• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو پرضد د هدفي وژنو دوام سره تېره اونۍ ۴ تنه طالبان ترور شوي دي

۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۴۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۳۱ GMT+۰

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو موندونې ښيي، چې تېره اونۍ کې د کابل په کډون ځینې ولایتونو کې ۴ طالبان ترور شوي. تر اوسه کومې ډلې د دې وژنو پړه منلې نه ده. دغو پېښو ته طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو سرچینې وايي چې دې بریدونو کې داعش ښکېل دی او طالبان یې اندېښمن کړي دي.

د افغانستان انټرنشنل ـ بښتو د دغو موندونو پر بنست د هدفي وژنو لومړی پېښه یوه اوونۍ وړاندې پلازمینې کابل ته څېرمه د لوکر مرکز پول عالم کې وشوه.

په دغه هدفي وژنه کې په لوکر ولایت کې د طالبانو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست کارمند سجاد کوچی ددې ولایت په مرکز کې د نامعلومو وسلوالو له لوري ووژل شو.

دویمه پيښه کې د کونړ غازي اباد ولسوالۍ د جیګل کلي اوسیدونکی او د طالبانو د مخابراتو وزارت کې د افغان پوسټ د نظارت او پلان ریاست رییس مولوي محی الدین کمین ووژل شو.

ښاغلی کمین لومړی د کابل ښار له اتمې حوزې نادرکه او وروسته یې جسد د کابل په سروبي ولسوالۍ کې پیدا شو.

د هدفي وژنو دریمه او څلورمه پېښه کې دوه ورځې وړاندې قاري سعید او یو بل طالب د کابل هوايي میدان ته څېرمه په ډزو وژل شوي دي.

د تېرې جنورۍ پر ۷ هم نامعلومو وسله والو د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پوهنې امر غلام جیلاني حنفي کور ته لاسي بمونه غورځولي و، چې پکې د نوموړي څلور لوڼه وژل شوې وې.

د طالبانو بیا ځلي واک ته رسېدو سره داعش ـ خراسان ډلې پر طالب مشرانو د ډیری بریدونه پړه منلې ده، خو د دې بریدونو په هکله یې څه نه دي ویلي.

خو د طالبانو ځايي سرچینو افغانستان ـ پښتو ته ویلي چې دې بریدونو کې داعش ښکېل دی.

د دوی په وینا داعش خراسان خپل جنګي تکتیک ته تغیر ور کړی دی او په ښارونو کې د طالبانو غړي ترور کوي.

خو تر اوسه داعش ـ خراسان او یا هم کومې بلې وسلوالوالې ډلې په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

وروستیو هدفي وژنو ته تر اوسه طالبانو په رسمي ډول کوم غبرګون نه دی ښودلې، خو د دغې ډلې ترمنځ یې نوي بحثونه پیدا کړي دي

یو طالب اېکس کې لیکلي دي، چې تېره هفته ځینې فردي پيښې خواشنونکې وې او باید د دې لپاره جدي اقدام وشي.

دغه طالب نیوکه کړې ده، چې د انډیوالیزم اخري نتجه دا شوه.

که څه هم د جمهوریت ړنګېدو سره طالبان ادعا کوي، چې په ټول افغانستان باندې کنټرول لري خو بیا هم د کابل په کډون ځینې ولایتونو کې د هدفي وژنې پيښې په چټکۍ سره روانې دي.

په دغو وژنو کې پخوا ولسي خلک په نښه کېدل، چې ځینې وخت پکې طالبانو ته هم ګوته نیول کېدله، خو اوس د دې ډلې غړي هم ترې په امن نه دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د ملي دفاع وزارت د پخواني سرپرست وزیر لیکنې ته د ملي امنیت شورا د دفتر پخوانی رییس غبرګون

۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۰۱:۰۶ GMT+۰

د تېر حکومت د ملي امنیت شورا د دفتر پخوانی رییس د ملي دفاع وزارت د پخواني سرپرست وزیر شاه محمود میاخیل د لیکنې په غبرګون وایي، چې د کورنیو چارو وزارت ۳۳۳قطعه د امنیتي رهبرۍ (SSL) غونډې د پرېکړې پر اساس میدان وردګ ولایت ته استول شوې وه.

