• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

شنونکي: که طالبان خپلې پالیسۍ بدلې نه‌کړي ټول افغانستان به یې تر پښو لاندې «تنور» شي

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۳۶ GMT+۱تازه شوی: ۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۴۴ GMT+۱

له وړمې جمعې (د چنګاښ ۲۶مې) راهیسې د بدخشان امنیتي وضعیت ترینګلی شوی او شنونکي دغه وضعیت د طالبانو د پالیسیو پایله ګڼي او خبرداری ورکوي، که طالبان د افغان ولس پر وړاندې په خپلو پالیسیو کې بدلون رانه‌ولي، نه یوازې بدخشان بلکې ټول افغانستان به یې تر پښو لاندې «تنور» شي.

بدخشان له چترال سره نښتی ولایت دی او د دغه ولایت وضعیت په تېرو پنځو کلونو کې طالبانو ته یو ننګونکی موقعیت بلل شوی دی. د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د دغه غرنیز ولایت کانونه او په ځانګړې توګه د سرو زرو کانونه د ځایي اوسېدونکو، کان کېندونکو او طالبانو تر منځ د اخ و ډب سرچینه بلل شوې او په دې بهیر کې د طالبانو په ګډون یو شمېر ځايي اوسېدونکو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

100%
د بدخشان کانونه

د کانونو پر سر له خونړیو شخړو وروسته د طالبانو د یوه ناراضي قوماندان جمعه خان فاتح مسئله راپورته شوه؛ جمعه خان فاتح د افغانستان په شمال‌ختیځ کې د طالبانو له نفوذ لرونکو قوماندانانو څخه ګڼل کېږي. نوموړی د خپلو پلویانو ترمنځ په «د دروازونو په فاتح» شهرت لري.

فاتح په دې وروستیو اونیو کې په کندهار کې د طالبانو له مشرتابه سره د سیمه ییزو سرچینو او د سرو زرو د کانونو د مدیریت پر سر د اختلافاتو له جدي کېدو وروسته، د زابل ولایت له مرستیالۍ څخه ګوښه کړل شو.

100%
جمعه خان فاتح له خپلو وسله‌والو سره

په دې موده کې د طالبانو دفاع وزیر د یاد ولایت د امنیتي ارزونې په پلمه بدخشان ته سفر وکړ او تر هغې وروسته د یادې ډلې لوی درستیز همالته پاتې شو.

له دې وروسته د طالبانو په نږدې ۵ کلنۍ واکمنۍ کې د لومړي ځل لپاره په بدخشان ولایت کې یوه ولسوالۍ د څو ساعتونو لپاره د یادې ډلې د مخالفو وسله‌والو له لوري ونیول شوه.

د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د لومړي ځل لپاره د «سپاهي میهن» په نوم د طالبانو یوې مخالفې وسله‌والې ډلې د وړمې جمعې په سهار وختي (د چنګاښ ۲۶مه) د څو ساعتونو لپاره د بدخشان یفتل پایین ولسوالي تر خپل کنټرول لاندې راوسته.

100%
د سپاهي میهن له لوري د یفتل ولسوالۍ نیول کېدل

یفتل پایین ولسوالۍ د بدخشان مرکز فیض‌اباد ښار ته نږدې پرته ولسوالۍ ده او د دغه ولایت له مهمو او ستراتیژیکو ولسوالیو شمېرل کېږي. د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو تل د بدخشان په سیمه‌ییزو او سیاسي تحولاتو کې مهم رول لوبولی دی.

د دغې ولسوالۍ له لنډ مهالي سقوط وروسته د طالبانو یوې بلې وسله‌والې مخالفې ډلې (ازادۍ جبهې) هم د زېباک ولسوالۍ په ګډون په یو شمېر سیمو کې له طالبانو سره مخامخ جګړې پیل کړې او لا هم په وقفه‌يي ډول روانې دي.

100%
د طالبانو او وسله‌والو مخالفینو تر منځ مخامخ جګړه

د دغه وضعیت په تړاو د چارو یو شمېر شنونکي وايي، که طالبان د افغان ولس پر وړاندې په خپلو پالیسیو او په ځانګړې توګه د ښځو د تعلیم او کار او همداراز د «وحشت فضا» د خپرولو په تړاو سیاستونو کې بدلون رانه‌ولي، نو نه یوازې بدخشان، بلکې ټول افغانستان به د طالبانو تر پښو لاندې «تنور» شي.

