• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له پاکستان څخه د کډوالو د جبري اېستنې پرېکړې افغانان اندېښمن کړي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۰۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۴۰ GMT+۱

د پاکستان کورنیو چارو وزارت د ګلګت او کشمېر په ګډون ټولو ایالتونو ته امر کړی، چې سر له سبا د بې‌اسنادو افغانانو د یو مخیزې نیونې بهیر پیل کړي. دغې پرېکړې درېیمو هېوادونو ته په تمه افغانان سخت اندېښمن کړي او د کډوالو عالي کمېشنري پر خپله خوښه ستنېدنې ټينګار لري.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت د ګلګت بلتستان، خیبر پښتونخوا او د دغه هېواد تر ولکې لاندې کشمیر په ګډون ټولو ایالتونو ته امر کړی، چې سر له سبا (جمعه د چنګاښ ۱۹- د جولای ۱۰مه) د بې‌اسنادو افغانانو د یو مخیزې نیونې بهیر پیل کړي.

100%
د افغانانو د نیولو په تړاو د پاکستان مکتوب

د پاکستان دغه امر په دغه هېواد کې مېشت افغانان او په ځانګړې توګه هغه افغانان چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته دغه هېواد ته د لنډ مهالي پناه اخیستنې لپاره راغلي او درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه دي، سخت اندېښمن دي.

یو شمېر دغه افغانان افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې افغانستان ته په بیا ستنېدنې سره یې له نورو ستونزو سربېره ژوند ته خطر دی او دوی د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ او د پاکستان له حکومت څخه غواړي، چې پر خپلې دغې پرېکړې بیا کتنه وکړي.

دوی وايي، چې پاکستان ته د دایمي اوسېدونې لپاره نه‌دي راغلي او دمګړۍ یې په نورو هېوادونو کې د پناه‌غوښتنې کېسونه روان دي او د چارو په بشپړېدو سره به یادو هېوادونو ته لاړ شي.

دوی زیاتوي، خپلو هېوادونو ته د هغو کسانو لېږل چې هلته یې ژوند له خطر سره مخ وي د کډوالو په تړاو د نړۍوالو قوانینو، کنوانسیونونو او اصولو خلاف چاره ده.

یو له دغو کسانو د هویټ د پټ ساتلو په شرط افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل: «زه د جمهوري نظام پر مهال یو مهم نظامي افسر وم. د طالبانو په بیا راتګ سره د خپل او خپلې کورنۍ د ژوند ژغورنې لپاره پاکستان ته راغلم. خو هر کله چې دلته امنیتي وضعیت او یا هم له طالبانو سره یې اړیکې خرابې شي، نو پر افغانانو ظلم او همداراز شړل یې پیلېږي».

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ کال له اګست میاشتې راهیسې د افغانانو د ویزو د تمدید بهیر په ټپه درولی او په دې سره د ډېریو افغانانو د ویزو موده پایته رسېدلې ده. یاد افغان زیاتوي: «موږ هم غواړو چې دلته [پاکستان کې] په قانوني توګه ژوند وکړو، خو پاکستان د ویزو د تمدیدولو پروسه درولې ده. که دغه پروسه شروع شي، نو اول کس به یم چې خپله ویزه به تمدید کړم».

یو بل افغان خبریال د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، سره له دې چې د جولای د لسمې له ضرب‌الاجل مخکې هم د پولیسو له لوري د افغانانو د ځورونې او نیولو بهیر دوام درلود، خو سباني عملیات ډېری افغانان سخت اندېښمن کړي دي.

هغه زیاتوي: «هسې هم پولیسو هره ورځ افغانان ځورول او نیول. ځینې یې د پیسو په بدل کې خوشې کول او ځینو چې پیسې نه‌درلودې نو حاجي کمپ ته به یې لېږداوه او له هغه ځایه به یې افغانستان ته په جبر سره استاوه. خو د کورنیو چارو وزارت اوسنی مکتوب چې نشر شوی ښايي دا ځل د افغانانو د نیونې عملیات پراخ وي او دغې چارې موږ ټول سخت ویرولي یو او پر دې نپوهېږو چې چېرې لاړ شو».

100%
د پاکستان د پولیسو له لوري د افغانانو د نیولو بهیر

له دې سره سم، په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري پر خپل پخواني دریځ ولاړه ده او له پاکستان حکومت څخه غواړي چې د بیا ستنېدنې بهیر باید په خپله خوښه وي او له زور او جبر څخه کار وانه‌خیستل شي.

