د پاکستان د دولت پر ضد د بلوچ ملتپالو مبارزه اوږد مخينه لري. دا مبارزه د ۱۹۴۸ کال له پېښو وروسته پیل شوه، کله چې پاکستان د قلات د خپلواک دولت واکمن، خان میر احمد یار خان، ونیو او قلات یې تر خپل کنټرول لاندې راوست. له هغه وخت راهيسې د بلوچو درې نسلونو د خپلواکۍ لپاره مبارزه کړې ده.
خو په وروستیو کلونو کې د بلوچستان شخړې نوي ابعاد خپل کړي دي. په ۲۰۱۴ کال کې پاکستان او چین د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې، د بلوچستان ګوادر بندر د چین د شنجیانګ ایالت له کاشغر ښار سره نښلول کېږي، څو چین د هند سمندر له لارې د فارس خلیج او منځني ختیځ بازارونو ته مستقیم لاسرسی ومومي. په دې توګه، د ګوادر بندر د چین د سیمهییز او نړیوال ستراتیژیک نفوذ مهمه برخه ګرځي.
طبیعي ده چې د چین د نفوذ پراخېدل د لوېدیځو قدرتونو، په ځانګړي ډول د امریکا، اندېښنې راپاروي.چې غربی ځواکونه د چین د ستراتیژیک نفوذ د ساحې په پراخیدو ناراضه دې ، پاکستان د امریکا د ملاتړ د ساتلو لپاره د ګوادر له بندر څخه شاوخوا ۸۰ کیلومتره لرې د پسني بندر د امریکايي حضور لپاره وړاندیز کړی دی. که څه هم اسلاماباد هڅه کوي له چین او امریکا سره په خپلو اړیکو کې توازن وساتي، خو دا پوښتنه لا هم پر ځای ده چې ایا د سیالو قدرتونو ستراتیژیکې ګټې په یوه حساسه سیمه کې له یو بل سره همغږېدای شي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې دغه سیمه د ایران او امریکا د کړکېچ له جغرافیې سره هم نږدې ده.
بله مهمه مسئله د بلوچستان د پراخو طبیعي زیرمو ده. بلوچستان، د افغانستان په څېر، د طبیعي ګاز، نفت، مسو، سرو زرو، سپینو زرو او نورو ارزښتناکو معدني زیرمو له پلوه بډایه سیمه ګڼل کېږي. د دغو سرچینو د کنټرول او اقتصادي ګټو لپاره د سترو قدرتونو سیالي هم طبیعي بلل کېږي. په داسې وضعیت کې د پاکستان لپاره دا کار ورځ تر بلې ستونزمن کېږي چې له چین او امریکا سره خپلې اړیکې په متوازن ډول مدیریت کړي.
له بلې خوا، د ټيټيپي له لوري د شمالي بلوچستان پښتون مېشتو سیمو ته د خپلو فعالیتونو غځول هم یو مهم ستراتیژیک تحول ګڼل کېږي، هغه اقدام چې تر شا یې بېلابېل امنیتي، سیاسي او سیمهییز عوامل موجود کېدای شي.
دغه ولسوالۍ د فاتح د نفوذ اصلي مرکز بلل کېږي او د سیمې کانونه او طبیعي سرچینې هم د هغه او د هغه د قوماندانانو تر اغېز لاندې دي.
بدخشاني طالب چارواکو، په ځانګړي ډول د طالبانو لوی درستیز فصیحالدین فطرت، د فاتح پر ضد د پوځي عملیاتو ملاتړ نه کاوه. د دوی دریځ دا و چې د خپلې سیمې له خلکو او بدخشاني طالبانو سره په جګړه کې برخه نه اخلي، خو د خبرو اترو له لارې د حل لپاره چمتو دي.
په کندهار کې د طالبانو مشرتابه ته داسې معلومات ورکړل شول چې پر فاتح پوځي عملیات ښايي له ستونزو سره مخ شي، ځکه د درواز جغرافیا د هغه په ګټه ده او د سیمې کنټرول به اسانه نه وي. د همدې له امله د طالبانو دفاع وزیر هم له بدخشان څخه بې له څرګندې پایلې کابل ته ستون شو.
د خبرو له لارې جوړجاړی
طالبان اړ شول چې د ستونزې د حل لپاره د خبرو لاره غوره کړي او له فصیحالدین فطرت او نورو بدخشاني طالب چارواکو یې وغوښتل چې منځګړیتوب وکړي.