د سیاسي چارو شنونکی حکیم روان د افغانستان انټرنشنل سپړنې خپرونه کې وویل:«بې له شکه که چېرې دا طالبان وي، او دا یې سیاستونه وي، نو نه یوازې بدخشان، بلکې ټول افغانستان به د طالبانو تر پښتو لاندې تنور شي او پر طالبانو به ځمکه او اسمان یو شي».

د پوځي او سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ بیا په بدخشان کې د روان وضعیت لامل پاکستان ګڼي او په باور یې پاکستان د افغانستان او چین تر منځ د ځمکنۍ لارې (واخان لارې) مخالف دی او ادعا لري، چې په چترال کې یې د طالبانو وسله‌والو مخالفینو ته ځای ورکړی دی.

هغه د افغانستان انټرنشنل سپړنې خپرونه کې په ډاګه وویل: «پاکستان هڅه کوي، چې د امریکا په «شین څراغ» سره په افغانستان کې یوه نوې جګړه «ډیزاین» کړي او د دغې جګړې د سمبالولو لپاره یې له امریکا ۱۰ میلیارده ډالره هم غوښتي دي. پاکستان نه‌غواړي، چې افغانستان له چین سره سرحدي دروازه ولري».

ازاد خبریال طاهر خان بیا وايي، سره له دې چې د څو ساعتونو لپاره د یوې ولسوالۍ له لاسه وتل د طالبانو لپاره جدي ګواښ نه‌دی، خو یوه جدي مسئله ده.

طالبان بیا په بدخشان کې وضعیت نورمال ښيي او خبرداری ورکوي، چې هېچا ته به اجازه ورنه‌کړي، چې ګډوډي رامنځته کړي.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

۴

د بدخشان پر لاره د طالبانو پر پوځي کاروان «برید» شوی

۵

د بښنې سازمان او د جرمني پروتستان کلیسا د افغان کډوالو په اړه د محکمې له پرېکړې هرکلی وکړ

•
•
•

نور کیسې

د هیلو کړکۍ غورځنګ: نړۍ دې د افغان ښځو د حقونو لپاره بېړنی اقدام وکړي

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۳۵ GMT+۱
100%

د «هیلو کړکۍ» په نوم د ښځو د حقونو غورځنګ د «د افغانستان له ښځو سره مرسته وکړئ» تر شعار لاندې یو نړیوال کمپاین پیل کړی او د جنسیتي اپارتاید او په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو د پای ته رسولو لپاره یې د بېړنیو نړیوالو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

دغه کمپاین، چې تېره ورځ پیل شوی، موخه یې د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه د نړیوالې همغږۍ، ملاتړ او عملي اقدام جلبول بلل شوې ده.

دغه غورځنګ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د مرستې لپاره دغه نړیواله غوښتنه د افغانستان د میلیونونو ښځو غږ دی، هغه ښځې چې د دوی په وینا، نن د خپلو بنسټیزو بشري حقونو، لکه د زده‌کړو، کار، ازادۍ، امنیت او په ټولنیزو چارو کې د ګډون له حقه بې‌برخې دي.

دغه غورځنګ ویلي، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، د لسګونو محدودوونکو فرمانونو په صادرولو سره ښځې په سیستماتیک ډول له تعلیمي، اقتصادي او سیاسي ډګرونو ایستل شوې دي.

د کمپاین په ترڅ کې د «د ښځو وژنه ودروئ»، «عدالت، نه غچ» او «د ښځو حقونه، بشري حقونه دي»شعارونه هم پورته شوي او د افغانستان د ښځو د بشري حقونو د وضعیت په اړه اعتراض څرګند شوی دی.

دغه غورځنګ له ملګرو ملتونو، حکومتونو، پارلمانونو، د بشري حقونو له بنسټونو او نړیوالو رسنیو غوښتي چې د «د افغانستان له ښځو سره مرسته وکړئ» کمپاین سره یوځای شي، د افغان ښځو غږ نړۍ ته ورسوي او د جنسیتي اپارتاید د پای ته رسولو، د طالبانو د حساب ورکولو او د افغانستان د ښځو او نجونو د عملي ملاتړ لپاره اغېزمن او بېړني اقدامات وکړي.