100%
په اسلام‌اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدي

په اسلام‌اباد کې د دغې کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدي له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې زیاته کړه، په افغانستان کې د نظام له بدلون سره د خبریالانو او پخوانیو نظامیانو په ګډ،و شاوخوا ۶۰۰ زره افغانان د دوی په وینا له ګواښونو د خوندینې لپاره پاکستان ته راغلي: «دوی ته د تحفظ ضرورت دی».

قیصر اپریدي وايي: «موږ له شروع څخه همدا وایو چې پاکستان له تېرو ۴۵ کلونو راهیسې د افغانانو مېلمه پالنه کړې او اوس هم باید دغه بهیر او ملاتړ ته دوام ورکړي. کله چې په افغانستان کې حالات سم شي نو بیا که څوک په خپله خوښه ځي تللی شي».

نوموړي زیاته کړه: «موږ [د پاکستان] له حکومتي چارواکو سره په کتنو کې دا زور راوړو چې دغو خلکو ته پکار ده چې سهولت برابر شي او د ستنېدنې بهیر باید په رضا، باعزته او په خپله خوښه وي».

هغه خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې له ګواښ سره مخ افغانان د اېستنې په صورت کې به بیاځلي پاکستان ته راشي، ځکه هلته د دوی په وینا، ژوند یې له ګواښ سره مخ دی. نوموړي همداراز څرګنده کړه: «موږ دا وایو دغه وخت چې دغه خلک [افغانان] په زوره لیږلی کېږي، نو کېدای شي هغوی بیا راشي او بیا به همدا ستونزې وي. د واپسۍ پروسه باید رضاکارانه وي».

په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغانان د ملګرو ملتونو د کډوالو پر عالي کمېشنرۍ هم نیوکې لري، چې درېیمو هېوادونو ته یې د دوسیو بهیر ډېر ټکنی دی او دوی له کلونو راهیسې په تمه دي، خو لا تر اوسه درېیمو امنو هېوادونو ته نه‌دي استول شوي.

په اسلام‌اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدي په دې تړاو وايي، په ۲۰۲۲، ۲۳ او ۲۴ کلونو کې د کډوالو منونکو له لوري دغې کمېشنرۍ ته ډېره سهمیه ورکول کېده خو اوس یاد هېوادونه هم ډېر کم کډوال منلو ته زړه ښه کوي. نوموړی زیاتوي: «په ۲۰۲۲، ۲۳، او ۲۴ کلونو کې د کډوالو منونکو هېوادونو سهمیه زرګونه وو، خو اوس ډېر کم دی او دغه شمېر سلګونو ته راټيټ شوی دی. موږ هم جدي کېسونو ته لومړیتوب ورکوو».

له دې ټولو سره سره، ښايي سر له سبا (جمعه د چنګاښ ۱۹مه د جولای ۱۰مه) په ټول پاکستان کې د بې‌اسنادو افغانانو د نیونې بهیر پیل شي او د صادر شوي امر پر بنسټ به هر بې‌‌اسناده افغان سملاسي نیول کېږي او په چټکۍ سره به افغانستان ته لیږدول کېږي.

100%

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د رییس‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وړمه ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالو په چارو کې عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د یاد سازمان د پراختیایي پروګرام (UNDP) مسوولینو سره په کتنه کې وویل، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څه باندې ۸ میلیونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

ډېر لیدل شوي

بې‌روزګارۍ افغانان اړ کړي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته تګ وکړي
۱

بې‌روزګارۍ افغانان اړ کړي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته تګ وکړي

۲

د طالبانو له واکمنۍ پنځه کاله وروسته هم افغانان هېواد پرېږدي

۳

پر ایران د امریکا د احتمالي «سختو بندیزونو» خبرداري افغان سوداګر اندېښمن کړي

۴
ځانګړی

طالبانو خپلو محلي چارواکو ته سپارښتنه کړې چې نور له سوداګرو د مدرسو په نامه پیسې وانخلي

۵

خرم: د کابل بې‌رویه ودانول ښايي ښار د اوبو له سخت بحران سره مخ کړي

•
•
•

نور خبرونه

تحلیل: قــزاقستان لــه افغانستان ســره د «سترې لوبې» پر ځای د «سترې ګټې» تګلاره تعقیبوي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۵۵ GMT+۱
100%

د «نشنل انټرسټ» په تازه تحلیلي راپور کې راغلي، قزاقستان د افغانستان د منزوي کولو پر ځای اقتصادي همکارۍ او سیمه‌ییزې نښلونې ته لومړیتوب ورکوي او د جمهوري نظام له سقوط نږدې پنځه کاله وروسته، د انزوا سیاست نه یوازې اغېزناک نه و، بلکې بشري او امنیتي ستونزې یې لا ژورې کړې.

