د ټيټيپي کشاله؛ پاکستان پرېکړه کړې چې تر اوږدې مودې به پر ډیورنډ لارې بندې وساتي

له اسلاماباد نه خپرېدونکې اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې په خپل یو راپور کې ویلي، تر هغې پورې چې افغان طالبان د «ټيټيپي» خلاف پرېکنده اقدامات ونهکړي؛ نو پاکستان پرېکړه کړې، چې پر ډیورنډ کرښه ټولې دروازې تر اوږدې مودې پورې تړلې وساتي.