د افغانستان حقونو څار بنسټ: د نجونو د زده‌کړو د بندیز هره تېرېدونکې ورځ نه جبرانېدونکې ده

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۱۸ GMT+۱
100%

د افغانستان د حقونو څار بنسټ د نجونو پر زده‌کړو د بندیز د دوام په غبرګون کې ویلي، هره هغه ورځ چې افغان نجونې له زده‌کړو بې‌برخې پاتې کېږي، هېڅکله بېرته نه راګرځېدونکې او نه جبرانېدونکې ده.

دغه بنسټ د یکشنبې په ورځ (د زمري ۴مه) په اېکس کې په خپاره کړي پیغام کې ویلي، د افغانستان نجونې لا هم د یوه ټولګي، یوه کتاب او خپل راتلونکي په تمه دي.

د افغانستان د حقونو څار ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د شپږم ټولګي له پورته د نجونو د زده‌کړو له دوامداره محرومیت سره چوپه پاتې نه شي.

دغه بنسټ له اړوندو لوریو غوښتي چې نجونو ته بېرته ښوونځیو ته د ستنېدو زمینه برابره کړي او د زده‌کړو حق یې خوندي شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې له بیا واکمنېدو وروسته، لومړی د نجونو له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې وځنډولې او وروسته یې د ۱۴۰۱ کال په لیندۍ میاشت کې د نجونو پر پوهنتوني زده‌کړو هم بندیز ولګاوه. سربېره پر دې، د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار ګڼ نور محدودیتونه هم لګول شوي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دغو بندیزونو د لرې کولو لپاره کوم مشخص مهالوېش نه دی اعلان کړی. په همدې موده کې ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، اسلامي هېوادونو او ګڼو نړیوالو بشري حقونو سازمانونو په وار وار د دغو محدودیتونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د نجونو او ښځو له زده‌کړو محرومول د افغانستان پر راتلونکي، اقتصادي ودې او بشري وضعیت ژورې منفي اغېزې لري.

شاه محمود میاخېل: وسله‌والې ډلې د پاکستان د پوځ د بهرنۍ تګلارې ستراتیژیکه وسیله ده

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۱۴ GMT+۱
100%

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل د پاکستان د اټوم په تړاو د یوه مستند په اړه ویلي، پاکستان پوځ وسله‌والې ډلې د خپلو سیمه‌ییزو موخو او بهرنۍ تګلارې لپاره د ستراتیژیکو وسیلو په توګه کاروي.

شاه محمود میاخېل د «پاکستان- یوه اټومي ځواک په څلور لارې کې» په انګلیسي ژبه د دویچه‌وېله د یوه مستند په تړاو ویلي، د پاکستان پوځ د دغه هېواد پر سیاسي او امنیتي ادارو ولکه لري او زیاتوي: «[د پاکستان پوځ] له خپل قانوني او اساسي نقش څخه زیات نفوذ او بې سارې اغېزه لري».

میاخېل په همدې تړاو د یکشنبې په ورځ (د زمري ۴مه) په خپله اېکس‌پاڼه زیاته کړې: «[د پاکستان] پوځ وسله‌والې ډلې د خپلو سیمه‌ییزو موخو او بهرنیو تګلارو لپاره د ستراتیژیکو وسیلو په توګه کاروي».

د هغه په باور، د پاکستان اټومي ټکنالوژي او اټومي رازونه ایران، شمالي کوریا او نورو هېوادونو ته لېږدول شوي او باوري دی، چې د پاکستان پوځ اوس د هغې بې نظمۍ او سیسټم له مخ په زیاتېدونکي عکس العمل سره مخ دی چې په خپله یې رامنځته کړی او زیاتوي: «د پاکستان په پنځو لویو سیمو کې ډېری خلک د پوځ له تګلارو او پر ملکي چارو د هغوی له ولکې څخه په زیاتېدونکي ډول ناخوښه دي».

