ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

د ازادۍ جبهې د سیاسي کمېټې مشر داوود ناجي د طالبانو د ویاند ذبیحالله مجاهد هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ویلي یې وو د طالبانو «فدایان» د دې ډلې د واکمنۍ د دفاع لپاره چمتو دي.

د ازادۍ جبهې د سیاسي کمېټې مشر داوود ناجي د طالبانو د ویاند ذبیحالله مجاهد هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ویلي یې وو د طالبانو «فدایان» د دې ډلې د واکمنۍ د دفاع لپاره چمتو دي.
ناجي د دوشنبې په ورځ، د زمري په پنځمه د طالبانو د ویاند د څرګندونو په ځواب کې وویل: «ستاسو د ځانمرګو بریدونو کارنامه ټولو ته څرګنده ده؛ هغوی د افغانستان د ملي اردو پر وړاندې د مخامخ جګړې پر ځای د عامو خلکو، زدهکوونکو، ډاکټرانو، نرسانو، ښځو او د زیږون پر مهال د میندو د وژلو لامل شوي دي. نن هم همداسې دي.»
د ازادۍ جبهې د سیاسي کمېټې مشر پر خپل اېکس پاڼه لیلکي: «د ازادۍ جبهې مبارزه کوونکي په ایمان او پوهاوي جګړه کوي او ستاسو له ناپوهۍ او بزدلۍ خبر دي. دا ګز او دا میدان».
نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د دوشنبې په ورځ د بدخشان وروستیو نښتو ته په اشارې ویلي وو چې د طالبانو «فدایان» د دې ډلې د واکمنۍ د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري. مجاهد د بدخشان د نښتو او د یفتل ولسوالۍ د سقوط په اړه راپورونه «رسنیزې تبلیغاتي ادعاوې» وبللې او ویې ویل: «هېواد د فداییانو د قربانیو او سرښندنو په برکت ازاد شوی او د ساتنې لپاره به یې دوه برابره زیاتې قربانۍ ورکړو.» طالبان خپلو ځانمرګو بریدګرو ته «فداییان» وايي.
په دې وروستیو کې په بدخشان کې د طالبانو پر پوستو د مخالفو ډلو بریدونه زیات شوي او په تېرو ورځو کې د بدخشان د زیباک ولسوالې د طالبانو او د دې ډلې د مخالفانو د سختو نښتو شاهده وه.