• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کندهار کې د هغه ماشوم مړی موندل شوی، چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې تښتول شوی و

۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۰۴:۱۶ GMT+۰

دغه ماشوم چې یوه میاشت وړاندې د کندهار ښار له پنځمې ناحیې څخه تښتول شوی و، پرون یې مړ جسد وموندل شو. د دغه ماشوم د کورنۍ غړو په کندهار کې رسنیو ته ویلي، چې ماشوم مزمل نومېده او مړی یې پرون د کندهار د پنځمې ناحیې په سالون خان چمن کې د یوه پله لاندې موندل شوی دی.

د ماشوم د کورنۍ غړي وايي، تښتوونکو ماشوم پخوا وژلی و او مړی یې دوی وروسته په داسې مهال وموند چې د بدن غړي یې وراسته شوي وو.
دا چې دغه ماشوم چا او له کومه ځایه تښتولی و، د کورنۍ غړي یې په اړه څه نه وايي.
تر دې وړاندې هم له کندهاره د ورته پېښو راپورنه خپاره شوي وو؛ خو طالبان یې په اړه رسنیو ته څه نه وايي.
کندهار چې د طالبانو اصلی مرکز او د دوی د مشر استوګنځای بلل کېږي او له همدغه ولایته سترې، سترې پرېکړې هم کېږي؛ خو بیا هم هلته دغسې پېښې کېږي او تر ډېره له رسنیو ځینې پټې ساتل کېږي.
طالبانو تل د خپلې واکمنۍ پر مهال د امنیت د ټینګښت خبرې کړي او هغه یې د خپلې واکمنۍ سترې لاسته راوړنې یادې کړې دي؛ خو دغه شان پېښې ډېرې زیاتې پېښیږي او رسنۍ یې له ډاره په اړه له راپور ورکولو ډډه کوي.

ډېر لیدل شوي

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟
۱
د حکمتیار لیکنه

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

۲

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د مخ افغانانو اېستل ودروي

۳

حمدالله محب خلیلزاد د جمهوري نظام د سقوط په تړاو پر «لوی خیانت» تورن کړی

۴

حکمتیار: طالبان د پردیو په پیسو او وسلو تپل شوي او د افغانستان پر زېرمو د معاملې حق نه‌لري

۵

ذبیح الله مجاهد وایي پاکستان باید د خپلې دفاع په پلمه افغانستان ته داخل نه شي