دغه کورنۍ په لومړي سر کې د پنجاب په بېلابېلو ښارونو کې مېشتې شوې؛ خو د پولیسو د عملیاتو او نیونو له وېرې وروسته پېښور ته کډه شوې دي. خو اوس په پېښور کې هم د ورته عملیاتو له امله له ناڅرګند وضعیت سره مخامخ دي.
د پاکستان حکومت لهخوا د افغان کډوالو پرضد په ټول هېواد کې عملیات روان دي. د دغه عملیاتو په ترڅ کې د راولپنډۍ، اوکاړې، ساهیوال، بهاولپور او د پنجاب له نورو ښارونو څخه سلګونه افغانان نیول شوي او د خیبر پښتونخوا له لارې افغانستان ته ستانه کړل شوي دي. د همدې وېرې له امله ګڼو کورنیو پنجاب پرېښود او پېښور ته په دې هیله تللې، چې هلته به لږترلږه په لنډمهالي ډول خوندي ځای ومومي؛ خو اوس په پېښور کې هم د نیونو او پلټنو لړۍ چټکه شوې ده.
له بهاولپور نه پېښور ته د یوې ستنې شوې کورنۍ مشر نورالله وایي، چې په ۲۰۲۱کال کې له کابل نه پاکستان ته وتښتېدل او په لومړي سر کې په بهاولپور کې مېشت شول. د هغه په وینا؛ کله چې په بهاولپور کې د کورونو د مالکانو او افغان کرایهدارانو پرضد عملیات پیل شول، اړ شو چې په یوه شپه کې خپل کور پرېږدي. نورالله وایي، خلکو ورته ویلي و چې په پېښور کې وضعیت نسبتا ښه دی او د نیول کېدو ګواښ کم دی؛ خو د څو اوونیو په تېرېدو سره دلته هم پولیسو د دوی په سیمه کې د لټون او د اسنادو د ارزونې عملیات پیل کړي. هغه زیاتوي، چې اوس نه پوهېږي کوم ځای ته ولاړ شي ځکه د پاکستان په هېڅ برخه کې ځان خوندي نه احساسوي.
ساهیوال نه پېښور ته راغلې یوې افغان مېرمنې فریدې (مستعار نوم) وویل، مېړه یې په پنجاب کې د عملیاتو پرمهال نیول شوی او له همدې امله یې کورنۍ اړه شوه چې ژر تر ژره پېښور ته کډه شي. د دوی ماشومان تراوسه دوه ځلې له زدهکړو بېبرخې شوي او اوس په پېښور کې هم د ښوونځي د شاملېدو برخلیک یې ناروښانه دی؛ ځکه د روانو عملیاتو له امله د رسمي ثبت او راجسټر کېدو څخه ډډه کوي. هغې وویل، د پاکستان له حکومته یې یوازینۍ غوښتنه دا ده چې لږترلږه د ماشومانو د زدهکړو او د کورنیو د یو ځای پاتې کېدو لپاره یوه باعزته حللاره ومومي.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدی وایي، چې له ۲۰۲۳کال راهیسې تراوسه تر ۲.۵ مېلیونه ډېر افغانان له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د بشري حقونو سازمانونو په وار، وار خبرداری ورکړی، چې د افغان کډوالو پرضد ناڅاپي او پراخ عملیات په ځانګړي ډول پر ښځو او ماشومانو سختې رواني، ټولنیزې او اقتصادي اغېزې پرېږدي.
یوناما په ۲۰۰۲کال کې د طالبانو د لومړي حکومت تر پرځېدو وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۴۰۱ شمېرې پرېکړهلیک پربنسټ جوړ شو؛ څو په افغانستان کې د سولې له بهیر، بیارغونې، د دولتي بنسټونو د پیاوړتیا او له بشري حقونو ملاتړ وکړي.