عبدالمقیم عبدالرحیمزي د پنجشنبې په ورځ په اېکس ټولنیزې پاڼې لیکلي چې د ایس ایس ال په یادې غوندې کې د شاه محمود میاخیل او نورو مشرانو پر ځای یې مرستیالانو په غونډې کې ګډون کړی و.

د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل پښتو د پخواني جمهوري دولت د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل لیکنه (د سرتېرو ورځ؛ د افغانستان د امنیتي او دفاعي قواو یاد) تر سرلیک لاندې خپره کړه.

په لیکنه کې شاه محمود میاخیل ویلي وو: « محب په خپل سر میدان وردګو ته د پولیسو ۳۳۳قطعه لېږلې وه؛ خو پړه یې د کورنیو چارو پر وزیر مسعود انداربي اچولې وه.»

عبدالرحیمزي زیاته کړې، چې د غونډې مصوبه یا پرېکړه اړوندو ارګانونو او شخصاً ښاغلي میاخیل ته د مطالعې لپاره استول شوې وه.

ښاغلي عبدلرحیمزي پر خپل اېکس پاڼه د یادې غونډې انځور هم خپور کړی دی.

همدا راز عبدالرحیمزي وویل: « ددې ټولو مواردو په اړه پوره اسناد موجود دي، اوس ددې وخت نه دی چې یو بل ملامت او سلامت وګڼو، فعلا باید د هېواد او ولس درد او غوښتنو ته پام وکړو.»

غني: د کلیو او ښارونو تر منځ رامنځته شوې عقدې د کابل د بربادۍ سبب شوې

۱۰ کب ۱۴۰۲ - ۲۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۴۹ GMT+۰

د افغانستان د وروستي جمهوري دولت وروستي ولسمشر محمد اشرف غني په غږیز پوډکاسټ پروګرام کې ویلي، چې د افغانستان موقعیت د دغه هېواد شتمني ده، خو د کلیو او ښارونو تر منځ له پخوا څخه رامنځته شوې عقدې د کابل د بربادۍ سبب ګرځېدلې دي.

ښاغلی غني‌ وايي، چې په تېرو دورو کې د افغانستان موقعیت دغه هېواد د تمدنونو په زانګو بدل کړی و او اوس هم اسیا متحرکه شوې او دا امکان شته چې دغه وچه په یو اقتصادي براعظم بدله شي.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان موقعیت د ټولې اسیا د اقتصادي یووالي لپاره خوار ډېر ارزښت لري."

محمد اشرف غني په غږیز پوډکاسټ پروګرام یوې بلې برخه کې د افغانستان سوداګرۍ ته په اشارې سره وايي، چې اصناف په افغانستان کې په قرنونو مخینه لري او هر مذهبي موزیم په افغانستان کې جوړ شوي د سرو زرو او مسو توکي پکې پېدا کېدی شي.

د کلیو او ښارونو ترمنځ تضادونه

نوموړی په افغانستان کې د کلو او ښارونو ترمنځ شته تضادونو ته په اشارې سره وايي؛ که د کلیو او ښارونو له خوا یو بل ته وړاندې کېدونکي خدمات توازن ولري، کلي او ښارونه دواړه پرمختګ کولی شي.

ښاغلي غني وايي، چې په تېر وختونو کې په ښارونو کې د کلیو خلکو ته په سپکه کتل کېدل او د همدې امله هغه کلیوالو چې په ښارونو کې یې تعلیم کاوه، د ښار خلکو په وړاندې یې عقده درلوده، چې وروسته عامه شوه.

د هغه په وینا؛ دغې عقدې بیا په چپي او اسلامي حرکاتو کې راڅرګندې شوې او پایله یې د کابل بربادي شوه.