له کابل څخه راغلي طالب ځواکونه دې له بدخشان څخه ووځي؛
هغه غیر بدخشاني طالب چارواکي دې له سیمې ووځي، چې د عملیاتو لپاره راغلي؛
دی به یوازې له فصیحالدین فطرت او بدخشاني طالب چارواکو سره په فیضاباد کې خبرې کوي؛
نیول شوي نږدې قوماندانان دې خوشې شي.
د سرچینو له مخې، وروسته له هغه چې طالب ځواکونه له بدخشان څخه ووتل، موسی کاکه هم له زندانه خوشې شو.
فاتح بیا په بدخشان کې له طالبانو سره بیعت تازه کړ، ژمنه یې وکړه چې د نظام پر وړاندې به بغاوت نه کوي، خپل وسلهوال به بېوسلې کوي او طالبان به د ده د نیولو هڅه نه کوي.
طالبانو هڅه وکړه چې دا موضوع د داخلي جوړجاړي په توګه وړاندې کړي او د بدخشان والي او فصیحالدین فطرت د رسنیو له لارې وضاحتونه ورکړل چې دا یوه عادي ستونزه وه، نه داخلي اختلاف.خو د طالبانو مشر ملا هبتالله لا هم هڅه کوي چې د فاتح موضوع په خپل کنټرول کې وساتي. د راپورونو له مخې، د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني په منځګړیتوب امکان شته چې فاتح کابل ته لاړ شي او د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې ورته دنده ورکړل شي.
که فاتح کابل ته ولاړ شي، دا به د طالبانو د اوسني نظام په موده کې یوه بېسارې پېښه وي ځکه دا لومړی ځل دی چې یو ځواکمن طالب قوماندان د مشرتابه د پرېکړو پر وړاندې ودرېد، د خپل ځواک د کارولو ګواښ یې وکړ او د خبرو له لارې یې خپلې غوښتنې مطرح کړې.
د دې پېښې پایله ښايي د طالبانو د نورو سیمهییزو قوماندانانو او چارواکو لپاره هم پیغام ولري. دا چې د واک په جوړښت کې د فشار او نفوذ لپاره یوازې اطاعت نه، بلکې سیمهییز ځواک هم اغېز لري.
له بلې خوا، ملا هبتالله هڅه کوي هغه ځواکمن طالب مشران او قوماندانان محدود کړي چې په راتلونکې کې د ده د واک لپاره احتمالي ننګونه جوړولی شي. د جمعه خان فاتح قضیه ښيي چې د طالبانو دننه د واک، نفوذ او قوماندې پر سر اختلافات لا هم شته.
له یوې خوا اقتصادي بحران، داخلي نارضایتي او نړۍوال فشارونه؛ له بلې خوا یو پیاوړی امنیتي جوړښت، پوځي ځواک، نیابتي ډلې او سیمهییز نفوذ. ایا د ایران اسلامي جمهوریت د کمزورۍ وروستۍ مرحلې ته رسېدلی، که لا هم د اوږدې مقابلې توان لري؟
دا هغه پوښتنې دي چې تازه یو ځل بیا راپورته شوي.
هغه اوربند چې د نړۍ ګڼو هېوادونو د امریکا او ایران ترمنځ د یوې نوې ډیپلوماټیکې لارې د پیل په توګه باله، ډېر ژر په ماتېدو بدل شو. د څو میاشتو سختو نښتو وروسته، واشنګټن او تهران د ۲۰۲۶ کال په جون کې د ۶۰ ورځني اوربند هوکړې ته ورسېدل. د دې تړون هدف د جګړې درول، د هرمز تنګي د تګ راتګ خوندي کول او د اټومي پروګرام او بندیزونو په اړه د خبرو بیا پیل و.
خو دا هیله اوږده نه شوه. اوربند مات شو، پوځي عملیات بېرته پیل شول، ګواښونه زیات شول او د منځني ختیځ د یوې پراخې جګړې اندېښنې بیا راپورته شوې.