شاه محمود میاخېل همداراز په ډاګه کړې، چې د پاکستان سیاسي ګوندونو هم په سیاست کې د پوځ له غالب رول څخه خپله ناخوښي څرګنده کړې او په باور یې، د پوځ د لاسوهنو له امله ډیموکراټيک بهیر اوس ډېر کمزوری شوی او پاکستان د یوه بشپړ فعال ډيموکراټيک نظام پر ځای په عملي توګه د پوځ تر کنټرول لاندې دی.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د دغه پخواني سرپرست په باور، د پاکستان پوځ د خپلو پالیسیو له امله نه یوازې د خپل هېواد د خلکو له ځینو برخو سره په شخړه کې ښکېل دی، بلکې له نږدې ټولو ګاونډیو هېوادونو سره یې هم په وار وار شخړې کړې دي.

شاه محمود میاخېل همداراز خبرداری ورکړی، که د پاکستان پوځ په خپلو تګلارو کې په بنسټیز ډول بدلون رانه‌ولي، نو دغه هېواد به ښايي د خپل پوځي مشرتابه د پرېکړو درنه بیه پرې کړي؛ لکه څنګه چې یې په ۱۹۷۱ کال کې د بنګله‌دېش په جلا کېدو سره پرې کړه.

میاخېل په ټینګار سره ویلي: «دا باور چې د ګاونډیو هېوادونو ناامنه کول د پاکستان اوږدمهاله ګټې تامینوي، یوه خورا ناسم او پاتې راغلې ستراتیژي ده».

د جرمني دویچه‌وېله په انګلیسي ژبه د «پاکستان یو اټومي ځواک په څلور لارې کې» تر سرلیک لاندې یو نږدې ۵۲ دقیقه‌يي مستند خپور کړی او په دې مستند کې په ژوره توګه هغه ګڼ بحرانونه څېړل شوي، چې پاکستان ورسره مخ دی؛ لکه افراطیت، نه زغم او د تاوتریخوالي زیاتوالی، مالي ستونزې او کمزورې اقتصادي کړنې، سیاسي قطبي کېدل، د هېواد تر ټولو مشهور سیاسي مشر (عمران خان) زنداني کېدل او د هغه تر ټولو مشهور ګوند (پاکستان تحریک انصاف) څنډې ته کېدل، د کمزورې او فاسدې سیاسي اشرافیې ډلې حضور او همدارنګه پر سیاست د پوځ پراخ نفوذ شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې په دې مستند کې د پاکستان د ستونزو لپاره حل‌لاره نه ده وړاندې شوې، خو خبرداری ورکړل شوی، چې د دغه وضعیت دوام د دغه هېواد د اټومي وسلو د زېرمو خوندیتوب او امنیت له ګواښ سره مخ کولای شي.

یونیسف: د نورستان سېلاب ځپلو سیمو ته مو د بېړنیو مرستو ډلې رسېدلې دي

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۰۸ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) ویلي، د نورستان په وروستیو سېلابونو کې زیانمنو شویو سیمو ته یې د بېړنیو مرستو ډلې رسېدلې او د اغېزمنو کورنیو د ملاتړ چارې یې پیل کړې دي.

یونیسف د یکشنبې په ورځ (د زمري ۴مه) په اېکس خواله رسنۍ کې په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي، وروستیو سېلابونو سړکونه ویجاړ کړي او د سیمې یو شمېر اوسېدونکي یې نورو سیمو ته له تګ راتګ څخه بې‌برخې کړي دي.

د دغه سازمان په وینا، د یونیسف ډلې په سېلاب ځپلو سیمو کې بېړنۍ مرستندویه بستې، روغتیايي خدمتونه، د تغذیې ملاتړ او د څښاک پاکې اوبه برابروي.

یونیسف زیاته کړې چې د سېلاب ځپلو سیمو د اوسېدونکو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې د مرستو او ملاتړ لړۍ لا هم روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالۍ نړیوال سازمان (اې او ایم) هم تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې د نورستان د سختو سېلابونو له امله زیانمنې شوې کورنۍ په بېړني ډول سرپناه، د څښاک پاکو اوبو او خوراکي توکو ته اړتیا لري.

