د دغه مرکزونو د مسوولینو په وینا؛ که څه هم د رواني مشورې اړتیا ډېره شوې، خو ګڼ ناروغان د اقتصادي ستونزو، ټولنیزو محدودیتونو او د رواني درملنې په اړه د عامه پوهاوي د نشتوالي له امله روغتیايي مرکزونو ته مراجعه نهشي کولی.
رخشانه (مستعار نوم) چې په مزارشریف کې د رواني مشورې ډاکټره ده وایي، په وروستیو میاشتو کې ورته د حضوري او انلاین دواړو خدمتونو لپاره د ناروغانو مراجعه زیاته شوې ده.
هغې وویل، ډېری ښځینه ناروغانې د خپلو رواني ستونزو اصلي لامل د طالبانو محدودوونکې پالیسۍ بولي. د هغې په وینا؛ د زدهکړو او کار له حقه محرومېدل، حقوقي خدمتونو ته نه لاسرسی، تفریحي ځایونو ته پر تګ بندیز او کورنۍ ستونزې د دې لامل شوې چې ګڼې ښځې له اضطراب، خپګان او نورو رواني ستونزو سره مخ شي.
رخشانه زیاتوي، که څه هم د دوی کلینیک خصوصي دی او د مشورې فیس هم لوړ نهدی؛ خو ډېری ناروغان د بېوزلۍ له امله نهشي کولی د درملنې بهیر بشپړ کړي. د هغې په وینا؛ کله چې یې د انلاین وړیا مشورې پروګرام پیل کړ، د تمې خلاف د مراجعینو شمېر ډېر لوړ و، چې د رواني خدمتونو د پراخې اړتیا څرګندونه کوي.
هغې دا هم وویل، چې له ایران او نورو ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو له ستنېدو سره په افغانستان کې د رواني مشورې فرهنګ تر پخوا یو څه پیاوړی شوی؛ ځکه له دې وړاندې ډېری خلک له دغه خدمتونو سره چندان بلد نه وو.
فرشته (مستعار نوم) چې خپله یې د رواني درملنې څو غونډې څارلې دي وایي، د طالبانو له واکمنېدو مخکې د طب پوهنځي د دویم کال محصله وه؛ خو د نجونو پر زدهکړو د بندیز له امله یې زدهکړې نیمګړې پاتې شوې.
هغې ویلي، دغه وضعیت له سختو رواني ستونزو سره مخ کړه او ان ځینې وختونه د ځان وژنې فکرونه هم ورته پیدا کېدل؛ خو رواني مشورو او درملنې د هغې په رغېدو کې مهم رول ولوباوه.
د رواني مشورې یو بل ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته نه یوازې د ښځو؛ بلکې د نارینهو ژوند هم له ګڼو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ شوی دی.
هغه وویل، سره له دې چې په انلاین پروګرام کې ښځینه ډاکټرانې هم فعالیت کوي؛ خو بیا هم د دوی ډېری مراجعین ښځې دي. د نوموړي په وینا؛ پر کار، زدهکړو او تګراتګ بندیز، له پارکونو او تفریحي ځایونو بېبرخې کېدل او د کور دننه اوږدمهاله پاتې کېدل د ښځو د رواني ستونزو مهم لاملونه دي. هغه زیاته کړه، ډېری ناروغان بېکاري او اقتصادي ستونزې د خپلو ژورو اندېښنو اصلي لامل بولي.
نوموړي د پوهنتون یوې پخوانۍ استادې کیسه هم وکړه، چې د پوهنوالۍ تر کچې یې علمي سابقه لرله؛ خو د دندې له لاسه ورکولو وروسته په ژور خپګان اخته شوې او د انلاین رواني مشورو له لارې یې درملنه څارله.
دغه ډاکټر وایي، په افغانستان کې د رواني درملنې فرهنګ لاهم کمزوری دی او په دې برخه کې فعال کلینیکونه محدود دي. د هغه په وینا؛ د طالبانو د عامې روغتیا وزارت هم د رواني روغتیا برخې ته کافي پاملرنه نهکوي او لاهم په ډېرو سیمو کې خلک رواني ناروغ ته د «لېوني» په سترګه ګوري.
هغه ټینګار کوي، چې د رواني روغتیا په اړه پراخ عامه پوهاوی، د وړیا مشورې خدمتونو پراختیا او د رواني درملنې اسانه لاسرسی د وخت مهمې اړتیاوې دي. د نوموړي په باور؛ که د طالبانو محدودیتونه او په افغانستان کې اقتصادي بېوزلي همداسې دوام وکړي، په راتلونکو کلونو کې به د رواني درملنې اړتیا لا نوره هم لوړه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کلونو کې د رواني ناروغیو او پر نشهیي توکو د روږدو کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی. د ټولنیزو چارو یوشمېر څارونکي وایي، بېوزلي، د جګړو اوږدمهاله اغېزې او د طالبانو محدودوونکې تګلارې د دغه ستونزو مهم لاملونه دي.
د هغوی په وینا؛ په ځینو سیمو کې د رواني ستونزو له امله د ځان وژنې پېښې هم زیاتې شوې، خو ډېری دغه ډول پېښې د ټولنیزو محدودیتونو او د طالبانو د فشارونو له امله نه رسنیزې کېږي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) تر دې وړاندې ویلي و، رواني مشورې او بشري ملاتړ کولی شي د افغانستان د ښځو او نجونو رواني او ټولنیز وضعیت ښه کړي. دغه سازمان زیاته کړې وه، چې د مېندو او ماشومانو په روغتیایي مرکزونو کې د مشورې او ملاتړ پروګرامونه له ګڼو زیانمنو ښځو سره د رواني ستونزو په کمولو کې مرسته کړې ده.