• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

په کراچۍ کې د افغانستان د دوو جایدادونو د مالکیت قضیه لا هم د پاکستان په محکمه کې ده

فضل عزیز
فضل عزیز

افغانستان انټرنشنل- پښتو، کراچۍ

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۰۴ GMT+۱تازه شوی: ۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۴۲ GMT+۱

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو کونسلګري وايي، افغانستان دولت په کراچۍ ښار کې دوه جایدادونه (ودانۍ) لري، خو دا ودانۍ د افغانستان د کونسلګرۍ په واک کې نه دي، بلکې نږدې دوه لسیزې کېږي چې د نورو خلکو په ولکه کې دي او د مالکیت په اړه یې قضیه لا هم د پاکستان په محکمه کې روانه ده.

په کراچۍ کې د طالبانو کونسل، عبدالجبار تخاري، د ۲۰۲۴م کال د اپرېل په میاشت کې له خپلو همکارانو سره دغو دوو ودانیو ته ورغلی او په یوه ویډیويي پیغام کې یې ويلي، چې دا ودانۍ د افغانستان د دولت شتمني ده.

هغه ويلي، مخکې په دې ودانیو کې څو محصلین اوسېدل، څو ځله ترې غوښتنه شوې وه چې ځایونه خوشې کړي، خو هغوی هر ځل د وخت غوښتنه کوله. د هغه په وینا، د ۲۰۲۴م کال د اپرېل پر ۱۱مه دغه ودانۍ خالي شوې او کونسلګرۍ یې بېرته په واک کې واخیستې.

100%

خو په دغو ودانیو کې مېشتو محصلینو د طالبانو د کونسل له ډلې سره همغه وخت شخړه شوې او ادعا یې کړې وه چې طالبان غواړي پر دغو ودانیو قبضه واچوي. له هغې پېښې وروسته هم ودانۍ د محصلینو په واک کې پاتې شوې او تر اوسه پکې اوسېږي.

د طالبانو تر واک لاندې کونسلګرۍ له دې پېښې شاوخوا یوه میاشت وروسته محکمې ته عریضه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې یاد کورونه دې ور وسپارل شي، خو تر اوسه محکمه وروستۍ پرېکړې ته نه ده رسېدلې.

محکمې ته عریضه

د طالبانو تر واک لاندې کونسلګرۍ د کراچۍ د ختیځې ولسوالۍ د ۱۳م اضافي سیشن قاضي محکمې ته عریضه کړې ده.

هغه اسناد چې افغانستان انټرنشنل - پښتو ترلاسه کړي، ښيي چې د افغانستان دولت د دغو دوو ودانیو د مالکیت رسمي اسناد محکمې ته سپارلي او ادعا یې کړې چې دغه ملکیتونه د افغانستان د دولت دي او په پاکستان کې یې د افغانستان جنرال کونسلګري استازیتوب کوي.

د اسنادو له مخې، په «پرانا نمایش» سیمه کې د میرزا خلیق بېګ اړوند ۲۸ نمبر کور او د جمشېد سړک په عامیل کالونۍ کې ۸۲ نمبر کور شامل دي».

ویل شوي چې دغه دواړه ودانۍ په «۱۹۴۹م کال کې د افغان ملي بانک له خوا په قانوني ډول پېرل شوې او تر اوسه د افغانستان د دولت ملکیت ګڼل کېږي».

د رسمي اسنادو له مخې، «لومړۍ ودانۍ د ۱۹۴۹م کال د سپټمبر پر ۲۹مه او دویمه د همدې کال د سپټمبر پر ۱۵مه ثبت او پېرل شوې ده. همداراز د ملکیت د لېږد رسمي سند د ۱۹۴۸ کال د مارچ پر ۲۹مه ترتیب شوی و».

100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او نورو ته لیکونه

د طالبانو تر واک لاندې کونسلګرۍ د ۲۰۲۲م کال په اګست میاشت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، د کراچۍ ښاروالۍ او یو شمېر نورو ادارو ته لیکونه استولي او غوښتنه یې کړې وه چې یادې ودانۍ دې خالي او کونسلګرۍ ته وسپارل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته په استول شوي لیک کې راغلي: «په کراچۍ کې د افغانستان جنرال کونسلګري له پاکستانه غواړي چې د افغان ملي بانک اړوند دوه بنګلې ژر تر ژره خالي او د افغانستان کونسلګرۍ ته وسپاري».

په لیک کې ویل شوي، دغه ودانۍ له کلونو راهیسې د ځینو ساتونکو په واک کې دي، خو اوس ورته د طالبانو حکومت اړتیا لري.

ورته لیکونه د کراچۍ ښاروالۍ، د سند ایالت د پولیسو مشر او د ودانیو اړوندو ادارو ته هم استول شوي دي.

