د افغانستان او اېرلنډ ترمنځ د کرېکټ ټېسټ لوبې درېیمه ورځ پیل شوه

AP ۱۴۰۲ کب ۱۱

دغه لوبه دوه ورځې وړاندې د افغان لوبډلې په توپوهنې پیل شوې وه.
د افغانستان او اېرلینډ ترمنځ د ټېست سیالۍ درېیمه ورځ نن په داسې حال کې پیلېږي، چې د افغانستان د لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې درې لوبغاړي سوځېدلي وو.

د اېرلینډ‌ لومړۍ پاڼۍ پرون په داسې حال کې پای ته ورسېده، چې د افغانستان د لومړۍ پاڼۍ د ۱۵۵ منډو په توپیر یې ۱۰۸ ډېرې منډې وکړې.
حشمت الله شهیدي تېره ورځ ۵۳ او ګربز ۲۳ ناسوځېدلې منډې کړې وې.
د دغې لوبې وروسته افغانستان له اېرلنډ سره درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزه لوبې هم لري.
تر دې وړاندې سریلانکا په ۱۰ وېکټو افغانستان ته په ټېسټ لوبه کې ماته ورکړې وه او د سریلانکا سره په اوو لوبو کې شپږ یې سریلانکا وګټلې او افغانستان په کې ایکې یوه ګټلې وه.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