که د امنیت شورا د رباب فاطمې ټاکنه تایید کړي، نوموړې به په داسې وخت کې د دغه ماموریت مشري پر غاړه واخلي چې افغانستان له بشري ناورین، سیاسي کړکېچ، نړۍوالې انزوا او د ښځو پر حقونو له پراخو محدودیتونو سره مخ دی. له همدې امله د هغې بریا یا ناکامي به نه یوازې د هغې پر ډیپلوماتیکو وړتیاوو؛ بلکې د امنیت شورا د ملاتړ کچې او له ملګرو ملتونو سره د طالبانو د تعامل پر څرنګوالي هم تړلې وي.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، چې د پلچرخي په زندان کې یې ۹۰ زندانيانو ته د حرفهيي او تخنیکي زدهکړو زمینه برابره کړې. د دغه وزارت په وینا، دغه روزنیزه دوره ۶ میاشتنۍ ده او زندانیانو ته به په بېلابېلو تخنیکي او مسلکي برخو کې زدهکړې ورکړل شي.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۸م) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه وزارت او د زندانونو چارو سمون ادارې په همغږۍ د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د پراختیا په موخه، د لومړي ځل لپاره په پلچرخي زندان کې ۹۰ زندانيانو ته د ودانيو برېښنا، کمپیوټر او خياطۍ په حرفو کې د شپږ میاشتنیو نظري او عملې زدهکړو زمینه برابره شوه.
د دغه وزارت د کار چارو مرستیال محمد زاهد احمدزي په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل، د کار او ټولنيزو چارو وزارت د همکارو ادارو په همغږۍ سره هڅه کوي، چې د هېواد په زندانونو کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو فرصتونه لا پراخ کړي، څو بندیان له بند څخه تر خلاصون وروسته د مناسب کسب او کار څښتنان او خپلو کورنیو ته د حلالې نفقې د پيدا کولو سبب وګرځي.
هغه زیاته کړه: «د تخنیکي او مسلکي زدهکړو برابرول د زندانیانو د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو، د کار بازار ته د هغوی د چمتووالي او د جرمونو د تکرار د مخنیوي لپاره مهم رول لري».
له دې سره سم، د زندانونو چارو سمون ادارې نظامي مرستیال محمد کاظم طارق د یادو زدهکړو له ګډونوالو زدهکوونکو څخه وغوښتل، چې له وخت او زدهکړو څخه په غوره توګه استفاده وکړي.
هغې ادعا کړې چې اوکراین د روسیې پر ملکي وګړو او بنسټیزو تأسیساتو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، دا بریدونه د دې لپاره ترسره کېږي چې د اوکراین حکومت خپلو لوېدیځو متحدانو ته وښيي چې ورکړل شوې وسلې اغېزمنې دي او له دې لارې د لا ډېرو پوځي مرستو ترلاسه کولو زمینه برابره کړي.
روسیې دا ادعاوې داسې مهال مطرح کړي چې د مسکو او کییف ترمنځ جګړه لا هم روانه ده او دواړه لوري په پرلهپسې ډول یو بل د ملکي وګړو او ملکي زیربناوو په نښه کولو تورنوي. د دې ادعاوو په اړه د اوکراین رسمي غبرګون تر اوسه نه دی خپور شوی.
د سوداګرو په وینا، تر ۹ میاشتو مخکې د افغانستان له نورو صادراتي توکو سربېره تازه میوې پاکستان او د پاکستان له لارې بیا نورو هېوادونو ته صادرېدل،خو د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پرې کېدو له امله اوس د افغانستان تازه میوې عربي هېوادونو، منځنۍ اسیا او اروپا ته صادرېږي.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه تر نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۱مې راهیسې تړل شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په ټپه درېدلې ده. اوسمهال یوازې افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنېدو اجازه لري او له هغې پرته هر ډول تګراتګ درېدلی دی.
د تورخم لاره
د افغان سوداګرو په وینا، د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو اړیکو له پرېکون مخکې، پاکستان به هر کال د افغانستان د تازه میوو د فصل پر مهال په یوه پلمه نه په یوه پلمه یې لارې بندولې او یا به یې د تعرفو له لوړولو سربېره په دروازو کې یې د تازه میوو لیږدونکي موټر درول، څو په موټر کې میوې خوسا شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د پاکستان د بدیل مارکېټ په توګه یې د منځنۍ اسیا او عربي هېوادونو او همدارز اروپا ته مخه کړې ده.