ولې اوربند مات شو؟
د امریکا او ایران ترمنځ د اختلاف اصلي محور لا هم د تهران اټومي پروګرام دی. واشنګټن غواړي ایران د یورانیمو غني کول محدود کړي او د اټومي فعالیتونو په اړه د نړۍوالو څارونکو لاسرسی زیات کړي. خو تهران ټینګار کوي چې اټومي پروګرام یې د خپل ملي حق برخه ده.
د مذاکراتو پر مهال داسې نښې وې چې ایران به د یورانیمو د غني کولو د کچې محدودولو او د خپلو زېرمو د مدیریت په اړه بحث ته چمتو شي. په بدل کې امریکا هم د بندیزونو د کمولو او ځینو امتیازاتو ورکولو ژمنې مطرح کړې وې.
خو په ایران کې دننه د دې موضوع په اړه یووالی نه شته. د سپاه پاسداران او ځینو سخت دریځو نظامي کړیو دریځ دا دی چې د اټومي پروګرام په اړه هر ډول محدودیت د ایران د ستراتیژیک ځواک کمول دي. له بلې خوا، د حکومت ځینې سیاسي څېرې هڅه کوي د فشارونو د کمولو لپاره له نړۍ سره د خبرو لاره خلاصه وساتي.
د اټومي پروګرام ترڅنګ، د ایران بالستیک توغندیز پروګرام هم د اختلاف بل مهم ټکی دی.
امریکا غواړي د ایران توغندیز توان هم د خبرو برخه وګرځوي، خو تهران په ښکاره ډول وايي چې د دفاعي توغندیو موضوع هېڅکله د مذاکراتو برخه نه شي کېدای.
همدا ژور اختلاف او بېباوري د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر ډول هوکړې تر ټولو لوی خنډ بلل کېږي.
امریکا وايي تهران خپلې ژمنې نه عملي کوي؛ ایران بیا باور لري چې واشنګټن له هوکړو وځي او فشارونه زیاتوي. دا متقابله بېباوري هغه لامل دی چې هر تړون له ماتېدو سره مخ کولی شي.
ایا ایران د سقوط پر لور روان دی؟
په سیمه او نړۍ کې یوه اساسي پوښتنه دا ده: ایا اوسني فشارونه د ایران د نظام د سقوط نښې دي؟
ایران له څو کلونو راهیسې له سختو اقتصادي ستونزو، نړۍوالو بندیزونو، د اسعارو د کمښت، انفلاسیون او د خلکو له نارضایتۍ سره مخ دی. پر دې سربېره، له امریکا سره روانه پوځي شخړه کولی شي د تهران اقتصادي او امنیتي فشارونه نور هم زیات کړي.
خو له بلې خوا، ایران لا هم یو پیاوړی امنیتي او پوځي جوړښت لري. سپاه پاسداران د هېواد په دننه کې پراخ نفوذ لري، سیمهییز متحدین لري او حکومت لا هم د مخالفینو د کنټرول توان لري.
له همدې امله، د ایران د نظام فوري سقوط ډېر احتمال نه لري؛ خو اوږدمهاله فشارونه، اقتصادي کمزوري او دوامداره جګړه کولی شي د نظام پر ثبات جدي اغېز وکړي.
همداراز، د جګړې پراخېدل کولی شي د منځني ختیځ نور هېوادونه هم ورګډ کړي او د یوې لویې سیمهییزې یا نړۍوالې شخړې خطر زیات کړي.
د ایران راتلونکی؛ بقا که کمزوري؟
تاریخ ښيي چې ځینې نظامونه د بهرني فشار او جګړو له لارې لا پیاوړي شوي، خو ځینې نور بیا د همدې جګړو له امله کمزوري او نسکور شوي دي.
ایران اوس د همدې دوو لارو ترمنځ ولاړ دی. که حکومت وکولای شي اقتصادي فشارونه مدیریت کړي او جګړه محدوده وساتي، ښايي خپل ثبات وساتي. خو که جګړه پراخه شي، داخلي ستونزې زیاتې شي او نړۍوال فشارونه دوام وکړي، د نظام د کمزورۍ خطر به لوړ شي.
اوس اصلي پوښتنه دا نه ده چې ایران به سبا سقوط وکړي که نه؛ بلکې دا ده چې تهران به تر کومه ځایه د جګړې، بندیزونو او داخلي فشارونو بار وزغملی شي.