امریکایي خپرونې «نشنل انټرسټ» په یوه مقاله کې چې د یرکین توکوموف او الدنیز ګوسینوف له خوا لیکل شوې، راغلي چې افغانستان به د یوریشیا د راتلونکې په جوړولو کې مهم رول ولري، خو اصلي پوښتنه دا ده چې دغه راتلونکی به د جیوپولیټیکو سیالیو له لارې ټاکل کېږي او که د اقتصادي همکاریو له لارې.

لیکوالان لیکي چې د نړیوال نظم د بدلون او د نړیوالو بنسټونو د کمزوري کېدو په شرایطو کې، قزاقستان د یوې منځنۍ کچې ځواک په توګه باور لري چې سیمه ییز ثبات باید د سیمې د هېوادونو له لارې رامنځته شي، نه د بهرنیو قدرتونو په وسیله.

د مقالې له مخې، د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف د افغانستان په اړه د «سترې لوبې» پر ځای د «سترې ګټې» د تګلارې غوښتنه کړې ده.

مقاله زیاتوي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته د دغه هېواد د منزوي کولو سیاست هغه پایله نه ده ورکړې چې ملاتړو یې تمه لرله.

په لیکنه کې راغلي: «دې سیاست د افغانستان بشري بحران لا ژور کړی، چې اغېزې یې د نشه‌يي توکو په قاچاق او کډوالۍ کې تر افغانستان بهر، ایران، منځنۍ اسیا او اروپا پورې رسېدلې دي.»

لیکوالان ټینګار کوي چې د تېرو لسیزو تجربه ښيي، «په افغانستان کې هر ډول تشه، که اقتصادي وي، بشري وي یا بنسټیزه، د ویجاړوونکو ځواکونو له خوا ډکېږي.»

د قزاقستان د عملي تعامل تګلاره

د مقالې له مخې، قزاقستان له افغانستان سره د رسمي پېژندنې پرته د عملي تعامل تګلاره غوره کړې ده.

په لیکنه کې ویل شوي چې استانې د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې طالبان له خپلې ممنوعه ډلو له نوملړ څخه لرې کړل او په پلازمېنه کې یې د افغانستان سفارت فعال وساته. همداراز د ۲۰۲۵ کال په جون کې ولسمشر توکایف د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه، څو د دغه هېواد په اړه د قزاقستان تګلاره لا منسجمه کړي.

د مقالې له مخې، د قزاقستان هدف دا دی چې افغانستان له یوه مرستندویه هېواد څخه پر تولیدي او ترانزیټي مرکز بدل شي.

لیکوالان د ۲۰۲۶ کال د جون په میاشت کې کابل ته د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي سفر د دې تګلارې د عملي کېدو نښه بولي. دغه پلاوی د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سرییک ژومانګارین په مشرۍ کابل ته تللی و.

د لیکنې له مخې، ژومانګارین د طالبانو له لومړي وزیر محمد حسن اخوند، د هغه له مرستیال عبدالغني برادر، د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني او د هرات او کندوز له والیانو سره لیدلي دي.

مقاله وايي، افغان چارواکو د قزاقستان له ملاتړ څخه مننه کړې او د دواړو هېوادونو اړیکې یې مهمې بللې دي.

سوداګري او اقتصادي همکاري

د «نشنل انټرسټ» په لیکنه کې راغلي چې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ سوداګري په ۲۰۲۵ کال کې ۵۴۱،۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلې او دواړو هېوادونو د ۲۰۲۴ کال د هوکړې له مخې هدف ټاکلی چې دا کچه تر درې میلیاردو ډالرو ورسوي.