100%

د طالبانو د کونسل دریځ

په کراچۍ کې د طالبانو د کونسل، سید عبدالجبار تخاري، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې دوی محکمې ته عریضه کړې، خو تر اوسه یې یادې ودانۍ بېرته نه دي ترلاسه کړي.

هغه وویل: «په دغو دوو بنګلو کې د عوامي نشنل ګوند اړوند محصلین اوسېږي. موږ یو ځل ودانۍ بېرته ونیولې، خو هغوی بیا راغلل او پر ودانیو یې ولکه وکړه. وروسته مو محکمې ته مراجعه وکړه، خو تر اوسه محکمه د دوی پر ضد پرېکړه نه ده کړې، سره له دې چې اړوندې ادارې او د پاکستان حکومت په موضوع خبر دي او موږ ټول اسناد هم لرو».

تخاري زیاته کړه چې دغه ودانۍ اشغال شوې دي، خو د پاکستان حکومت د بېرته سپارلو په برخه کې له دوی سره همکاري نه کوي.

هغه د قضیې په اړه له نورو څرګندونو ډډه وکړه او ویې ویل: «پاکستان په افغانستان کې بمبارۍ کوي، نو موږ ترې څه تمه ولرو؟».

محصلین: له نږدې شلو کلونو راهیسې دلته اوسېږو

د طالبانو تر واک لاندې کونسلګرۍ په خپله عریضه کې د عوامي نشنل ګوند د محصيلينو د اتحادیې پخوانی مشر اصف خان د دغو کورنو د نیولو مسوول بللی دی.

خو اصف خان افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې دغه ودانۍ له ۲۰۰۷م کال څخه تر ۲۰۰۹م کال پورې د پښتونخوا او بلوچستان د پښتنو محصلینو له خوا په کرایه کارېدلې، خو وروسته هغه کس چې کرایه یې اخیسته، ورک شو.

هغه وویل، په ۲۰۱۶م او بیا په ۲۰۱۹م کال کې ځینو کسانو د کونسلګرۍ په نوم د دغو ودانیو د مالکیت ادعا وکړه، خو کله چې ترې د ملکیت اسناد وغوښتل شول، هېڅ اسناد یې نه لرل.

د هغه په وینا، په ۲۰۲۴م کال کې هم د طالبانو کونسل له خپلو ملګرو سره دغلته ورغلی، خو اسناد یې نه لرل. «موږ ورته وویل که د مالکیت اسناد لرئ، محکمې ته یې وړاندې کړئ او دوی بيا محکمې ته عریضه کړې ده».

اصف خان ادعا وکړه چې کونسلګرۍ جعلي اسناد جوړ کړي او محکمې ته یې سپارلي دي.

100%

د مدافع وکیل دریځ

د اصف خان مدافع وکیل قادر خان افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، د کونسلګرۍ له خوا په قضیه کې محکمې ته بشپړ اسناد نه دي وړاندې شوي او دا نه ده روښانه شوې چې له ۱۹۴۸م کال وروسته دغه ودانۍ د چا په واک کې وې او د مالکیت لړۍ یې څنګه روانه وه.

هغه زیاته کړه، د پاکستان د قانون له مخې د کونسلګرۍ په عريضه کې قانوني پېچلتیاوې شتون لري.

د هغه په وینا: «کونسلګرۍ د غیرقانوني اشغال د ختمولو عریضه کړې، خو د پاکستان د نافذ قانون له مخې که پر یوه ملکیت له شپږو میاشتو ډېر وخت تېر شوی وي، نو دا ډول عریضه نه شي منل کېدای».

افغانستان انټرنشنل - پښتو له کونسلګرۍ څخه دا هم پوښتلي چې له ۲۰۰۷م کال څخه مخکې دغه ودانۍ د چا په واک کې وې، څوک پکې اوسېدل او د څه لپاره کارېدې، خو دغو پوښتنو ته یې ځواب نه دی ورکړی.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

۴

د بدخشان پر لاره د طالبانو پر پوځي کاروان «برید» شوی

۵

د بښنې سازمان او د جرمني پروتستان کلیسا د افغان کډوالو په اړه د محکمې له پرېکړې هرکلی وکړ

•
•
•

نور کیسې

د نورستان لپاره د طالبانو د والي مرستیال: په سېلابونو کې شاوخوا ۱۰ جسدونه لا هم ورک دي

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۵۱ GMT+۱
100%

د نورستان د والي مرستیال فیصل مختار وايي، د تېرې اونۍ په سېلابونو کې د مړو شمېر څه باندې ۳۰ ته رسېدلی او تر اوسه یوازې د شلو جسدونه موندل شوي دي. د نوموړي په وینا، شاوخوا ۱۰ جسدونه لا هم نه‌دي موندل شوي او زیاتوي: «څلور جسدونه خو یقیني ورک دي».

