طالبان: د هرات نړۍوال هوایي ډګر له درېیو ورځو وروسته بېرته د الوتنو پرمخ پرانېستل شو

AP ۱۴۰۲ کب ۱۱

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند اداره وایي، چې نن د کب ۱۱مه د هرات نړۍوال هوایي ډګر له درې ورځني ځنډ وروسته بېرته د الوتنو پرمخ پرانېستل شو.
دغه وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې د هوایي ډګر ځغاست لیکه یې پاکه کړې او اوس د الوتنې لپاره چمتو شوې ده.

تر دې وړاندې د دغه وزارت ویاند امام‌الدین احمدي ویلي و، چې له تېرو درې ورځو راهیسې د واورې ورېدو له امله د هرات نړۍوال هوایي ډګر د الوتنو لپاره تړل شوی دی.
ښاغلي احمدي سیمه‌ییزو رسنیو ته په خبرو کې ویلي و، چې د هوا خرابوالي له امله د دید کچه کمه شوې چې ورسره الوتنې نه شي کېداې.
له بل پلوه‏ د طالبانو تر کنټرول لاندې د هوا پېژندنې اداره وایي، نن جمعه او سبا شنبه د هېواد په ۳۰ ولایتونو او سالنګونو کې د درنې واورې، شړکنده بارانونو او توندو بادونو او د سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