ځکه دا یوازې د ایران او امریکا ترمنځ شخړه نه ده؛ دا هغه اور دی چې که پراخ شي، ټوله سیمه او د نړۍ اقتصاد به ورسره اغېزمن شي. راتلونکې څو اوونۍ ښايي د دې بحران د راتلونکي مسیر په ټاکلو کې مهم رول ولري.
پاکستاني سياستوال او شنونکي وايي، په خيبرپښتونخوا او ځانګړې توګه له افغانستان سره پر ډیورڼد کرښه پرتو سيمو کې له وړاندې څخه ناامني او ترهګري په زور کې ده، او د پاکستاني طالبانو له تحريک څخه د جماعت الاحرار ډلې جلا کېدل ښيې چې امنيتي وضعيت لا نور پېچلی کړی.
پر ډیورڼد کرښه پرتې د خيبرپښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د پاکستان پيپلز ګوند سیمه ييز مشر اخوندزاده چټان وايي، د پښتونخوا په شمالي او جنوبي سيمو کې د ناامنۍ څپه روانه ده او په شمالي سيمو کې بيا باجوړ تر ټولو زيات د ناامنۍ سره مخ سيمه ده.
افغانستان انټرنشنل - پښتو سره خبرو کې هغه وويل، «که نوې ډله جوړيږي او که زړې وي کوم توپير نه لري همدغه جماعت الاحرار و، چې یوه جلا ډله وه او بیا طالبان ټول يو ځای شول او اوس که بيا جلا شو نو په امنيت یې کوم فرق نه پرېوځي زما په خيال حالات به همدغسې وي».
هغه زياته کړه، «دوی (جماعت الاحرار) که د ټي ټي پي سره و نو د هاغه ډلې لخوا به یې بریدونه کول او اوس به یې په جلا توګه کوي، همغه حالات به بيا هم وي».
د باجوړ سره څېرمه پرتې بلې قبايلي ولسوالۍ مومندو کې د جماعت اسلامي ګوند سیمه ييز مشر ملک فردوس خان صاپی هم تاييدوي چې په باجوړ کې ناامني زياته ده او هره ورځ هلته پېښې کيږي. او په «مومندو کې هم بیا حالت بدل نه دی، وسله وال په ښکاره ګرځي، د ماښام نه وروسته د خلکو نه قلنګ اخلي په زوره د خلکو نه چای ډوډۍ خوري او سهار بيا امنيتي ادارې په ځايي خلکو پسې ورځي او په دې یې ځوروي چې تاسو وسله والو ته ولې چای ډوډۍ ورکوئ».
په مومندو کې د جماعت الاحرار په اړه هغه زیاته کړه، «موږ اول دلته ټي ټي پي پېژندله اوس پکې دا جماعت الاحرار ډله رامنځته شوه دلته ځايي خلکو ته اوس دا ستونزه پېښه شوې ده چې دا دواړه ډلې په کليو ګرځي چې بلې ته به پيسې نه ورکوئ او بله بيا وايي چې بلې ډلې ته به پيسې نه ورکوئ دوی په خپل منځ کې اختلاف لري خو د خلکو څخه په قلنګ اخېستو او په تکليف رسولو کې بیا یو شان دي».
شنونکی او خبريال افتخار فردوس وايي، جماعت الاحرار له دې وړاندې هم په ۲۰۱۴م کال کې د ټي ټي پي څخه جلا شوې وه او هاغه وخت یې په بلوچستان، پنجاب او کراچۍ پورې بریدونه کړي وو.
افغانستان انټرنشنل - پښتو سره خبرو کې هغه وويل، «جماعت الاحرار په خيبرپښتونخوا کې شتون لري خو د نورو هغو ډلو سره هم ژورې اړيکې لري کومو سره چې دا نورې ناقانونه ګرځول شوې ډلې اړيکې نه لري او جماعت الاحرار چې د ۲۰۱۴م کال نه تر ۲۰۲۰م پورې څومره بريدونه کړي دي هغه یې د نورو ډلو سره په همکارۍ کې کړي دي».
هغه وويل، «دا ډله ادعا لري چې ټي ټي پي د پښتنو يا قبايلي سيمو نه چې کوم بهر سيمې دي ټي ټي پي په دغو سيمو کې بيا تل په دې ډله تکيه کوله».
