سوداګر: د افغانستان تازه میوې اوس عربي هېوادونو، مرکزي اسیا او اروپا ته صادرېږي
د سوداګرو په وینا، تر ۹ میاشتو مخکې د افغانستان له نورو صادراتي توکو سربېره تازه میوې پاکستان او د پاکستان له لارې بیا نورو هېوادونو ته صادرېدل،خو د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پرې کېدو له امله اوس د افغانستان تازه میوې عربي هېوادونو، منځنۍ اسیا او اروپا ته صادرېږي.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه تر نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۱مې راهیسې تړل شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په ټپه درېدلې ده. اوسمهال یوازې افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنېدو اجازه لري او له هغې پرته هر ډول تګراتګ درېدلی دی.
د تورخم لاره
د افغان سوداګرو په وینا، د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو اړیکو له پرېکون مخکې، پاکستان به هر کال د افغانستان د تازه میوو د فصل پر مهال په یوه پلمه نه په یوه پلمه یې لارې بندولې او یا به یې د تعرفو له لوړولو سربېره په دروازو کې یې د تازه میوو لیږدونکي موټر درول، څو په موټر کې میوې خوسا شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د پاکستان د بدیل مارکېټ په توګه یې د منځنۍ اسیا او عربي هېوادونو او همدارز اروپا ته مخه کړې ده.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو معین مهاجر فراهي وایي، د دوی حکومت یوازې د خپل قلمرو د امنیت ساتلو مسوولیت لري. هغه زیاته کړې چې دوی له هېڅ لوري سره د هغوی د امنیت د خوندي کولو په اړه کومه هوکړه نه لري.
مهاجر فراهي پر ایکس خواله رسنۍ کې د نورو هېوادونو تورونو ته په اشارې سره ویلي، د مسوولیت څخه د تېښتې تر ټولو اسانه لاره دا ده چې یو لوری د خپلې ناکامۍ پړه پر نورو واچوي. هغه په خپلو خبرو کې په ډاګه کړې چې د دوی حکومت د نورو غاړو د کورني امنیت د تامینولو مسوولیت نه لري.
د طالبانو دغه جګپوړي چارواکي ټینګار کړی چې افغانان له ستونزو او ننګونو سره د تعامل او مقابلې اوږده تجربه لري. هغه د کوم ځانګړي هېواد د نوم اخیستلو پرته ویلي چې د دوی اوسنۍ خاموشي باید هېڅوک د هغوی د کمزورۍ یا ضعف په مانا تعبیر نه کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې پر طالبانو باندې د ګاونډیو هېوادونو له خوا د خپلو سیمو د امنیت په تړاو تورونه زیات شوي دي. خو فراهي په خپل غبرګون کې په ټینګار سره ویلي چې دوی یوازې د خپلې خاورې په حدودو کې د امنیت د ټینګښت مسوولیت پر غاړه لري او د نورو بار نه پورته کوي.
د یادولو وړ ده چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د دغه هېواد د پوځ مشر عاصم منير بلوچستان ایالت ته د خپل سفر پر مهال ادعا کړې وه چې وسله وال د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې څخه ګټه پورته کوي. د پاکستاني چارواکو تر دغو څرګندونو وروسته، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین دا غبرګون ښودلی دی.