هغه وايي؛ د کلیو او ښارونو ترمنځ تضادونه د نامتوازنې ودې له امله رامنځته شوي او که کلیو او ښارونو ته په یوه سترګه ولیدل شي او متوازنه وده رامنځ‌ته شي، دا ثبات له منځه ځي او ثبات رامنځ‌ ته کیږي.‌

د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ: د روسیې سفیر د افغانستان د شتمنیو د خلاصون غوښتنه کړې ده

۱۰ کب ۱۴۰۲ - ۲۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۴۰ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د روسیې د سفیر په حواله لیکلي، چې دیمیتري ژیرنوف په امریکا او نورو هېوادونو کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د خلاصون غوښتنه کړې ده.

ژیرنوف له مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې دغه بندیزونه "یو طرفه او ناسم" وبلل.

وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، د افغانستان له ۹ میلیاردو ډالرو ډېرې شتمنۍ په اروپايي او امریکايي بانکونو کې کنګل شوې، چې ۷ میلیارده ډالر یې په امریکا کې ساتل کېږي.

امریکا د مرکزي بانک د شتمنیو یوه برخه په سوېس کې د اعتماد صندوق ته انتقال کړې او د اقتصادي ثبات او د طالبانو د حکومت د ځینو عمومي لګښتونو لکه د پیسو او پاسپورټونو د چاپولو لپاره یې کاروي.

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پنجشنبې په ورځ (د کب ۱۰مه) په کابل کې د روسیې له سفیر سره کتلي او خبرې یې ورسره کړې دي.

د ارګ په وینا؛ ژیرنوف له طالبانو سره د مسکو د اړیکو پر "پرمختګ" ټینګار وکړ.

مولوي عبدالکبیر هم له دغه هېواد سره د طالبانو اړیکې مهمې وګڼلې او د دوحې په وروستۍ ناسته کې یې د مسکو د دریځ هرکلی وکړ.

تر اوسه په کابل کې د روسیې سفارت د دغې ناستې په تړاو څه نه دي ویلي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډه کې د یو شمېر هېوادونو د استازو اندېښنې او غبرګونونه

۱۰ کب ۱۴۰۲ - ۲۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۳۹ GMT+۰

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د ګډون کوونکو هېوداونو استازو په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خپلې اندېښنې او غبرګونونه څرګند کړل.

پاکستان:

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د پاکستان استازې وویل، چې هېواد یې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته د نه درناوي په اړه اندېښمن دی.

هغه له طالبانو وغوښتل، چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د پاکستان استازي په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ریچارډ بېنېټ د انتقادي راپور ملاتړ وکړ.

اروپایي اتحادیه:

د بشري حقونو په شورا کې د اروپايي ټولنې استازي په افغانستان کې د بشري حقونو د زوال په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

هغه وویل، چې دوی د ښځو او هزاره ګانو پر وړاندې د طالبانو بندیزونه غندي.

د اروپا استازي وويل؛ په افغانستان کې د قومیت او جنسیت پر بنسټ تبعيض او ظلم دوى ته د منلو وړ نه دى.

بلجیم:

د بلجیم استازي وویل؛ تر هغه چې په افغانستان کې د ښځو او لږه کیو له حقونو څخه پراخه سرغړونې دوام ولري، له طالبانو سره د اړیکو عادي کېدل ناشوني دي.

هغه وپوښتل؛ څنګه د طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو تمه کولی شو؟ کله چې د افغانستان نیمایي ټولنه محرومه ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو بنسټ:

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو استازې د نړۍ پر هېوادونو غږ وکړ، چې د افغان مېرمنو غږ دې په نړۍواله کچه واورېدل شي.

هغه وویل؛ افغان مېرمنې له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې طالبان په رسمیت ونه پیژني.