په نورستان کې د تېرې دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۹مه) له سختو بارانونو وروسته سېلابونه راووتل او د مر‌ګ‌ژوبلې له اړولو سربېره یې سلګونه کورنۍ زیانمنې کړې.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د والي مرستیال فیصل مختار وايي: «په پارون کې چې کوم زیان اړونکی سېلاب راغلی وو، په هغه کې زموږ تقریبا څه د بره ۳۰ هېوادوال شهیدان شوي او د شاوخوا ۲۰ جسدونه موندل شوي دي».

په دې سره د شاوخوا لسو مړه شویو کسانو جسدونه ورک دي او په تړاو یې یاد طالب چارواکی وايي: «۴ جسدونه خو یقیني ورک دي. باقی دلته د سیل او چکر وخت وو. د نورستان موسم برابر وو او خلک راغلي دي. سیلانیان هم کېدای شي داسې څوک په‌کې وي، چې هغه ورک شوي وي. موږ لګیا یو چې پیدا یې کړو».

فیصل مختار د یادو سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو په تړاو وايي: «د نورستان ولایت د ښار په مرکزي نقطه کې تقریبا ۱۰ مارکېټونه ضایع شوي، له ۹۰ زیات دوکانونه دي او ۷ کورونه په مکمل ډول تباه او خراب شوي او ۸۲ کورونو ته په نسبي ډول نقصان رسېدلی دی».

د هغه په وینا، تر اوسه له سېلابي اوبو څخه ۳۳ موټر او ۱۷ موټرسایکلونه را اېستل شوي او لا هم د پلټنې او موندنې عملیات روان دي.

دغه طالب چارواکي له سېلاب‌ځپلو سره د مرستو له دوامه خبر ورکړ او څرګنده یې کړه: «موږ کوشش کړی چې د هر شهید کورنۍ ته ۱۰۰ زره افغانۍ ورسو؛ ځینو ته رسېدلي او ځینو ته به په دې ورځو کې ورسو».

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی وو، چې د نورستان سېلاب‌ځپلي د روغتیايي خدمتونو، درملو، د څښاک پاکو اوبو او روغتیايي اسانتیاوو له سخت کمښت سره مخ دي.

افغان کرکټ ملي لوبډله د ایرلنډ پر وړاندې سیالیو ته د چمتووالي لپاره انګلستان ته رسېدلې

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۵۰ GMT+۱
100%

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د کرکټ ملي لوبډله د ایرلنډ پر وړاندې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د لړۍ لپاره د ښه چمتووالي په موخه د انګلستان برمنګهم ښار ته رسېدلې ده.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبغاړي به د اګست تر لومړۍ نېټې پورې په برمنګهم کې د تمریناتو او چمتووالي کمپ ته دوام ورکړي، څو له بشپړ چمتووالي سره ایرلنډ ته ولاړ شي.

د کرکټ بورډ په وینا، ملي لوبډله به د تمریناتي کمپ تر پای وروسته ایرلنډ ته سفر وکړي او د پنځو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه به د اګست په پنځمه د بریډي په لوبغالي کې د کوربه هېواد ایرلنډ پر وړاندې ترسره کړي.

دغه سیالۍ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره د چمتووالي د پروګرام مهمه برخه بلل کېږي.

هبت‌الله اخوندزاده: زموږ ټوله خواري د معروفاتو «اقامه» او د منکراتو «ازاله» ده

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۳۲ GMT+۱
100%

د جرمونو د نړۍوالې محکمې تر څار لاندې د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د سویلي زون د پنځو ولایتونو له مسوولینو، دیني عالمانو او متنفذینو سره په کتنه کې د امربالمعروف دنده تر ټولو لومړۍ وبلله او ویې ویل، د «جــ.هاد» له ځانګړو موخو څخه یوه د معروفاتو«اقامه» او د منکراتو «ازاله» ده.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د یکشنبې په ورځ (د زمري ۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه وزارت رهبرۍ د ولایتي ناستو لړۍ پر دوام په کندهار کې د هبت‌الله اخوندزاده په موجودیت کې د پنځو سویلي ولایتونو له ځایي مسوولینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او متنفذینو سره د یاد وزارت د قانون د تطبیق، د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنیوي په موخه وکتل.

هبت‌الله اخوندزاده په دې غونډه کې د امربالمعروف او نهې عن المنکر دنده تر ټولو لومړۍ وبلله او ویې ویل: «زموږ د جهاد له ځانګړو موخو څخه یوه د معروفاتو اقامه او د منکراتو ازاله ده».

