د «ان پي ار» د راپور له مخې، د طالبانو له خوا د ځیرک مبایلونو د کارولو بندیز د جون له ۱۶مې نېټې عملي شوی او له سرغړوونکو سره د موبایل د ضبط، ماتولو او نامعلومو «قانوني او شرعي سزاوو» ګواښ شوی دی.
راپور وايي، د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده له شفاهي امر وروسته دا پرېکړه په رسمي ډول د پوځي محکمې له لارې د هېواد پوځي او ملکي ادارو ته لېږل شوې ده. په دې لارښود کې ویل شوي چې یوازې هغه کسان کولای شي د ځيرک مبایل له کارولو معاف شي چې د اخوندزاده له خوا ورته ځانګړې لیکلې اجازه ورکړل شوې وي.
د طالبانو له خوا د ځيرک مبایل پر ځای د عادي موبایلونو (هغه موبایلونه چې یوازې د زنګ او پیغام اسانتیا لري) کارول اجازه لري.
د روغتیايي خدمتونو لپاره ستونزې
په غزني ولایت کې قابله فرزانه، چې په لسو کلیو کې له میندو سره مرسته کوي، وايي مخکې به ښځو د خپلو ناروغو ماشومانو یا د پوستکي ستونزو لرونکو نویو زېږېدلو ماشومانو عکسونه ورته لېږل، څو پرېکړه وکړي چې کومه قضیه بیړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.
هغې ویلي: «زه په یو وخت کې هر ځای ته نه شم تللی. کله ناکله یو عکس یا پیغام له ما سره مرسته کوي چې پوه شم کومه مور یا نوی زېږېدلی ماشوم بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري.»
خو په ځيرک مبایل له بندیز وروسته نوموړې وايي، له وېرې یې د خپل ځيرک مبایل کارول بند کړي او اوس یوازې د عادي ټیلیفون له لارې اړیکه ورسره نیول کېږي، چې په افغانستان کې د ډېرو خلکو لپاره ګران تمامېږي.
فرزانه زیاته کړې: «دغه بندیز دا ستونزمنوي چې په هر کلي کې هرې ښځې ته پر وخت ورسېږم.»
پوهنتونونه هم د بندیز تر اغېز لاندې دي
د راپور له مخې، د ځیرک مبایلونو بندیز د افغانستان د زدهکړې پر بهیر هم اغېز کړی دی. په کابل پوهنتون کې د استادانو، کارکوونکو او محصلانو لپاره د ځيرک مبایلونو بشپړ بندیز د جون له ۲۱مې عملي شوی دی.
په هرات پوهنتون کې د پوهنتون دروازې ته خبرتیاوې لګېدلې چې له مخې یې هېڅوک له ځيرک مبایل سره دننه نشي تللی، او دغه محدودیت د محصلانو لیلیو ته هم غځول شوی، چې ورسره د وایفای خدمتونه هم درول شوي دي.
د کابل پوهنتون یوه محصل ویلي چې دغه پرېکړه د زدهکوونکو د کورنیو سره اړیکې هم ستونزمنې کړې دي.
هغه ویلي: «که څه پېښه شي، زموږ کورنۍ باید پوه شي چې موږ خوندي یو که نه. له موبایل پرته موږ له هغوی پرې کېږو.»
راپور زیاتوي چې د ډېرو محصلانو لپاره ځيرک مبایلونه یوازې د اړیکو وسیله نه ده، بلکې د ټولګي، کتابتون او زدهکړې یوه وسیله هم ده. محصلان له دې لارې د درسونو عکسونه اخلي، کتابونه ترلاسه کوي، علمي مطالب لټوي او له استادانو سره اړیکه نیسي.
طالبان: ځيرک مبایلونه د راتلونکې نسل لپاره ګواښ دي
د کندهار د پوهنې ریاست ویلي چې پر محصلانو او ښوونکو د ځیرک مبایلونو بندیز د «شریعت له نظره» دی او خبرداری یې ورکړی چې ځيرک مبایلونه د «راتلونکي نسل د تباهۍ» لامل کېدای شي.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر مخکې ځيرک مبایلونه د مسلمانانو له «درېیو اصلي دښمنانو» څخه بللي او د تېر کال په اکتوبر کې یې په پوهنتونونو کې د دغو وسایلو کارول یوازې لوړپوړو چارواکو ته محدود کړي وو.
د بندیز تر شا احتمالي لامل
راپور وايي، د دې پرېکړې وخت په هرات کې د جون په لومړیو کې له هغو اعتراضونو سره سمون لري چې وروسته له هغې رامنځته شول چې طالبانو یو شمېر ښځې او نجونې د «نامناسب حجاب» په تور ونیولې.
د راپور له مخې، د اعتراضونو پر مهال د طالبانو ځواکونو پر لاریونوالو ډزې وکړې او لږ تر لږه یو کس پکې ووژل شو. د دغې پېښې ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې.
طالبانو د دې راپور په اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.
موبایل؛ د خلکو د غږ وسیله
د راپور له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د موبایل کمرې په افغانستان کې د اعتراضونو، نیونو، عامه سزاوو او د روغتیايي مرکزونو د ستونزو ګڼ انځورونه ثبت کړي دي.
د دایکندي ولایت اوسېدونکی عصمت خان امیري وايي، کله چې د هغه پلار په کندهار کې څو ځله د عملیاتو لپاره روغتون ته یووړل شو، خو عملیات یې ونه شول، ده د پېښې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره کړه.
هغه ویلي: «ما نه ځواک درلود، نه پیسې او نه اړیکې؛ خو موبایل مې درلود. ما غوښتل خلک پوه شي چې څه روان دي.»
امیري وايي، د ویډیو له خپرېدو وروسته پر روغتون فشار زیات شو او بالاخره یې د پلار عملیات ترسره کړل.
هغه زیاته کړې: «ځيرک مبایل یوازې د ساعتېرۍ یا اړیکو وسیله نه ده؛ د هغو خلکو لپاره چې له پامه غورځول کېږي، غږ یې چوپ کېږي یا له تبعیض سره مخ دي، دا د غږ وسیله ګرځېدلی شي.»
د معلوماتو د کنټرول هڅه؟
د راپور په وینا، ځيرک مبایلونه طالبانو ته ځکه هم اندېښمنوونکي دي چې له لارې یې معلومات له رسمي کنټرول څخه بهر خپرېږي، له یوه کلي، ښوونځي یا روغتون څخه د خلکو تر پراخې ټولنې رسېږي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د روغتیا، زدهکړو او عامه خدمتونو ستونزې دوام لري، په ځيرک مبایلونو بندیز د ډېرو افغانانو لپاره د مرستې، اړیکو او معلوماتو د ترلاسه کولو یوه مهمه لاره محدوده کوي.