خو لیکوالان وايي، د سوداګرۍ انډول لا هم یوه مهمه ستونزه ده، ځکه د قزاقستان صادرات افغانستان ته له ۵۰۰ میلیونو ډالرو ډېر وو، خو د افغانستان صادرات قزاقستان ته شاوخوا ۲۳ میلیونه ډالر پاتې شوي دي.

قزاقستان د افغانستان کرنیزو محصولاتو ته د خپل بازار د پرانیستلو هڅه هم کړې او په کابل کې یې د سوداګرۍ مرکز جوړ کړی دی.

مقاله زیاتوي چې د اقتصادي همکاریو تمرکز یوازې پر کرنیزو محصولاتو نه دی، بلکې صنعتي برخې ته هم غځېدلی دی.

د لیکنې له مخې، د قزاقستان شرکت «شالکیا زینک» او یوه افغان-جرمني شریک شرکت د بامیانو د کانونو له سیمې څخه د کال ۳۰ زره ټنه جست ډبرې د انتقال تړون لاسلیک کړی چې ارزښت یې ۱۸،۸۸ میلیونه ډالره دی.

همداراز د قزاقستان د «یوریشین ریسورسز ګروپ» شرکت د افغانستان د کرومایټ کانونو په برخه کې د پانګونې یا ګډ کار امکان ارزوي.

د ترانسپورټي دهلېزونو پراختیا

مقاله لیکي چې د قزاقستان لپاره د افغانستان له لارې د ترانسپورټي دهلېزونو جوړول ستراتیژیک اهمیت لري، ځکه دغه هېواد سمندر ته مستقیمه لار نه لري او غواړي د هند سمندر بندرونو ته د رسېدو لارې پراخې کړي.

لیکوالان وايي، قزاقستان لا له وړاندې په افغانستان کې د رېل پټلۍ جوړولو تجربه لري او د «خواف-هرات» رېل پټلۍ د افغان برخې د جوړولو قرارداد یې د «انټیګرا بیا رغونې» شرکت له لارې ترلاسه کړی دی.

د مقالې له مخې، د سیمې هېوادونه باید د نفوذ پر سیالیو تمرکز ونه کړي، بلکې د رېل پټلیو، سوداګریزو معیارونو، ګمرکي اصولو او تعرفو په همغږۍ کار وکړي.

د لوېدیځ او قزاقستان ګډې ګټې

لیکوالان استدلال کوي چې په افغانستان کې ثبات یوازې په اعلامیو نه، بلکې د سوداګرۍ، طبیعي سرچینو، اوبو مدیریت او ترانسپورټ له لارې رامنځته کېدای شي.

په مقاله کې راغلي چې اروپايي ټولنه د افغانستان تر پولې پورې د نښلونې په برخه کې له لویو پانګه‌والو څخه ده او قزاقستان او اروپايي ټولنه کولای شي د افغانستان د روغتیا او زده‌کړو په برخو کې ګډ کار وکړي.

د لیکنې له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې له ایران او پاکستان څخه له شپږ میلیونو ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې د کډوالۍ موضوع لا هم د سیمې لپاره یوه مهمه اندېښنه ده.

مقاله په پای کې لیکي چې د قزاقستان د افغانستان تګلاره پر دې اصل ولاړه ده چې له واقعیتونو سره تعامل وشي، نه له تصوراتو سره.

لیکوالان زیاتوي: «آستانه هڅه کوي چې ستره لوبه بېرته راژوندۍ نه کړي، بلکې د یوریشیا په زړه کې ستره ګټه په واقعیت بدله کړي.»

محمد اشرف غني: له ایران سره د هلمند د اوبو تړون د بدلون وړ نه دی

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۱۷ GMT+۱
100%

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، له ایران سره د هلمند د اوبو شوی تړون د بدلون وړ نه دی او افغانستان حق لري چې له خپلو اوبو د ملي ګټو لپاره استفاده وکړي.نوموړي ټینګار کړی چې د اوبو پر سر د شخړو د هواري یوازینۍ لار د نړیوالو قوانینو پر بنسټ همکاري او سیمه‌ییز تفاهم دی.

اشرف غني په خپل تازه پوډکاسټ کې، چې د هلمند سیند، د سیستان تاریخي وېش او د انګریزانو د منځګړیتوب پایلو ته ځانګړی شوی، وویل د سیستان د ژوند، کرنې او تمدن بنسټ د هلمند سیند دی او د دې سیند ارزښت په سیمه کې له دجلې او فرات پرته له بل هېڅ سیند سره د پرتلې وړ نه دی.

