منظور پښتين د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) په يوه ويډيويي پیغام کې وويل، پښتون ملت د تاريخ په هغه پړاو کې ژوند کوي، چې له هرې خوا یې د ولسونو وژنې روانې دي او زیاته یې کړه: «له يوې خوا د پښتنو وژنې روانې دي او بله خوا یې ورته داسې پاليسيانې جوړې کړي دي چې وژنې په پنجابي استعمار ور وا هم نه وړي. که تاسو وګورئ په دې نږدې ورځو کې ګڼ پښتانه ووژل شول خو دوی په داسې طريقه دا کار کوي، چې پنجابی د دې کار مسوول هم نهپاتې کيږي».
هغه زياته کړه: «له هر اړخه د پنجابي استعمار او زور او جبر يا پاليسيو کې د پښتنو وژنې روانې دي، يوازې دا هم نه چې په پښتونخوا کې دوی پښتانه وژني اوس خو په بر وطن افغانستان کې هم په عامو ولسونو بمبار کوي په پکتيا کې یې عام ولسي وګړي بمبار کړي ښځې او ماشومان یې وژلي دي».
نوموړي همداراز زياته کړه: «د پښتنو د وسايلو قدرتي زېرمې لوټل کيږي د مومندو د ماربلو نه تر خيبر پورې او بيا د وزيرستان د ګازو پورې او د (بلوچستان) د دوکۍ او هرنايي د سکرو د کانونو پورې، پښتانه وژل کيږي هم او لوټل کيږي هم».
پښتین د بلوچستان په پښتون مېشتو سيمو هنه اوړک او زيارت کې په دې وروستيو کې د رامنځته شویو ناامنیو په تړاو وويل: «په هنه اوړک، کوېټه او زیارت کې پرلت روان دی هلته څو ورځې مخکې ګڼ پښتانه د طالب او حکومت په نامه ووژل شول، دوی وايي، چې طالبان راغلي وو که طالبان وو که ترهګر وو».
هغه د پاکستان پوځ ته په خطاب سره وويل: «د پاکستان پوځه: ستا ادارې دا خلک جوړ کړي او تربيه کړي دي. دوی دا په خپله منلې هم ده. نن چې څه روان دي دا د هغې پايلې دي».
د عینالزمان په اړه ويل کيږي، چې د ژوب اوسېدونکی دی او د بلوچستان د مذهبي چارو د پخواني ایالتي وزیر زوی دی. هغه په دې ويډيويي پیغام کې زياته کړې: «د اسلام دښمنه پوځ او ادارې د امن کمېټې په نوم ساده مسلمانان خلک راپورته کوي چې له مجاهدينو سره په مقابله کې شي او په جګړه کې ورسره ښکېل شي، هوښيار مشران او قومونه چې په دې جال کې را نهشي».
د پاکستاني طالبانو دغه مسوول وويل: «زه د بلوچستان يم په بلوچستان کې پر بلوڅانو ظلمونه روان دي. د پښتنو په سيمو کې دوی (پوځ) هڅه کوي، چې د امن کمېټې په نوم لښکرې جوړې کړي او ساده مسلمان خطا کړي، دا د علماوو کار دی چې خلک له امن کمېټو څخه وساتي او ولس له طالبانو سره په جنجال کې ښکېل نهشي».
نوموړي زياته کړه: «د قوم مشرانو که سرداران دي او که نور ملکان دي موږ ورته احترام لرو هغو ته خواست کوو چې خپل خلک د پوځ لپاره ونه کاروي، خو دوی (پوځ) بیا ځينې اېجنټان لري چې هغوی د مالي او نورو دولتي ګټو لکه د پارلمان د غړيتوب په شکل کې هم راځي نو دوی بيا هڅه کوي چې قوم له طالبانو سره په جګړه شي».
عين الزمان ادعا کوي، چې پوځ «د اېجنټانو له لارې د ولس په ذهنونو کې دا خبره اچوي چې دا طالبان د حکومت خلک دي پوځ ته د قبضې لپاره لاره جوړوي، نو موږ پوښتنه کوو چې هغه کوم ځای پاتې دی چې د پوځ په ولکه کې نه دی؟ پوځ خو قبضه اچولې ده او پر ضد یې موږ مبارزره کوو. خلک دې پروپاګند کې را نهشي خلک دې له جاسوسۍ، امن کمېټو او لښکرو څخه ځانونه په ډډه وساتي».
هغه زياته کړه، ټيټيپي له خلکو څخه قلنګ نهاخلي پوځ او ادارې له خلکو څخه د ټيټيپي په نوم قلنګ اخلي او همداراز یې په ډاګه کړه: «د روس پر ضد د پاکستان ولس د افغانستان د مسلمانانو کومه مرسته وکړه هغه تاريخي ده او بيا چې څه وخت امریکې په افغانستان باندې يرغل وکړ د پاکستان ولس بیا قرباني ورکړه، په داسې حال کې چې پاکستان د امریکا همکار دی او بيا چې تحریک د دوی پر ضد عمليات پيل کړل نو بيا هم ولس ور سره همکاري کوله».
دغه کورنۍ په لومړي سر کې د پنجاب په بېلابېلو ښارونو کې مېشتې شوې؛ خو د پولیسو د عملیاتو او نیونو له وېرې وروسته پېښور ته کډه شوې دي. خو اوس په پېښور کې هم د ورته عملیاتو له امله له ناڅرګند وضعیت سره مخامخ دي.
