• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
روغتیا او ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۰ زره افغانان په تور او ژېړ ژېړي اخته شوي

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۵۵ GMT+۱

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) د افغانستان څانګې ویلي، د ژېړي ناروغي لا هم په افغانستان کې د زرګونو خلکو پر ژوند اغېز کوي او د عامې روغتیا له مهمو ننګونو څخه ګڼل کېږي.

دغه سازمان د سې‌شنبې په ورځ ویلي، د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې په ټول افغانستان کې اټکل کېږي چې ۵۹زره او ۳۳۳ کسان د تور او ژېړ ژېړي په ناروغیو تازه اخته شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي لوړول، د تشخیص او درملنې خدمتونو ته د خلکو لاسرسی پراخول او د وقایوي اقداماتو پیاوړي کول اړین دي.

د دغه سازمان په وینا، د یادو اقداماتو له لارې د ژېړي د خپرېدو اوسنی بهیر راګرځول او د ناروغۍ اغېزې کمول ممکن دي.

تور او ژېړ ژېړی هغه ویروسي ناروغۍ دي چې ځیګر زیانمنوي او که پر وخت تشخیص او درملنه یې ونه شي، د جدي روغتیايي ستونزو لامل کېدای شي.

ترویج لرونکی

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان
۱

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۲

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۳
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۴

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي د دې ډلې پر وړاندې د جګړې انګېزه نه‌شته

۵

د ترکیې پولیسو ۱۲ افغانان دغه هېواد ته په ناقانونه توګه د ننوتلو په تور نیولي

•
•
•

نور کیسې

یو طالب جنګیالی: د جګړې د ډګر جنګیالي اوس یا اوزګار دي او یا هم په کمو پیسو عسکري‌ کوي

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۳۰ GMT+۱
100%

د طالبانو یوه جنګیالي په خپله فېسبوک پاڼه د طالبانو د دوو جنګیالیو د انځورنو په خپرولو سره پر خپلو مشرانو سختې نیوکې کړې او وایي، هغه کسان چې د تېر جمهوري نظام او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې جنګېدلي وو، اوس بې‌برخلیکه پاتې دي.


دغه جنګیالي د خپلې ډلې دوو پخوانیو جنګېدونکو غړو انځورونه خپاره کړي او لیکلي یې دي: «داسې ځوانان چې د جګړې په لومړیو کرښو کې وو، اوس یا وزګار دي او یا هم په ډېرو لږو پیسو د عسکرو په توګه دندې ترسره کوي».

دغه معترض طالب جنګیالي لیکلي، د هغو سرتېرو پر ځای چې د مخکېني نظام پر ضد یې سختې جګړې کړې وې، اوس د طالب چارواکو نازولي خپلوان او له پاکستانه راغلي کسان پر لوړو دولتي چوکیو ګومارل شوي دي. د هغه په وینا، دغه کسان اوس د ریاست، امریت، مدیریت او معینیت پر چوکیو ناست دي او د پخوانیو جنګیالیو قربانۍ یې هېرې کړې دي.

دغه طالب جنګیالي په خپلو نیوکو کې زیاته کړې: «هغه کسان چې له پاکستانه راغلي او په لوړو چوکیو ګمارل شوي، په تورو ښیښو لرونکو هیلکس، فرونر او لنډکروز موټرو کې ګرځي او مجلل ژوند لري». هغه په طنزي ډول لیکلي چې دغه نوي چارواکي اوس ارام ژوند لري، چاغ شوي او سور او سپین اوړي.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو په لیکو کې د نابرابرۍ او د مشرانو د خپلوانو د ګومارلو په تړاو شکایتونه راپورته کېږي. تر دې وړاندې هم په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د ځینو سرتېرو لخوا ورته نیوکې شوې وې، چې په اداره کې یې د واسطو، خپل‌ولۍ او د هغو کسانو پر ګمارلو اعتراض کاوه چې په سختو شرایطو کې یې په جګړو کې برخه نه وه اخیستې.

د افغانستان د راتلونکي په اړه د طالبانو او نړیوالو ترمنځ مهمې ژمنې نه دي عملي شوې

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۳۵ GMT+۱
100%

د تېر جمهوري نظام پر مهال د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر محمد اکرم خپلواک وایي، د طالبانو او نړیوالو اړخونو ترمنځ شوې هوکړې ناکامې شوې او د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه یې مهمې برخې نه دي عملي شوې.

خپلواک له افغان خبریال سعید شینواري سره په ځانګړې مرکه کې وویل، په دوخه کې بین‌الافغاني مذاکرات د دغو هوکړو یوه مهمه برخه وه، خو دغه خبرې کومې پایلې ته ونه رسېدې.