هغه وویل، د نولسمې پېړۍ د انګریز منځګړي ګولډسمېډ د سیستان د وېش ترڅنګ د هلمند د اوبو په اړه یوازې یوه ماده شامله کړې وه چې پر بنسټ یې باید له اوبو «عادلانه استفاده» وشي، خو د هغه په وینا، هغه مهال بریتانوي چارواکي د اوبو د مدیریت او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو په اړه کافي تخنیکي پوهه نه لرله.

غني زیاته کړه، «که انګریزان هغه وخت د اوبو د مدیریت او لویو بندونو د جوړولو نننۍ تجربې لرلې، ښايي د هلمند د اوبو په اړه یې پرېکړه بل ډول وای.»

پخواني ولسمشر د هلمند د اوبو د تړون په اړه وویل: «دا یوازینۍ معاهده ده چې زموږ د اوبو حقوق یې په اساسي ډول ټاکلي دي او هر افغان باید پوه شي چې دا معاهده د بدلون وړ نه ده.»

هغه وویل، افغانستان د کورنیو جګړو پر مهال د میلیاردونو ډالرو په ارزښت اوبه ایران ته وړیا پرېښې دي، خو په وینا یې: «موږ میلیاردونه ډالره مفتې اوبه ورکړې دي، ایا ایران کله موږ ته مفت تېل راکړي؟ وروري کوو، خو په حساب؛ ګاونډیتوب کوو، خو په حساب.»

غني ټینګار وکړ چې د ایران د حقابې تر ورکړې وروسته، افغانستان د نړیوالو قوانینو له مخې حق لري د خپلو اوبو د مهار، بندونو او پراختیایي پروژو چارې پر مخ یوسي. د هغه په وینا، د کمال خان، بخش‌اباد او نورو بندونو د جوړولو موخه هم د هېواد کرنیز او اقتصادي پرمختګ و.

هغه د ایران د اعتراضونو په اړه وویل چې د هلمند د اوبو اندازه په نړیوال تړون کې په څرګند ډول ټاکل شوې او د وچکالۍ پړه پر افغانستان نه شي اچول کېدای. د هغه په خبره، د اقلیمي بدلونونو له امله د وچکالۍ دوره لنډه شوې او دا طبیعي وضعیت د دواړو هېوادونو لپاره ګډه ننګونه ده.

غني د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا هم ټینګار وکړ او ویې ویل: «ایران که اوبه غواړي، که کرنیز محصولات؟ افغانستان کولای شي هغه محصولات چې ایران یې له لرې هېوادونو واردوي، د ګډې پانګونې له لارې په افغانستان کې تولید کړي.»

پخواني ولسمشر د تاریخي اسنادو د مطالعې پر اهمیت هم خبرې وکړې او ویې ویل، د دې بحث موخه دا ده چې افغانان د خپلې خاورې او اوبو له حقوقو خبر شي او د تېر تاریخ په رڼا کې راتلونکې پالیسۍ تنظیم کړي. هغه زیاته کړه، «له سیمه‌ییزې همکارۍ پرته افغانستان پرمختګ نه شي کولای، خو دا همکاري باید د ملي ګټو او متقابل احترام پر بنسټ وي.»

غني د خپلو خبرو په پای کې پر نوي نسل غږ وکړ چې د اوبو، نړیوالو حقوقو، ډیپلوماسۍ او تاریخ په برخو کې تخصص ترلاسه کړي او ویې ویل: «موږ پوهې ته اړتیا لرو. زموږ ځوانان باید داسې وروزل شي چې د هېواد له ملي ګټو په لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله کچه دفاع وکړای شي.»

درېیمه استازې؛ ملګري ملتونه د ښځینه استازو په ټاکلو طالبانو ته څه پیغام ورکوي؟

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۱۸ GMT+۱
•
خبرخونه
100%

په داسې وخت کې چې افغانې ښځې د خپلو اساسي حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي، ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د خبرو د میز مشري یوې ښځې ته وسپارله. رباب فاطمه د ملګرو ملتونو درېیمه ښځینه استازې ده چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د یوناما مشري ورسپارل کېږي.

له هغې مخکې کاناډایۍ ډیپلوماټې ډیبورا لاینز د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه ماموریت مشري کړې وه او وروسته د قرغیزستان پخوانۍ ولسمشره روزا اوتونبایوا دې مقام ته غوره شوه.