يو بل خبريال ناصر داوړ وايي، په جماعت الاحرار کې چې څومره خلک پاتې شوي او اوس هم پکې دي، دوی په ټي ټي پي کې پاتې شوي دي، دوی چې وړاندې د ټي ټي پي څخه جلا شوي خپل عمليات به یې چټکول اوس چې دوی بیا د جلا کېدو اعلان وکړو بيا نه ښکاري چې په اسانۍ سره د ټي ټي پي سره يو ځای شي.
افغانستان انټرنشنل - پښتو سره خبرو کې هغه وويل، «دا ډله چې څنګه جلا شوه دا په اول سر کې خيبر ته راغله او د ټي ټي پي ځای یې ونيولو، ټي ټي پي چې کوم قلنګ اخستو د کاروباري او شتمنو خلکو څخه، نو دوی هغه وا ايستل او هغه کار اوس دوی کوي، دغه شان په اورکزو کې یې هم د ټي ټي پي ځای ونيولو او هلته هم دوی اوس د خلکو نه پيسې اخلي، دغه ډول د پېښور سره نزدې (اېف ار پېښور) سيمه کې دوی ځان پياوړی کړی دی».
د امنیتي چارو کار پوه پخوانی د لوا قومندان محمود شاه وايي، د ده په نظر جماعت الاحرار دومره لوی قوت نه دی خو دوی له ټي ټي پي څخه جدا ايډيالوژي لري، دوی خپل فعاليتونه لري او په «پاکستان کې چې دوی څومره بريدونه کړي هغه ډېر خطرناک و» خو جلا کېدل یې ډېره لويه خبره نه ده.
سیاستوال او شنونکي وايي، ښيې چې د جماعت الاحرار سره امنیتي وضعيت د وړاندې په پرتله لا پسې نور خراب شي.
ملک فردوس خان ساپي وايي، په قبايلي سيمو کې غټ روزګار لکه په مومندو کې د ناامنۍ له لاسه د سنګ مرمرو کارخانې او کانونه وتړل شو، شتمن خلک د قبايلي او پښتونخوا له نورو سيمو څخه پنجاب ته لاړل او «موږ ته اقتصادي ډېر غټ تاوان وشو دلته اوس څوک پانګونې نه کوي».
هغه زياته کړه، «په څرګنده خو ښکاري چې جماعت الاحرار په قبايلي سيمو کې قوت لري او له دوی سره افغانان په ګڼ شمېر کې راغلي دي هغوی ورسره ګزمې کوي، ولس ته د دواړو ډلو (جماعت الاحرار او ټي ټي پي) څخه مسله ده ولس دې په دې منځ کې ښکېل دی چې د چا سره خبره وکړي».
همداراز هغه وويل، «د ناامنۍ څخه يو څوک هم خوندي نه دي، مذهبي ګوندونه هم د ګواښونو سره مخ دي».
افتخار فردوس وايي، له وخته سره د ټي ټي پي او جماعت الاحرار ترمنځ اختلاف و خو اوس به زياتې ستونزې پاکستان ته جوړيږي.
هغه وويل، «د ټي ټي پي په اړوند ځینې وړاندوينې کېدی شوې ځکه چې هغوی د جماعت الاحرار په پرتله د افغان طالبانو د زيات اثر لاندې دي او بل د دوی د ديوبندي شريعت لاندې اهداف او سيمې معلومې دي خو د جماعت الاحرار او هغوی سره نورې اړونده ډلې د ۲۰۲۱م کال وروسته غځېدلې دي، دغه ډلې او جماعت الاحرار د کراچۍ نه تر ګلګت بلتستان پورې او د بلوچستان نه تر خيبرپښتونخوا پورې د بريدونو مسووليت مني نو دا ستونزه به نوره هم زیاته شي».
نوموړي دا هم وويل، «يوه بله خبره دا ده چې د طالبانو د تحریک لاندې چې د ۲۰۱۸م کال وروسته د هغو په فرقه ييزه بريدونو کې کمی راغلی دی نو د جماعت الاحرار د جلا کېدو څخه فرقه ييزه بريدونه ښيې زیات شي».
ناصر داوړ وايي، د جماعت الاحرار جلا کېدل «د حکومت او خلکو لپاره په راتلونکې وخت کې يو خطرناک شکل جوړېدی شي، دوی به په اورکزو او کورمه کې ځان ډېر پياوړی کوي که چېرته دوی دغلته داعش ته لاس ورکړ نو دا به امنیتي وضعيت نور پيچلی کړي».