نوموړي د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون په تطبیق کې دیني عالمان مسوول وبلل او زیاته یې کړه: «د دین په تطبیق کې هر مسلمان خصوصا علماء کرام، مسوولین او مخور ډېر مکلف دي چې کار وکړي».

هبت‌الله اخوندزاده له علماوو وغوښتل: «د دين په نفاذ او د وګړو په اصلاح کې تر ټولو مخکې تاسو برخه واخلئ».

د دغې ډلې د امربالمعروف نهې عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزیر محمد خالد حنفي په دې غونډه کې د «اسلامي نظام» ساتنه د ټولو ګډ مسوولیت وباله او زیاته یې کړه: «د اسلامي ټولنې د اصلاح لپاره یوازې حکومتي هڅې بسنه نه‌کوي، بلکې علماء کرام، مشایخ، قومي مشران او د ټولنې مخور باید د خلکو د دیني پوهاوي، اخلاقي روزنې او د اسلامي ارزښتونو د ټینګښت په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي».

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سویلي زون دیني عالمانو، قومي مشرانو او متنفذینو هم د خپلو خبرو پر مهال له امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سره د همکارۍ ډاډ څرګند کړ او ژمنه یې وکړه، چې د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا، د ټولنې اصلاح او د امربالمعروف، نهي عن المنکر د شرعي قانون د عملي کېدو په برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د یادونې وړ ده، چې د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ پر ۱۷مه (د ۲۰۲۵ کال د جولای ۸مه)، د جرمونو نړیوالې محکمې په لاهه کې د بشریت ضد جنایتونو په تور د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده او د دغې ډلې د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړ.

د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي، چې د طالبانو دغه دوه لوړپوړي چارواکي په افغانستان کې د ښځو، نجونو او نورو کسانو پر وړاندې د جنسیت او سیاسي دلایلو پر بنسټ په سیستماتیکې ځورونې کې د خپل رول له امله تر عدلي تعقیب لاندې دي.

د جرمونو نړۍوالې محکمې د دویمې خونې په اعلامیه کې راغلي وو، چې دغه کسان لږ تر لږه د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې د افغانستان پر خلکو د بشر ضد جرمونو په ترسراوي تورن دي.

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۷ GMT+۱
100%

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا‌‌پوهنې ادارې ویلي، د هېواد په شپږو ولایتونو کې د زورورو ورښتونو او د سېلابونو د ناڅاپي راوتلو احتمال شته.

د دغه ادارې د وړاندوینې له مخې، سبا دوشنبه (د زمري ۵مه) به په نورستان، کونړ، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې باران ووري.

د هواپوهنې ادارې ویلي، په یادو ولایتونو کې د ورښتونو اندازه له ۱۰ تر ۲۵ میلی‌مترو پورې اټکل شوې ده.

دغه ادارې همداراز وړاندوینه کړې چې په مرکزي، ختیځو، سوېل‌ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې به د ساعت له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې چټک بادونه هم ولګېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره وایي، په تېره یوه اوونۍ کې په ۱۵ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۳۴ کسان مړه، ۲۹ ټپیان او ۴۴۶۲ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

د ملګرو ملتونو چارواکی وايي طالبان دې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۴۷ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي چې د دې ادارې د اجراییه مدیر محمد ناصري افغانستان ته د سفر پر مهال له طالب چارواکو غوښتي چې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي او د مرستندویه بنسټونو، په ځانګړي ډول د ښځینه کارکوونکو، د فعالیتونو پر وړاندې بندیزونه پای ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو د یادې ادارې په وینا، محمد ناصري د خپل سفر پر مهال په افغانستان کې له ډیپلوماتیکو شریکانو او طالب چارواکو سره لیدلي دي.

هغه ټینګار کړی چې د مرستندویه بنسټونو، په ځانګړي ډول د افغان ښځینه کارکوونکو، پر فعالیتونو لګول شوي محدودیتونه باید لغوه شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، دغه لیدنې د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره د لا زیات ملاتړ د جلبولو او د مرستندویه بنسټونو د فعالیتونو پر وړاندې د خنډونو د کمولو په موخه ترسره شوې دي. محمد ناصري همدارنګه ویلي، سره له دې چې نړۍ له ګڼو کړکیچونو سره مخ ده، ملګري ملتونه به د افغانستان د ښځو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته له بیا رسېدو وروسته د ښځو پر زده کړو، کار او په عامه ژوند کې پراخ محدودیتونه لګولي دي. ملګرو ملتونو څو ځله له طالبانو غوښتي چې دغه محدودیتونه لغوه کړي او دا یې د افغانستان د ښځو او نجونو د اساسي حقونو نقض بللی دی.