دا چې د افغانستان په اړه د نړۍ تر ټولو مهم سیاسي ماموریت درې ځله پرله‌پسې ښځو ته سپارل کېږي، د شنونکو له نظره، ناڅاپي انتخاب نه دی.

لومړۍ ښځه چې ملګرو ملتونو د افغانستان د ځانګړې استازې په توګه وټاکله، ډیبورا لاینز کاناډایۍ ډیپلوماټه وه، چې له اوږدې نړیوالې تجربې وروسته یې په ۲۰۲۰ کال کې دیوناما مشري پرغاړه واخېسته. هغې د افغانستان د جمهوریت د وروستیو کلونو، د سولې خبرو او د سیاسي بدلونونو په یوه خورا حساس وخت کې د ملګرو ملتونو استازیتوب وکړ.

له هغې وروسته د قرغیزستان پخوانۍ ولسمشره او د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره روزا اوتونبایوا په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په توګه کابل ته لاړه. اوتونبایوا په خپلو راپورونو او څرګندونو کې په افغانستان کې پر ښځو د محدودیتونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې.

رباب فاطمه داسې مهال ټاکل کېږي چې افغان ښځې او نجونې د زده‌کړو، کار او عامه ژوند په برخو کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي. له همدې امله، د یوې ښځینه نړیوالې استازې ټاکل کېدل د افغان ښځو لپاره یو سمبولیک پیغام لري چې د هغوی موضوع لا هم د نړیوالې اجنډا په سر کې ده.

په ځانګړي ډول، د رباب فاطمې مخکینۍ تجربې دا موضوع لا مهمه کوي. هغې د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د اجرایوي بورډ مشري کړې، د سولې د ټینګښت کمېسیون لومړنۍ ښځینه مشره پاتې شوې او د نړیوالو پراختیايي پروګرامونو په رهبرۍ کې یې رول لوبولی دی.

طالبان او د ملګرو ملتونو ښځینه ډیپلوماسي

افغانستان د تېرو لسیزو په اوږدو کې د جګړې، سیاسي بدلونونو او نړیوالو مداخلو مرکز پاتې شوی دی.

خو د ملګرو ملتونو له نظره، د افغانستان حل یوازې له امنیتي او سیاسي خبرو نه شي راتللی، بلکې بشري حقونه، ښځې، نجونې، تعلیم او ټولنیز مشارکت هم د دې معادلې مهم عناصر دي.

د دریو ښځینه استازو پرله‌پسې ټاکنه ښايي دا پیغام ولري چې نړیواله ټولنه غواړي د افغانستان د راتلونکې په اړه په خبرو کې د قدرت د کړیو ترڅنګ د ټولنې د هغو برخو غږ هم شامل کړي چې تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې دي.

رباب فاطمه له پراخې نړیوالې تجربې او پیاوړي دیپلوماتیک شالید سره دغه ماموریت ته راځي، خو د افغانستان اوسنی واقعیت به د هغې لپاره له خپلو پخوانیو دندو څخه تر ټولو پېچلو ازموینو یوه هغه وي. د جګړې له میراث، سیاسي بې‌باورۍ، بشري اړتیاوو او د ښځو حقونو له موضوعاتو سره هممهاله تعامل به د هغې د ماموریت تر ټولو لویه ننګونه وي.

اصلي پوښتنه دا ده چې ایا نړیواله ډیپلوماسي به د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو لپاره له سیاسي دریځونو عملي پایلو ته ورسېږي او که دا ټاکنه به یوازې د نړیوالې ټولنې د اندېښنو او دریځونو یوه سمبولیکه نښه پاتې شي؟

د ملګرو ملتونو لپاره تر ټولو لویه ننګونه دا ده چې له یوې خوا له طالب چارواکو سره د تعامل لارې خلاصې وساتي او له بلې خوا د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خپل اصولي دریځ وساتي. د رباب فاطمې پخوانۍ تجربې ښيي چې نوموړې د مذاکراتو، نړیوالو ایتلافونو او د بشري موضوعاتو په مدیریت کې پراخه تجربه لري.

