امریکایي خپرونې «نشنل انټرسټ» په یوه مقاله کې چې د یرکین توکوموف او الدنیز ګوسینوف له خوا لیکل شوې، راغلي چې افغانستان به د یوریشیا د راتلونکې په جوړولو کې مهم رول ولري، خو اصلي پوښتنه دا ده چې دغه راتلونکی به د جیوپولیټیکو سیالیو له لارې ټاکل کېږي او که د اقتصادي همکاریو له لارې.
لیکوالان لیکي چې د نړیوال نظم د بدلون او د نړیوالو بنسټونو د کمزوري کېدو په شرایطو کې، قزاقستان د یوې منځنۍ کچې ځواک په توګه باور لري چې سیمه ییز ثبات باید د سیمې د هېوادونو له لارې رامنځته شي، نه د بهرنیو قدرتونو په وسیله.
د مقالې له مخې، د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف د افغانستان په اړه د «سترې لوبې» پر ځای د «سترې ګټې» د تګلارې غوښتنه کړې ده.
مقاله زیاتوي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته د دغه هېواد د منزوي کولو سیاست هغه پایله نه ده ورکړې چې ملاتړو یې تمه لرله.
په لیکنه کې راغلي: «دې سیاست د افغانستان بشري بحران لا ژور کړی، چې اغېزې یې د نشهيي توکو په قاچاق او کډوالۍ کې تر افغانستان بهر، ایران، منځنۍ اسیا او اروپا پورې رسېدلې دي.»
لیکوالان ټینګار کوي چې د تېرو لسیزو تجربه ښيي، «په افغانستان کې هر ډول تشه، که اقتصادي وي، بشري وي یا بنسټیزه، د ویجاړوونکو ځواکونو له خوا ډکېږي.»
د قزاقستان د عملي تعامل تګلاره
د مقالې له مخې، قزاقستان له افغانستان سره د رسمي پېژندنې پرته د عملي تعامل تګلاره غوره کړې ده.
په لیکنه کې ویل شوي چې استانې د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې طالبان له خپلې ممنوعه ډلو له نوملړ څخه لرې کړل او په پلازمېنه کې یې د افغانستان سفارت فعال وساته. همداراز د ۲۰۲۵ کال په جون کې ولسمشر توکایف د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه، څو د دغه هېواد په اړه د قزاقستان تګلاره لا منسجمه کړي.
د مقالې له مخې، د قزاقستان هدف دا دی چې افغانستان له یوه مرستندویه هېواد څخه پر تولیدي او ترانزیټي مرکز بدل شي.
لیکوالان د ۲۰۲۶ کال د جون په میاشت کې کابل ته د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي سفر د دې تګلارې د عملي کېدو نښه بولي. دغه پلاوی د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سرییک ژومانګارین په مشرۍ کابل ته تللی و.
د لیکنې له مخې، ژومانګارین د طالبانو له لومړي وزیر محمد حسن اخوند، د هغه له مرستیال عبدالغني برادر، د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني او د هرات او کندوز له والیانو سره لیدلي دي.
مقاله وايي، افغان چارواکو د قزاقستان له ملاتړ څخه مننه کړې او د دواړو هېوادونو اړیکې یې مهمې بللې دي.
سوداګري او اقتصادي همکاري
د «نشنل انټرسټ» په لیکنه کې راغلي چې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ سوداګري په ۲۰۲۵ کال کې ۵۴۱،۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلې او دواړو هېوادونو د ۲۰۲۴ کال د هوکړې له مخې هدف ټاکلی چې دا کچه تر درې میلیاردو ډالرو ورسوي.
خو لیکوالان وايي، د سوداګرۍ انډول لا هم یوه مهمه ستونزه ده، ځکه د قزاقستان صادرات افغانستان ته له ۵۰۰ میلیونو ډالرو ډېر وو، خو د افغانستان صادرات قزاقستان ته شاوخوا ۲۳ میلیونه ډالر پاتې شوي دي.
قزاقستان د افغانستان کرنیزو محصولاتو ته د خپل بازار د پرانیستلو هڅه هم کړې او په کابل کې یې د سوداګرۍ مرکز جوړ کړی دی.
مقاله زیاتوي چې د اقتصادي همکاریو تمرکز یوازې پر کرنیزو محصولاتو نه دی، بلکې صنعتي برخې ته هم غځېدلی دی.
د لیکنې له مخې، د قزاقستان شرکت «شالکیا زینک» او یوه افغان-جرمني شریک شرکت د بامیانو د کانونو له سیمې څخه د کال ۳۰ زره ټنه جست ډبرې د انتقال تړون لاسلیک کړی چې ارزښت یې ۱۸،۸۸ میلیونه ډالره دی.
همداراز د قزاقستان د «یوریشین ریسورسز ګروپ» شرکت د افغانستان د کرومایټ کانونو په برخه کې د پانګونې یا ګډ کار امکان ارزوي.
د ترانسپورټي دهلېزونو پراختیا
مقاله لیکي چې د قزاقستان لپاره د افغانستان له لارې د ترانسپورټي دهلېزونو جوړول ستراتیژیک اهمیت لري، ځکه دغه هېواد سمندر ته مستقیمه لار نه لري او غواړي د هند سمندر بندرونو ته د رسېدو لارې پراخې کړي.
لیکوالان وايي، قزاقستان لا له وړاندې په افغانستان کې د رېل پټلۍ جوړولو تجربه لري او د «خواف-هرات» رېل پټلۍ د افغان برخې د جوړولو قرارداد یې د «انټیګرا بیا رغونې» شرکت له لارې ترلاسه کړی دی.
د مقالې له مخې، د سیمې هېوادونه باید د نفوذ پر سیالیو تمرکز ونه کړي، بلکې د رېل پټلیو، سوداګریزو معیارونو، ګمرکي اصولو او تعرفو په همغږۍ کار وکړي.
د لوېدیځ او قزاقستان ګډې ګټې
لیکوالان استدلال کوي چې په افغانستان کې ثبات یوازې په اعلامیو نه، بلکې د سوداګرۍ، طبیعي سرچینو، اوبو مدیریت او ترانسپورټ له لارې رامنځته کېدای شي.
په مقاله کې راغلي چې اروپايي ټولنه د افغانستان تر پولې پورې د نښلونې په برخه کې له لویو پانګهوالو څخه ده او قزاقستان او اروپايي ټولنه کولای شي د افغانستان د روغتیا او زدهکړو په برخو کې ګډ کار وکړي.
د لیکنې له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې له ایران او پاکستان څخه له شپږ میلیونو ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې د کډوالۍ موضوع لا هم د سیمې لپاره یوه مهمه اندېښنه ده.
مقاله په پای کې لیکي چې د قزاقستان د افغانستان تګلاره پر دې اصل ولاړه ده چې له واقعیتونو سره تعامل وشي، نه له تصوراتو سره.
لیکوالان زیاتوي: «آستانه هڅه کوي چې ستره لوبه بېرته راژوندۍ نه کړي، بلکې د یوریشیا په زړه کې ستره ګټه په واقعیت بدله کړي.»