خو پخوانی بريګيډيير محمود شاه بيا وايي، جماعت الاحرار ډله د مومندو څخه پورې غاړې افغانستان کې موقعيت لري او ټي ټي پي په وزيرستان کې شتون لري، «که جماعت الاحرار په کراچۍ بريد وکړ د هغې څخه دا معنی نه شي اخېستل کېدای چې دا ډله دومره لويه ده چې په ټول پاکستان کې فعاليتونه کولی شي».
د جون میاشتې پر ۲۹مه د پاکستان جنګي الوتکو په پکتیا، خوست او کونړ کې پر یو شمېر ودانیو بمونه وغورځول. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر ادعا کړې ده چې دغه هوايي بریدونه د استخباراتي معلوماتو پر اساس د ترهګرو پر پټنځایونو شوي، چې په پاکستان کې وژونکي بریدونه کوي.
خو د طالبانو امارت ویلي دي چې عادي ملکي خلک د دغو هوايي بریدونو هدف ګرځېدلي دي، چې په نتیجه کې یې د ماشومانو او ښځو په ګډون لږ تر لږه شپږ دېرش کسان وژل شوي دي او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي. د یوناما دفتر هم د ۲۸ ملکي افرادو، چې ماشومان او ښځې هم پکې شامل دي، د وژل کېدو خبر تصدیق کړی دی.
خو لکه چې ټول خلک خبر دي، دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني الوتکو په افغانستان کې ملکي خلک د هوايي بمباریو هدف ګرځولي دي. په ۲۰۲۱ کال کې چې طالبانو په افغانستان کې سیاسي واک ترلاسه کړ، دا د پاکستان له خوا پر افغانستان «اووم هوايي برید» دی. په تېرو بریدونو کې د پاکستان تر ټولو خونړی هوايي برید په کابل کې د امید روغتون په ناروغانو شوی و، چې سلګونو کسانو پکې ژوند له لاسه ورکړی و.
که څه هم پاکستان په پرلهپسې توګه ادعاوې کړې دي چې په افغانستان کې د هوايي بریدونو هدف د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) پټنځایونه دي، خو دا ادعاوې په درېیو وجوهاتو سره ښکاره دروغ بلل کېدای شي.
لومړی دلیل دا دی چې د پاکستان په اوو هوايي بریدونو کې تر اوسه د ټيټيپي د یوه غړي د وژل کېدو یا ټپي کېدو تصدیق هم نه دی شوی او په لویه کچه مرګژوبله تل د افغانستان عادي ملکي وګړو ته اوښتې ده. پاکستان تل له ثابتو شویو حقیقتونو څخه هم انکار کړی دی. پر امید روغتون د پاکستان په هوايي برید کې د سلګونو ناروغانو د وژل کېدو تصدیق د ملګرو ملتونو دفتر او ځینو اروپايي هېوادونو هم کړی و، خو پاکستان پرته له کوم ثبوت څخه په خپلو ادعاوو کلک ولاړ پاتې شوی دی.
دویم دلیل دا دی چې ټيټيپي په ۲۰۰۷ کال کې په پاکستان کې جوړ شوی تنظیم دی.
د همدې مهارت په کارولو سره پاکستان امریکا ته وايي چې په افغانستان کې اوسني پوځي بریدونه پر طالبانو د فشار اچولو لپاره کوي، څو هغوی د بګرام هوايي اډه تاسې ته درکړي. په عین حال کې پاکستان چینایانو ته وايي چې ټيټيپي د چین او پاکستان ترمنځ د جوړېدونکي اقتصادي دهلیز مخه نیسي، نو ځکه یې موږ پټ ځایونه ورانوو.
د دې خبرې موخه دا نه ده چې پاکستان به ابرقدرتونه په اوږدمهال کې وغولوي، ځکه دا کار په ځانګړي ډول ځکه هم ناشونی دی چې هر څومره د امریکا او چین ترمنځ سیاسي انقطاب پراخیږي، هومره د پاکستان لپاره په دوو کښتیو کې سفر کول سختېږي او په اوږدمهال کې دغه چل او فریب د پاکستان لپاره ډېره لوړه بیه هم لرلای شي.
