د ملګرو ملتونو راپور؛ راستنېدونکې او بېځایه شوې کورنۍ له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ تازه موندنې ښيي، چې په افغانستان کې راستنېدونکي، داخلي بېځایه شوي او کوربه ټولنې له پراخو اقتصادي ستونزو، د خوندیتوب له ګواښونو او بنسټیزو خدمتونو ته د محدود لاسرسي له ننګونو سره مخ دي.