احتمال دی، چې د هغې د ماموریت په لومړیو پړاوونو کې تمرکز به د افغانانو لپاره د بشري مرستو د دوام ډاډمنول وي. دغه راز د نړیوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ د اړیکو د چینلونو ساتل، په نړیواله اجنډا کې د ښځو او نجونو د حقونو موضوع ژوندۍ ساتل او د داسې سیاسي ټولشموله حل لارو لټول به هم د نوموړې د کار اصلي برخه وي، چې د افغانستان د ثبات لپاره زمینه برابره کړي.

100%
دا چې د افغانستان په اړه د نړۍ تر ټولو مهم سیاسي ماموریت درې ځله پرله‌پسې ښځو ته سپارل کېږي، د شنونکو له نظره، ناڅاپي انتخاب نه دی.

رباب فاطمه څوک ده؟

رباب فاطمه یوه بنګله‌دېشۍ مسلکي ډیپلوماټه او د ملګرو ملتونو لوړپوړې چارواکې ده.

هغه په ملي او نړیوال ملکي خدمت کې له دریو لسیزو زیاته تجربه لري. د رباب کاري تجربه دوه اړخیزه او څو اړخیزه ډیپلوماسي، پالیسۍ جوړونه، د پراختیایي پروګرامونو طرحه او پلي کول او د نړیوالو سازمانونو رهبري او مدیریت رانغاړي.

نوموړې د ۲۰۲۲ کال له اګست میاشتې راهیسې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله او د لږ پرمختللو هېوادونو، په وچه کې ښکیلو مخ پروده هېوادونو او کوچنیو ټاپوګانو پرمختیايي هېوادونو عالي استازې پاتې شوې. په دې دنده کې یې د نړۍ د تر ټولو زیانمنو هېوادونو لپاره د نړیوال ملاتړ د جلب، د دوامدارې پراختیا موخود پلي کېدو، د لږ پرمختللو هېوادونو د ۲۰۲۲–۲۰۳۱ کاري پروګرام د عملي کولو او یو شمېر نړیوالو کنفرانسونو د چمتووالي مشري کړې ده.

هغې د لږ پرمختللو هېوادونو لپاره د ملګرو ملتونو د ټکنالوژۍ بانک د شورا د سرمنشي د استازې په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې نوموړې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د بنګله‌دېش سفیره او دایمي استازې وه. د همدې مودې پر مهال یې د لږ پرمختللو هېوادونو د پنځم نړیوال کنفرانس (LDC5) د چمتووالي کمېټې ګډه مشري وکړه او په ملګرو ملتونو کې یې د مشرتابه ګڼ مهم رولونه ترسره کړل، چې د ۲۰۲۲ کال د سولې د ټینګښت کمېسیون د مشرې په توګه ټاکل کېدل، د همدې کال دملګرو ملتونود ښځود اجرایوي بورډ ریاست، د ۲۰۲۱ کال د ملګرو ملتونو د دریو ادارو د اجرایوي بورډ مرستیالي، د ۲۰۲۰ کال د یونیسف د اجرایوي بورډ ریاست، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۷۶مې دورې مرستیالي پکې شامل دي.

دغې کاري مخینې او تجربو ته په پام، د افغانستان لپاره د هغې ټاکل، چې له بشري ناورین او د ښځو او نجونو د حقونو محدودیت له ننګونې سره مخ دی، مهم ګڼل کیږي.

رباب فاطمه په ۱۹۸۹ کال کې خپله ډیپلوماتیکه دنده پیل کړه او په نیویارک، کلکته، جنیوا او بېجینګ کې یې د بنګلس دېش په ډیپلوماتیکو استازولیو کې په بېلابېلو دندو خدمت کړی دی.

هغې د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو لپاره د بنګله‌دېش د دایمي استازې دنده پر غاړه واخیسته.

تر دې وړاندې، نوموړې له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې په جاپان کې د بنګله‌دېش سفیره، له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې د بنګله‌دېش د بهرنیو چارو وزارت عمومي رییسه، له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۱ کال پورې د کډوالۍ نړیوال سازمان د سویلي اسیا سیمه‌ییزه استازې او له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې د جنوبي او سوېل لوېدیزې اسیا او د اقلیم بدلون او کډوالۍ سیمه‌ییزه سلاکاره وه. هغه همدارنګه له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۰۷ کال پورې په لندن کې د کامن‌وېلت دارالانشا د بشري حقونو د څانګې مشره هم پاتې شوې ده.

