ملګرو ملتونو د افغانستان د وګړو شمېر ۴۸،۶ میلیونه اټکل کړی دی

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په روان میلادي کال کې د افغانستان د وګړو شمېر ۴۸،۶ میلیونه اټکل کړی. دا کچه د طالبانو د ادارې او پخوانیو اټکلونو څخه لوړه ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په روان میلادي کال کې د افغانستان د وګړو شمېر ۴۸،۶ میلیونه اټکل کړی. دا کچه د طالبانو د ادارې او پخوانیو اټکلونو څخه لوړه ده.
د اسنادو څېړنه ښيي چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو پراخ بېرته راستنېدل د نفوسو د دې ناڅاپي زیاتوالي اصلي لامل دی او اوس دا اټکل د مرستندویه بنسټونو د پروګرامونو اساس ګرځېدلی دی.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې تر اوسه له ۵ میلیونو زیات افغانان له ایران او پاکستان څخه په جبري او داوطلبانه توګه هېواد ته ستانه شوي دي، چې دې چارې د افغانستان د نفوسو جوړښت او بشري اړتیاوې بدلې کړې دي. د نفوسو دا ارقام په بېلابېلو بنسټونو کې توپیر لري؛ د ملګرو ملتونو د نفوسو د برخې سټنډرډ وړاندوینه په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان نفوس شاوخوا ۴۵ میلیونه ښيي، په داسې حال کې چې د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې تر دې وړاندې د هېواد نفوس ۳۷،۲ میلیونه اټکل کړی و، چې ۵۱ سلنه یې نارینه او ۴۹ سلنه یې ښځې دي.
کارپوهان وايي دا توپیر د محاسبې په کړنلارو او د ارقامو په کارولو کې دی؛ اوچا د مرستو لپاره د هېواد دننه شته نفوس او راستانه شوي کسان حسابوي، خو د ملګرو ملتونو عمومي اټکلونه پر اوږدمهاله ډیموګرافیکي جریانونو (زېږون، مړینې او کډوالۍ) ولاړ دي. بلخوا په افغانستان کې د وګړو د ثبت د جامع سېسټم نشتوالی او د پولو په اوږدو کې تګراتګ کورني ارقام هم له ننګونو سره مخ کړي دي.
اوچا خبرداری ورکړی چې د کډوالو پراخ راستنېدل د وچکالۍ، بېوزلۍ، بېکارۍ او اقتصادي بحران ترڅنګ پر شته محدودو سرچینو فشار زیات کړی دی. د «افغانستان د بشري اړتیاوو او غبرګون د ۲۰۲۶ کال پلان» پر بنسټ، له دغه ۴۸،۶ میلیونه وګړو څخه ۲۱و۹ میلیونه کسان نږدې ۴۵ سلنه بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. اوچا دغه راز ویلي چې په ۲۰۲۶ کال کې به ۱۷،۵ میلیونه کسان د بشري مرستو په ترلاسه کولو کې په لومړیتوب کې وي.
د ارقامو تحلیل ښيي چې دا توپیرونه د تناقض له امله نه، بلکې د بنسټونو د تګلارو پایله ده. د بشري کړکېچ په برخه کې د اوچا ارقام د هغو خلکو پراخ انځور وړاندې کوي چې اوس په هېواد کې دننه دي او ملاتړ ته اړتیا لري؛ هغه هېواد چې نږدې نیمایي وګړي یې د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر بشري مرستو تکیه دی. د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې له نږدې نیمې پېړۍ راهیسې هېڅ رسمي او علمي سرشمېرنه نه ده شوې، ځکه نو اوسني ټول ارقام یوازې اټکلونه دي.