنیو ټولګیو پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز، په ډېری ادارو کې د ښځو د کار منع کول او عامه ځایونو ته د هغوی د تګ محدودول هم پکې شامل دي.
اقتصادپوهان وایي، په داسې حال کې چې طالبان د اقتصادي ځانبساینې خبره کوي، د ښځو پر ګډون محدودیتونه د خصوصي سکټور پر ودې او د هېواد پر اقتصاد منفي اغېز کوي.
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې اټکل کړی و چې د ښځو د ګډون محدودول هر کال د افغانستان اقتصاد ته شاوخوا یو میلیارد ډالره زیان رسوي.
د هرات یو خیاط رامین غفوري وایي، د ښار اقتصادي ژوند له ښځو سره تړلی دی.
هغه وویل: «بازار د ښځو پر مټ چلېږي، که ښځې نه وي، بازار هم نه وي.»