نوموړې د امریکا له توفت پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو او ډیپلوماسۍ په برخه کې د ماسټرۍ سند او د اسټرالیا له کانبیرا پوهنتون څخه د ټولنیزو علومو د لیسانس سند ترلاسه کړی دی.

طالبانو په رسمي ډول تراوسه د هغې د ګومارل کېدو په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

د ملګرو ملتونو راپور؛ راستنېدونکې او بې‌ځایه شوې کورنۍ له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۱۸ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ تازه موندنې ښيي، چې په افغانستان کې راستنېدونکي، داخلي بې‌ځایه شوي او کوربه ټولنې له پراخو اقتصادي ستونزو، د خوندیتوب له ګواښونو او بنسټیزو خدمتونو ته د محدود لاسرسي له ننګونو سره مخ دي.

د راپور له مخې؛ د روان کال د جنورۍ او مارچ میاشتو ترمنځ په ۱۵ ولایتونو او ۲۷ ولسوالیو کې د ۲۵۵ کورنیو سروې ترسره شوې، چې شاوخوا ۱۸۱۴ کسان یې پوښلي دي. د سروې له ګډونوالو څخه ۸۹ سلنه راستنېدونکي وو او ۵۵ سلنه مرکې له ښځینه سرپرستو کورنیو سره شوې دي.
راپور ښيي، چې ښځې او نجونې لاهم د تګ‌راتګ ازادۍ، روغتیايي، حقوقي او ښوونیزو خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي محدودیتونو سره مخ دي.
نږدې ۴۶ سلنه کورنیو ویلي، په ټولنه کې داسې ځایونه شته چې ښځې او نجونې په‌کې بنسټیزږ حقونو ته لاسرسی نه‌لري. د دغه محدودیتونو اصلي لامل د محرم شرط او تبعیض بلل شوی دی.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې؛ ۷۱ سلنه سروې شویو کورنیو کې لږترلږه یو غړی د مدني اسنادو له نشتوالي سره مخ دی. برېښنایي پېژندپاڼه، د زېږون سند او کاغذي پېژندپاڼه هغه اسناد دي، چې تر ټولو ډېر کم موندل کېږي. د لوړو لګښتونو، پېچلو پروسیجرونو او د معلوماتو نشتوالی د اسنادو د نه ترلاسه کولو مهم لاملونه بلل شوي دي.
راپور زیاتوي، چې ۵۹ سلنه د کورنیو سرپرستان لږترلږه له یوې ځانګړي زیان سره مخ دي. د خوراکي مرستو اړتیا هم په لوړه کچه ثبت شوې ده. ۸۹ سلنه کورنیو ویلي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې د خوراکي مرستو اړتیا لرله.
د اقتصادي فشارونو له امله ۸۴ سلنه کورنیو پورونه اخیستي او ګڼو کورنیو د بقا لپاره زیان رسوونکو لارو ته مخه کړې ده. د سروې له مخې؛ ۲۹ سلنه کورنیو پور اخیستی، ۱۳ سلنه کورنیو د خوړو اندازه کمه کړې یا یې وخت ناوخت خواړه پرېښي او ځینو نورو خپلې شتمنۍ پلورلې دي. راپور خبرداری ورکوي، چې دغه وضعیت د ماشومانو د کار، جبري ودونو او د کم عمره نجونو د ودونو ګواښ زیاتوي.
د رواني روغتیا په برخه کې هم اندېښنې شته. ۳۵ سلنه راستنېدونکو او ۲۹ سلنه بې‌ځایه شویو ویلي، چې د دوی یا د کورنۍ د غړو رواني فشار د ورځني ژوند پر چارو اغېز کوي. د کار نشتوالی، د عوایدو کمښت او د خوړو نه خوندیتوب د دغه فشارونو اصلي لاملونه یاد شوي دي.
راپور دا هم څرګندوي، چې ۲۷ سلنه کورنیو کې ماشومان د عاید ترلاسه کولو لپاره کار کوي. په ځینو مواردو کې دغه کار د ښوونځي پر وخت ترسره کېږي، چې د ماشومانو پر زده‌کړو مستقیم اغېز لري.
۶۵ سلنه راستنېدونکو امنیتي ستونزې د خپلې لومړنۍ کډوالۍ اصلي لامل بولي، په داسې حال کې چې د داخلي بې‌ځایه شویو ۴۹ سلنه د طبیعي پېښو له امله بې‌ځایه شوي دي.