یادونه: په افغانستان انټرنشنل کې خپرېدونکې لیکنې د لیکوالو شخصي نظرونه دي او د افغانستان انټرنشنل د پالیسۍ ښکارندويي نه کوي.
افغان طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د کابل له سقوط وړاندې هم د جماعت الاحرار په لیکو کې د جنود خراسان او احرار الهند په څېر ډلې د خپلو سیمه ییزو سیاستونو او دداعش مخ پر ودې حرکت له امله نه خوښولې او د پاکستان د طالبانو غورځنګ یې دې ته هڅاوه، چې دغه ډلې تر خپل چتر لاندې راولي.
زړه دوسیه بېرته پرانېستل کیږي
د جماعت الاحرار او ټي ټي پي ترمنځ د نننۍ بې باورۍ ریښې له یوې لسیزې زیاتې پخوانۍ دي.
د ۲۰۱۴ کال د اګست پر ۱۵مه، چې د ټي ټي پي د مشر حکیم الله مسید له وژل کېدو وروسته پاکستاني ځواکونو په شمالي وزیرستان کې ضرب عضب عملیات پیل کړل، د مهمندو ولسوالۍ طالبانو یوه نوې ډله اعلان کړه، چې مشري یې مولانا قاسم خراساني کوله. د ډلې په مرکزي شورا کې عمر خالد خراسانی، احسان الله احسان، د چارسدې قاري شکیل حقاني، د سوات مولانا یاسین، د خیبر ولسوالۍ قاري اسماعیل، د باجوړ ولسوالۍ مولانا عبدالله، د پېښور مفتي مصباح الله او د اورکزیو ولسوالۍ مولانا حیدر منصور غړیتوب درلود.
د ۲۰۱۳ کال په مارچ کې عبدالولي (عمر خالد خراساني) د ځانمرګو بریدګرو او سنایپر ویشتونکو یوه ځانګړې ډلګۍ جوړه کړه، چې د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرال مشرف اسلام اباد ته د ستنېدو پرمهال ووژني.
د حکیم الله مسید له وژل کېدو وروسته خراساني د ټي ټي پي د نوي مشر مولانا فضل الله مشري ته غاړه کېنښوده، ځکه د خالد (سجنا) مسید په مشرۍ د مسیدو طالبانو یوې مهمې برخې هم د ټي ټي پي له اډانې بهر فعالیت کاوه او د امیر حافظ سعید خان په مشرۍ د اورکزۍ ولسوالۍ قوماندانانو هم د داعش له خلیفه سره بیعتونه وکړل. خو په ۲۰۱۸ کال کې د مولانا فضل الله له وژل کېدو وروسته مفتي نور ولي د ټي ټي پي د نوي مشر په توګه د ټولو خاښونو پر یوځای کولو کار پیل کړ، چې جماعت الاحرار هم پکې شامل و. مفتي نور ولي د جماعت الاحرار مشر خالد عمر خراسانی بېرته د ډلې د مرکزي شورا غړی وټاکه او د احرا نورو غړو ته د پوځي کمیسیون په ګډون په مهمو څانګو کې دندې ورکړل شوې.
جماعت الاحرار په کورمه، خیبر، مهمندو، سوات او کراچۍ کې نفوذ لري او په ډېرو مواردو کې یې د ټي ټي پي له چتر نه بهر خپلسري عملیات وکړل. دې نه همغږۍ د ټي ټي پي او جماعت الاحرار ترمنځ اړیکې بېرته متزلزلې کړې. د جماعت الاحرار په اډانه کې د مفتي حسن او حکیم الله مسید د ډلې د ځینو قوماندانانو حضور هم د مفتي نور ولي د حلقې ځینې کسان دې ته اړ اېستل چې په مفتي حسن او د جماعت الاحرار په نورو غړو پسې زړې دوسیې بېرته پرانیزي. دوی مفتي حسن له استخباراتو سره تړلی کس باله او پر هغه یې د ټي ټي پي د دوو پخوانیو مشرانو؛ حکیم الله مسید او مولوي ولي الرحمن ترمنځ د اختلافاتو ټوکولو تور لګاوه.