لوګزامبورګ:

د بشري حقونو په شورا کې د لوګزامبورګ استازي وویل؛ د طالبانو له خوا له ټولنې د ښځو لېرې کول د بشریت پر ضد د جرم یوه بېلګه ده او دا کار د جنسیتي توپیر په نوم یادېږي.

هغه وویل، طالبان باید ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي او د هزاره ګانو حقوق دې تامین کړي.

جرمني:

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د جرمني استازي په افغانستان کې د بشري حقونو پر زوال د نیوکې ترڅنګ وویل، چې طالبان د بشري حقونو په سرغړونه کې په نړۍ کې بې ساري دي.

ایران:

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د ایران استازي وویل، چې له هر اړخیزې او ټولګډونه حکومتولۍ پرته په افغانستان کې باثباته سوله نه شي راتلی او طالبان باید خپل تبعیضي سیاستونه لغوه کړي.

د ایران استازي له لویدیځو هېوادونو وغوښتل، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت تر ښځو پورې محدود نه کړي.

روسیه:

د بشری حقونو په شورا کې د روسیې استازي د ریچارډ بېنېټ د راپور په نه هر اړخیز والي نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړی راپور ورکوونکي راپور کې په افغانستان کې د امریکا د حضور پایلې، د دې هېواد بېړني وتل او د افغانستان پر وړاندې د مسوولیت نه منل پکې له پامه غورځېدلي دي.

هغه وویل؛ په افغانستان کې سوله او ټیکاو د روسیه لومړیتوب دی.

امریکا:

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د امریکا استازې وویل، چې طالبان باید په افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسوي او نړۍواله ټولنه په دې اړه باید یو غږ پاتې شي.

د امریکا استازې په عام محضر کې د طالبانو له خوا د افغانانو پر اعدامولو او وهلو نیوکه وکړه.

ترکیه:

د بشري حقونو په شورا کې د ترکیې استازي په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه. هغه وویل، چې په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان نیمايي نفوس بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د ترکيې استازي له طالبانو وغوښتل، چې د نجونو پر زده کړو بنديز دې لغوه کړي او په افغانستان کې د يوه ټول شموله حکومت جوړ کړي.

انډونیزیا:

انډونیزیا هم په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو پرله پسې سرغړونې د اندېښنې وړ بللي او ویلي یې دي، چې د دغه بهیر مخه باید ونیول شي.

د دغه هېواد استازي زیاته کړه، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په خپل راپور کې ځينې داسې اصطلاحات کارولي چې تر اوسه پرې موافقه نه ده شوې.

د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري وضعیت د ارزونې ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

په غزني کې یوې نوې واده شوې مېرمنې ځانوژنه کړې ده

۱۰ کب ۱۴۰۲ - ۲۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۳۵ GMT+۰

په غزني کې د طالبانو ولایتي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې یوې نوې واده شوې مېرمنې د زندۍ په وسیله ځانوژنه کړې ده.

د غزني د طالبانو د امنيه قوماندانۍ وياند خالد سرحدي نن پنجشنبه (د کب ۱۰مه) رسنیو ته ویلي، چې یاده پښه تېره شپه په قره باغ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

نوموړي ویلي، چې د دغې تازه واده شوې مېرمنې خاوند په ایران کې مزدوري کوله او نوموړې د خپل پلار په کور کې ځانوژنه کړې ده.

تازه د افغانستان د بشري وضعیت د ارزونې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ور کوونکي ریچارډ بېنېټ په خپل راپور کې اندېښنه ښودلې، چې په افغانستان کې د ځوانو نجونو د ځان وژنې پېښې ډېرې شوي دي.

هغه دا هم وویل، چې د افغانستان په جنوب کې په ځانګړې توګه د ځوانو نجونو د ځان وژنې د زیاتوالي له امله حیران دی.

د ښاغلي بېنېټ په نوي راپور کې راغلي: «ځینې راپورونه ښيي چې د ځان وژنې ۵۰ سلنه پېښې د ځوانو نجونو په منځ کې کېږي."