د پاکستان حکومت لهخوا د افغان کډوالو پرضد په ټول هېواد کې عملیات روان دي. د دغه عملیاتو په ترڅ کې د راولپنډۍ، اوکاړې، ساهیوال، بهاولپور او د پنجاب له نورو ښارونو څخه سلګونه افغانان نیول شوي او د خیبر پښتونخوا له لارې افغانستان ته ستانه کړل شوي دي. د همدې وېرې له امله ګڼو کورنیو پنجاب پرېښود او پېښور ته په دې هیله تللې، چې هلته به لږترلږه په لنډمهالي ډول خوندي ځای ومومي؛ خو اوس په پېښور کې هم د نیونو او پلټنو لړۍ چټکه شوې ده.
له بهاولپور نه پېښور ته د یوې ستنې شوې کورنۍ مشر نورالله وایي، چې په ۲۰۲۱کال کې له کابل نه پاکستان ته وتښتېدل او په لومړي سر کې په بهاولپور کې مېشت شول. د هغه په وینا؛ کله چې په بهاولپور کې د کورونو د مالکانو او افغان کرایهدارانو پرضد عملیات پیل شول، اړ شو چې په یوه شپه کې خپل کور پرېږدي. نورالله وایي، خلکو ورته ویلي و چې په پېښور کې وضعیت نسبتا ښه دی او د نیول کېدو ګواښ کم دی؛ خو د څو اوونیو په تېرېدو سره دلته هم پولیسو د دوی په سیمه کې د لټون او د اسنادو د ارزونې عملیات پیل کړي. هغه زیاتوي، چې اوس نه پوهېږي کوم ځای ته ولاړ شي ځکه د پاکستان په هېڅ برخه کې ځان خوندي نه احساسوي.
ساهیوال نه پېښور ته راغلې یوې افغان مېرمنې فریدې (مستعار نوم) وویل، مېړه یې په پنجاب کې د عملیاتو پرمهال نیول شوی او له همدې امله یې کورنۍ اړه شوه چې ژر تر ژره پېښور ته کډه شي. د دوی ماشومان تراوسه دوه ځلې له زدهکړو بېبرخې شوي او اوس په پېښور کې هم د ښوونځي د شاملېدو برخلیک یې ناروښانه دی؛ ځکه د روانو عملیاتو له امله د رسمي ثبت او راجسټر کېدو څخه ډډه کوي. هغې وویل، د پاکستان له حکومته یې یوازینۍ غوښتنه دا ده چې لږترلږه د ماشومانو د زدهکړو او د کورنیو د یو ځای پاتې کېدو لپاره یوه باعزته حللاره ومومي.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدی وایي، چې له ۲۰۲۳کال راهیسې تراوسه تر ۲.۵ مېلیونه ډېر افغانان له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د بشري حقونو سازمانونو په وار، وار خبرداری ورکړی، چې د افغان کډوالو پرضد ناڅاپي او پراخ عملیات په ځانګړي ډول پر ښځو او ماشومانو سختې رواني، ټولنیزې او اقتصادي اغېزې پرېږدي.
یوناما په ۲۰۰۲کال کې د طالبانو د لومړي حکومت تر پرځېدو وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۴۰۱ شمېرې پرېکړهلیک پربنسټ جوړ شو؛ څو په افغانستان کې د سولې له بهیر، بیارغونې، د دولتي بنسټونو د پیاوړتیا او له بشري حقونو ملاتړ وکړي.
که د امنیت شورا د رباب فاطمې ټاکنه تایید کړي، نوموړې به په داسې وخت کې د دغه ماموریت مشري پر غاړه واخلي چې افغانستان له بشري ناورین، سیاسي کړکېچ، نړۍوالې انزوا او د ښځو پر حقونو له پراخو محدودیتونو سره مخ دی. له همدې امله د هغې بریا یا ناکامي به نه یوازې د هغې پر ډیپلوماتیکو وړتیاوو؛ بلکې د امنیت شورا د ملاتړ کچې او له ملګرو ملتونو سره د طالبانو د تعامل پر څرنګوالي هم تړلې وي.
د سوداګرو په وینا، تر ۹ میاشتو مخکې د افغانستان له نورو صادراتي توکو سربېره تازه میوې پاکستان او د پاکستان له لارې بیا نورو هېوادونو ته صادرېدل،خو د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پرې کېدو له امله اوس د افغانستان تازه میوې عربي هېوادونو، منځنۍ اسیا او اروپا ته صادرېږي.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه تر نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۱مې راهیسې تړل شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په ټپه درېدلې ده. اوسمهال یوازې افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنېدو اجازه لري او له هغې پرته هر ډول تګراتګ درېدلی دی.
د تورخم لاره
د افغان سوداګرو په وینا، د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو اړیکو له پرېکون مخکې، پاکستان به هر کال د افغانستان د تازه میوو د فصل پر مهال په یوه پلمه نه په یوه پلمه یې لارې بندولې او یا به یې د تعرفو له لوړولو سربېره په دروازو کې یې د تازه میوو لیږدونکي موټر درول، څو په موټر کې میوې خوسا شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د پاکستان د بدیل مارکېټ په توګه یې د منځنۍ اسیا او عربي هېوادونو او همدارز اروپا ته مخه کړې ده.