په کراچۍ کې د افغانستان د دوو جایدادونو د مالکیت قضیه لا هم د پاکستان په محکمه کې ده

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۰۴ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو کونسلګري وايي، افغانستان دولت په کراچۍ ښار کې دوه جایدادونه (ودانۍ) لري، خو دا ودانۍ د افغانستان د کونسلګرۍ په واک کې نه دي، بلکې نږدې دوه لسیزې کېږي چې د نورو خلکو په ولکه کې دي او د مالکیت په اړه یې قضیه لا هم د پاکستان په محکمه کې روانه ده.

په کراچۍ کې د طالبانو کونسل، عبدالجبار تخاري، د ۲۰۲۴م کال د اپرېل په میاشت کې له خپلو همکارانو سره دغو دوو ودانیو ته ورغلی او په یوه ویډیويي پیغام کې یې ويلي، چې دا ودانۍ د افغانستان د دولت شتمني ده.

هغه ويلي، مخکې په دې ودانیو کې څو محصلین اوسېدل، څو ځله ترې غوښتنه شوې وه چې ځایونه خوشې کړي، خو هغوی هر ځل د وخت غوښتنه کوله. د هغه په وینا، د ۲۰۲۴م کال د اپرېل پر ۱۱مه دغه ودانۍ خالي شوې او کونسلګرۍ یې بېرته په واک کې واخیستې.

100%

خو په دغو ودانیو کې مېشتو محصلینو د طالبانو د کونسل له ډلې سره همغه وخت شخړه شوې او ادعا یې کړې وه چې طالبان غواړي پر دغو ودانیو قبضه واچوي. له هغې پېښې وروسته هم ودانۍ د محصلینو په واک کې پاتې شوې او تر اوسه پکې اوسېږي.

د طالبانو تر واک لاندې کونسلګرۍ له دې پېښې شاوخوا یوه میاشت وروسته محکمې ته عریضه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې یاد کورونه دې ور وسپارل شي، خو تر اوسه محکمه وروستۍ پرېکړې ته نه ده رسېدلې.

محکمې ته عریضه

د طالبانو تر واک لاندې کونسلګرۍ د کراچۍ د ختیځې ولسوالۍ د ۱۳م اضافي سیشن قاضي محکمې ته عریضه کړې ده.

هغه اسناد چې افغانستان انټرنشنل - پښتو ترلاسه کړي، ښيي چې د افغانستان دولت د دغو دوو ودانیو د مالکیت رسمي اسناد محکمې ته سپارلي او ادعا یې کړې چې دغه ملکیتونه د افغانستان د دولت دي او په پاکستان کې یې د افغانستان جنرال کونسلګري استازیتوب کوي.

د اسنادو له مخې، په «پرانا نمایش» سیمه کې د میرزا خلیق بېګ اړوند ۲۸ نمبر کور او د جمشېد سړک په عامیل کالونۍ کې ۸۲ نمبر کور شامل دي».

ویل شوي چې دغه دواړه ودانۍ په «۱۹۴۹م کال کې د افغان ملي بانک له خوا په قانوني ډول پېرل شوې او تر اوسه د افغانستان د دولت ملکیت ګڼل کېږي».

د رسمي اسنادو له مخې، «لومړۍ ودانۍ د ۱۹۴۹م کال د سپټمبر پر ۲۹مه او دویمه د همدې کال د سپټمبر پر ۱۵مه ثبت او پېرل شوې ده. همداراز د ملکیت د لېږد رسمي سند د ۱۹۴۸ کال د مارچ پر ۲۹مه ترتیب شوی و».

100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او نورو ته لیکونه

د طالبانو تر واک لاندې کونسلګرۍ د ۲۰۲۲م کال په اګست میاشت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، د کراچۍ ښاروالۍ او یو شمېر نورو ادارو ته لیکونه استولي او غوښتنه یې کړې وه چې یادې ودانۍ دې خالي او کونسلګرۍ ته وسپارل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته په استول شوي لیک کې راغلي: «په کراچۍ کې د افغانستان جنرال کونسلګري له پاکستانه غواړي چې د افغان ملي بانک اړوند دوه بنګلې ژر تر ژره خالي او د افغانستان کونسلګرۍ ته وسپاري».

