اشرف غني په خپل تازه پوډکاسټ کې، چې د هلمند سیند، د سیستان تاریخي وېش او د انګریزانو د منځګړیتوب پایلو ته ځانګړی شوی، وویل د سیستان د ژوند، کرنې او تمدن بنسټ د هلمند سیند دی او د دې سیند ارزښت په سیمه کې له دجلې او فرات پرته له بل هېڅ سیند سره د پرتلې وړ نه دی.
هغه وویل، د نولسمې پېړۍ د انګریز منځګړي ګولډسمېډ د سیستان د وېش ترڅنګ د هلمند د اوبو په اړه یوازې یوه ماده شامله کړې وه چې پر بنسټ یې باید له اوبو «عادلانه استفاده» وشي، خو د هغه په وینا، هغه مهال بریتانوي چارواکي د اوبو د مدیریت او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو په اړه کافي تخنیکي پوهه نه لرله.
غني زیاته کړه، «که انګریزان هغه وخت د اوبو د مدیریت او لویو بندونو د جوړولو نننۍ تجربې لرلې، ښايي د هلمند د اوبو په اړه یې پرېکړه بل ډول وای.»
پخواني ولسمشر د هلمند د اوبو د تړون په اړه وویل: «دا یوازینۍ معاهده ده چې زموږ د اوبو حقوق یې په اساسي ډول ټاکلي دي او هر افغان باید پوه شي چې دا معاهده د بدلون وړ نه ده.»
هغه وویل، افغانستان د کورنیو جګړو پر مهال د میلیاردونو ډالرو په ارزښت اوبه ایران ته وړیا پرېښې دي، خو په وینا یې: «موږ میلیاردونه ډالره مفتې اوبه ورکړې دي، ایا ایران کله موږ ته مفت تېل راکړي؟ وروري کوو، خو په حساب؛ ګاونډیتوب کوو، خو په حساب.»
غني ټینګار وکړ چې د ایران د حقابې تر ورکړې وروسته، افغانستان د نړیوالو قوانینو له مخې حق لري د خپلو اوبو د مهار، بندونو او پراختیایي پروژو چارې پر مخ یوسي. د هغه په وینا، د کمال خان، بخشاباد او نورو بندونو د جوړولو موخه هم د هېواد کرنیز او اقتصادي پرمختګ و.
هغه د ایران د اعتراضونو په اړه وویل چې د هلمند د اوبو اندازه په نړیوال تړون کې په څرګند ډول ټاکل شوې او د وچکالۍ پړه پر افغانستان نه شي اچول کېدای. د هغه په خبره، د اقلیمي بدلونونو له امله د وچکالۍ دوره لنډه شوې او دا طبیعي وضعیت د دواړو هېوادونو لپاره ګډه ننګونه ده.
غني د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا هم ټینګار وکړ او ویې ویل: «ایران که اوبه غواړي، که کرنیز محصولات؟ افغانستان کولای شي هغه محصولات چې ایران یې له لرې هېوادونو واردوي، د ګډې پانګونې له لارې په افغانستان کې تولید کړي.»
پخواني ولسمشر د تاریخي اسنادو د مطالعې پر اهمیت هم خبرې وکړې او ویې ویل، د دې بحث موخه دا ده چې افغانان د خپلې خاورې او اوبو له حقوقو خبر شي او د تېر تاریخ په رڼا کې راتلونکې پالیسۍ تنظیم کړي. هغه زیاته کړه، «له سیمهییزې همکارۍ پرته افغانستان پرمختګ نه شي کولای، خو دا همکاري باید د ملي ګټو او متقابل احترام پر بنسټ وي.»
غني د خپلو خبرو په پای کې پر نوي نسل غږ وکړ چې د اوبو، نړیوالو حقوقو، ډیپلوماسۍ او تاریخ په برخو کې تخصص ترلاسه کړي او ویې ویل: «موږ پوهې ته اړتیا لرو. زموږ ځوانان باید داسې وروزل شي چې د هېواد له ملي ګټو په لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله کچه دفاع وکړای شي.»