کله، چې د ۲۰۲۲ کال په اګست کې د ټي ټي پي د استخباراتو جګپوړی غړل عبدالرشید عقابي باجوړی ووژل شو، د مولوي فقیرمحمد نږدې کسانو د جماعت الاحرار ډلې ته ګوته نیوله، چې غواړي په باجوړ کې د ټي ټي پي نفوذ کمزوری کړي. له دې پېښې څو ورځې وروسته د جماعت الاحرار مشران خالد عمر خراسانی، مفتي حسن، حافظ دولت خان او د خراساني زوم علي حسن مومند د پکتیکا د برمل ولسوالۍ له مرغې سیمې نه ارګون ته پر لاره په یوه بمي چاودنه کې ووژل شول. جماعت الاحرار ددې چاودنې پړه پر مفتي نور ولي واچوله، چې د مفتي حسن او حافظ دولت خان پخوانی دښمن ګڼل کېده.
مفتي حسن سواتي او ملګرو یې د داعش-خراسان په رامنځته کولو کې ټاکونکی رول لوبولی و. حسن ډېر وخت په خوست کې د افغانستان د ملي امنیت تر څار لاندې د ګلبهادر شورا له پخواني غړي عبدالخالق حقاني سره یوځای اوسېده. حقاني وروسته د پاکستان پوځ ته تسلیم شو او د کوهاټ په زندان کې ومړ.
د ټي ټي پي د جنوبي وزیرستان حلقې د پخواني مشر مولوي ولي الرحمن او حکیم الله مسید ترمنځ د اختلافاتو په وخت کې، چې د یوه د قضا مشر مفتي نور ولي مسید او د بلې ډلې مفتي حسن و، د جماعت الاحرار غړو د حکیم الله مسید ددریځ په پیاوړتیا او په کراچۍ کې د مالي سرچینو په راټولولو کې ټاکونکی رول درلود. وروسته حکیم الله د ټي ټي پي په مشرتابه شورا کې بدلونونه راوستل او د نورو ولسوالیو غیر دیوبندي طالبان لکه حافظ دولت، شیخ مقبول او مفتي حسن یې په مهمو دندو وټاکل. دې چارې د ولي الرحمن او مفتي نور ولي ډله له حکیم الله سره ددښمنۍ پرڅنډه ودروله، ځکه هغوی د ټي ټي پي په شورا کې غیر دیوبندیان یا ددوی په وینا، پنجپیریان په غړیتوب نه خوښول. له ټي ټي پي نه دداعش پر لور د یوې ډلې قوماندانانو د تګ یو عامل همدا ګڼل کیږي او اوس هم د اختلافاتو یو مهم اړخ همدا کېدای شي.
جماعت الاحرار په ټي ټي پي کې د ملاکنډ او باجوړ د طالبانو پر پیاوړي رول هم خوښ نه و، ځکه د غورځنګ د پخواني مرستیال مولوي فقیرمحمد له نیول کېدو وروسته په باجوړ، ملاکنډ او سوات کې د جماعت الاحرار ډلې نفوذ کړی و او د ملاکنډ د پخوانۍ احرار الهند ډلې ډېری قوماندانانو د جماعت الاحرار غړیتوب اخېستی و. خو د مولوي فقیرمحمد له خوشي کېدو وروسته د باجوړ، سوات او ملاکنډ طالبانو په ټي ټي پي کې خپلې کمزورې شوې لیکې بېرته پیاوړې کړې.
د مشرف د ترور له پلان نه د کراچۍ تر بریده
د ۲۰۱۳ کال په مارچ کې د جماعت الاحرار بنسټګر عبدالولي (عمر خالد خراساني) د ځانمرګو بریدګرو او سنایپر ویشتونکو یوه ځانګړې ډلګۍ جوړه کړه، چې د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرال مشرف اسلام اباد ته د ستنېدو پرمهال ووژني.
د عبدالولي پر پلان یوازې د پنجابي طالبانو قوماندان عدنان رشید خبر و، خو هغه د ټي ټي پي له مشرتابه سره له مشورې پرته په یوه ویډیو پیغام کې جنرال مشرف ته د مرګ ګواښ وکړ. د رشید د پیغام له خپرېدو وروسته عبدالولي له حکیم الله مسید نه وغوښتل، چې رشید د پلان د افشا کولو له امله د ټي ټي پي محکمې ته حاضر کړي.
حکیم الله ، چې دمشرف د ترور پلان له افشا کېدو خورا نارامه و، په قهرجنه لهجه وویل:« عدنان رشید وژنم او په څاه کې یې غورځوم».