په لیک کې ویل شوي، دغه ودانۍ له کلونو راهیسې د ځینو ساتونکو په واک کې دي، خو اوس ورته د طالبانو حکومت اړتیا لري.

ورته لیکونه د کراچۍ ښاروالۍ، د سند ایالت د پولیسو مشر او د ودانیو اړوندو ادارو ته هم استول شوي دي.

100%

د طالبانو د کونسل دریځ

په کراچۍ کې د طالبانو د کونسل، سید عبدالجبار تخاري، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې دوی محکمې ته عریضه کړې، خو تر اوسه یې یادې ودانۍ بېرته نه دي ترلاسه کړي.

هغه وویل: «په دغو دوو بنګلو کې د عوامي نشنل ګوند اړوند محصلین اوسېږي. موږ یو ځل ودانۍ بېرته ونیولې، خو هغوی بیا راغلل او پر ودانیو یې ولکه وکړه. وروسته مو محکمې ته مراجعه وکړه، خو تر اوسه محکمه د دوی پر ضد پرېکړه نه ده کړې، سره له دې چې اړوندې ادارې او د پاکستان حکومت په موضوع خبر دي او موږ ټول اسناد هم لرو».

تخاري زیاته کړه چې دغه ودانۍ اشغال شوې دي، خو د پاکستان حکومت د بېرته سپارلو په برخه کې له دوی سره همکاري نه کوي.

هغه د قضیې په اړه له نورو څرګندونو ډډه وکړه او ویې ویل: «پاکستان په افغانستان کې بمبارۍ کوي، نو موږ ترې څه تمه ولرو؟».

محصلین: له نږدې شلو کلونو راهیسې دلته اوسېږو

د طالبانو تر واک لاندې کونسلګرۍ په خپله عریضه کې د عوامي نشنل ګوند د محصيلينو د اتحادیې پخوانی مشر اصف خان د دغو کورنو د نیولو مسوول بللی دی.

خو اصف خان افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې دغه ودانۍ له ۲۰۰۷م کال څخه تر ۲۰۰۹م کال پورې د پښتونخوا او بلوچستان د پښتنو محصلینو له خوا په کرایه کارېدلې، خو وروسته هغه کس چې کرایه یې اخیسته، ورک شو.

هغه وویل، په ۲۰۱۶م او بیا په ۲۰۱۹م کال کې ځینو کسانو د کونسلګرۍ په نوم د دغو ودانیو د مالکیت ادعا وکړه، خو کله چې ترې د ملکیت اسناد وغوښتل شول، هېڅ اسناد یې نه لرل.

د هغه په وینا، په ۲۰۲۴م کال کې هم د طالبانو کونسل له خپلو ملګرو سره دغلته ورغلی، خو اسناد یې نه لرل. «موږ ورته وویل که د مالکیت اسناد لرئ، محکمې ته یې وړاندې کړئ او دوی بيا محکمې ته عریضه کړې ده».

اصف خان ادعا وکړه چې کونسلګرۍ جعلي اسناد جوړ کړي او محکمې ته یې سپارلي دي.

100%

د مدافع وکیل دریځ

د اصف خان مدافع وکیل قادر خان افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، د کونسلګرۍ له خوا په قضیه کې محکمې ته بشپړ اسناد نه دي وړاندې شوي او دا نه ده روښانه شوې چې له ۱۹۴۸م کال وروسته دغه ودانۍ د چا په واک کې وې او د مالکیت لړۍ یې څنګه روانه وه.

هغه زیاته کړه، د پاکستان د قانون له مخې د کونسلګرۍ په عريضه کې قانوني پېچلتیاوې شتون لري.

د هغه په وینا: «کونسلګرۍ د غیرقانوني اشغال د ختمولو عریضه کړې، خو د پاکستان د نافذ قانون له مخې که پر یوه ملکیت له شپږو میاشتو ډېر وخت تېر شوی وي، نو دا ډول عریضه نه شي منل کېدای».

افغانستان انټرنشنل - پښتو له کونسلګرۍ څخه دا هم پوښتلي چې له ۲۰۰۷م کال څخه مخکې دغه ودانۍ د چا په واک کې وې، څوک پکې اوسېدل او د څه لپاره کارېدې، خو دغو پوښتنو ته یې ځواب نه دی ورکړی.