• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مولوی عبدالحميد: هغه حکومتونه چې انحصاري وي ضعیف او ناکام به وي

۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۳۱ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۵۳ GMT+۰

د ایران د زاهدان د اهل سنت د حمعې امام مولوي عبدالحمید پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي: «تجربو ښودلې چې هر هغه حکومت چې د انحصار او ضعیفه مدیرانو د ګمارلو هڅه کوي، په خپل ملت کې تنوع له پامه غورځوي او د یوې ډلي پر بنسټ جوړ وي، هغه حکومتونه په پای کې ضعیت او د ناکامۍ سره مخامخ کیږي.»

په ایران کې پرون جمعه د پارلمان د دوولسمې دورې او د «خبرګانو شورا» د شپږمې دورې لپاره ټاکنې ترسره شوې.

دا په ۲۰۲۲ کال کې د حکومت ضد اعتراضونو نه وروسته لومړی ځل دی، چې په دغه هېواد کې ټاکنې کېږي.

رایه اچونه په دوو برخو کې ترسره شوه، چې یوه د پارلمان غړو او بله هم د «خبرګانو شورا» د غړو ټاکلو لپاره وه.

په دغو دوو مجلسونو کې د «خبرګانو شورا» یوه باصلاحیته شورا ګڼل کېږي، چې د ایران د مذهبي مشر او اعلی سرقومندان د ټاکلو او یا بې صلاحیته کولو واک لري. هغه کسان چې د دغه هېواد د برخلیک په اړه مهمې پرېکړې کوي.

ویل کیږي، چې دې ټاکنو کې لږ خلکو ګډون کړی و او د ایران په تاریخ کې دغو ټاکنو د خلکو د ګډون له اړخه تر ټولو ټیټه کچه درلوده.

تر دې وړاندې د ایران د حاکم نظام مخالفه سیاسي جبهې ويلي و، چې د دې هېواد راتلونکې ټاکنې «دروغجنه صحنه سازي» ده او حکومت د انتصاب لپاره لېست مخکې له مخکې برابر کړی دی.

دغې جبهې د پنجشنبې په ورځ یوه اعلامیه کې ویلي، چې حکومتي او انتصابي شورا، د حکومت د فرمان وړونکو او انحصار کوونکو استازو لېست جوړ کړی او له خلکو یې غوښتي، چې غوره شوو کسانو ته رایه ورکړي.

ملي جبهې زیاته کړې، چې په ایران کې د اسلامي جمهوریت د واکمنۍ په چوکاټ کې د دې شرایطو لپاره ځای نه شته.

دغه سیاسي جوړښت لیکلي، چې په «داسې یوې صحنه سازۍ» کې برخه نه اخلي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د پارلماني ټاکنو لپاره نږدې ۲۵ زره کسانو ځانونه نوماند کړي وو؛ خو له ډلې يې څه باندې ۱۱ زره کاندیدان بې صلاحیته بلل شوي او نوماندي يې لغوه شوې وه.

همدا راز د ایران پارلمان ته به له ۲۰۸ ټاکنیزو حوزو کې ۲۹۰ استازي لار ومومي.

ډېر لیدل شوي

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي
۱

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي

۲

د سولې نړۍواله ورځ؛ افغان ځوانان وایي جګړه درېدلې خو سوله نه‌شته

۳

سرچینې: د مولوي هبت الله په امر د ځینو پخوانیو افغان چارواکو کورونه تخلیه کېږي

۴

پاکستان یو وار بیا پر کونړ او پکتیکا ولایتونو بریدونه کړي دي

۵

د مقاومت جبهې یو جګپوړی غړی صالح محمد ریګستانی «افغانستان ته تللی»