توماس نیکولسن: اروپايي ټولنه په غزني او جوزجان کې د طالبانو وروستي اعدامونه غندي

AP ۱۴۰۲ کب ۱۲

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکولسن له نږدې اونۍ ځنډ وروسته وايي، دا ټولنه په غزني او جوزجان کې د طالبانو وروستي درې اعدامونه په کلکو ټکو غندي.

توماس نیکولسن نن خپل اېکس کې زیاتوي، اروپايی ټولنه په هر ډول شرایطو او حالاتو کې د اعدام د سزا مخالفه ده.

د نوموړي په خبره، د مدني او سیاسي حقونو نړیوال میثاق شپږمې او اومې مادې له مخې د خلکو په مخ کې اعدام د نړیوالو حقونو هیڅ معیار سره برابر نه دی او دغه ډول اعدام سپکوونکی او د انساني حیثیت خلاف بولي.

طالبانو تېره دوشنبه په جوزجان کې یو کس په یوه لوبغالي کې اعدام کړ. تر هغه پنځه ورځې مخکې یې هم دوه کسان د غزني ښار په یوه لوبغالي قصاص کړل.

د طالبانو دغه اعدام باندې پر نورو بشري حقونو ادارو سربېره ملګرو ملتونو او د بښنې نړیوال سازمان هم نیوکه وکړه.

په غزني کې د طالبانو تر اعدام وروسته په همغه ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي دفتر یا یوناما وویل، چې ملګري ملتونه د اعدام د مجازاتو مخالف دي.

یوناما په خپل اېکس کې له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره د اعدام مجازات لغوه کړي.

تر یوناما یوه ورځ وروسته د بښنې نړیوال سازمان هم پر طالبانو غږ وکړ چې سملاسي د اعدام سزا بنده او ټول اعدامونه لغوه کړي.

دې سازمان اعدام د نړیوالو قوانیو خلاف او نه زغمېدونکی بللی دی، خو طالبان وايي، چې دا هرڅه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې او د نورو خلکو د عبرت لپاره کوي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