د هغه په وینا، د یوه نوي اسلامي حکومت جوړول هم د هوکړو برخه وه، خو عملي نه شول. نوموړي وویل، په هوکړو کې نه د اسلامي امارت او نه هم د جمهوریت یادونه شوې وه، بلکې د یوه نوي اسلامي حکومت پر جوړېدو بحث کېده.

خپلواک زیاته کړه چې د ښځو د زده‌کړو موضوع د بشري حقونو مساله ده، خو په اوسني نظام کې دغه حق نه لیدل کېږي.

هغه د جمهوریت د سقوط په اړه وویل:« پخوانی نظام له دننه سقوط وکړ، خو افغان ولس د هغه د بقا لپاره، په ځانګړي ډول د اردو او پولیسو په لیکو کې، درنې قربانۍ ورکړې دي». د هغه په خبره، د پخوانیو امنیتي ځواکونو یو شمېر غړي اوس هم له ستونزو سره مخ دي.

خپلواک د دې پوښتنې په ځواب کې چې ځینې افغانان د جمهوریت پر سقوط خوښي څرګندوي، وویل: «نه سوله زموږ وه او نه جګړه زموږ؛ نړیوال اړخونه پکې ښکېل وو.»

نوموړي وویل، د جمهوریت سقوط نه نمانځي او هیله یې دا وه چې پخوانی نظام نه وای نسکور شوی، بلکې طالبان د یوه سیاسي جوړجاړي له لارې د نظام برخه ګرځېدلي وای.

خپلواک د طالبانو هغه ادعا هم تر پوښتنې لاندې راوسته چې وایي، د دوی تر واک لاندې د ټکنالوژۍ په برخه کې پرمختګ شوی دی. هغه وویل: که د پوهنتونونو وضعیت وکتل شي، ګڼ استادان او محصلان له هېواده وتلي او یو شمېر نور د وتلو لارې لټوي».

د پخواني حکومت دغه چارواکي وویل، افغانستان په تېرو شلو کلونو کې د زده‌کړو، روښانفکرۍ او ټکنالوژۍ په برخو کې «د پېړیو مزل» کړی دی.

هغه زیاته کړه، طالبانو د پخواني جمهوریت پر مهال پیل شویو پروژو ته دوام ورکړی او یو شمېر هغه چارې چې اوس د پرمختګ په توګه وړاندې کېږي، نوې پروژې نه دي.

خپلواک د بېلګې په توګه د کابل ښار ماسټر پلان یاد کړ او ویې ویل:« دغه پلان د محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی و، خو د جمهوریت پر مهال د ځینو ستونزو او خنډونو له امله بشپړ نه شو او طالبانو یې چارو ته دوام ورکړ».

هغه په دې مرکه کې د ځینو سیاستوالو پر بدلېدونکو دریځونو هم نیوکه وکړه. خپلواک وویل، ځینې کسان د خپلو شخصي ګټو لپاره دریځونه بدلوي؛ هغه کسان چې پرون یې د پخواني ولسمشر اشرف غني ملاتړ کاوه، نن د بل چا ملاتړ کوي.

نوموړي ټینګار وکړ چې اصولي سیاسي دریځونه باید د اشخاصو او شخصي ګټو پر بنسټ بدل نه شي.

ندیم له ترکیې د پوهنتونونو لپاره د استادانو او متخصصو ډاکټرانو غوښتنه کړې

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۵۱ GMT+۱
100%

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د ترکیې له سفیر سادین ایلیډیز سره په لیدنه کې له هغه غوښتې چې د افغانستان پوهنتونونو ته د تدریس لپاره ترکي استادان او د عملي روزنې لپاره متخصص ډاکټران واستوي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت پر خپل ایکس پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې ندا محمد ندیم د ترکیې له سفیر څخه غوښتنه کړې چې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د علي اباد تدریسي روغتون پخوانۍ دوه ودانۍ، بېرته ورغوي. د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر همدارنګه د ترکیې له سفیر غوښتي چې ترکي استادان د تدریس لپاره او متخصص ډاکټران د عملي روزنې لپاره افغانستان ته راولیږي او همدارنګه د تدریسي روغتونونو د تجهیز په برخه کې هم همکاري وکړي.

د ترکیې سفیر سادین ایلیډیز ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د علمي همکاریو د پراختیا لپاره چمتو دی او د ترکیې پوهنتونونه کولی شي له افغان پوهنتونونو سره علمي اړیکې او هوکړه لیکونه ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زرګونه افغان استادان د اقتصادي ستونزو، محدودو کاري فرصتونو او امنیتي اندېښنو له امله له هېواد څخه وتلي دي او په زرګونه نور اوس مهال بی کاره دي چې له دې وړاندي هم د طالبانو لوړو زده کړو وزارت څو ځله له بېلابېلو هېوادونو غوښتي چې د افغان پوهنتونونو لپاره بهرني استادان او متخصصین واستوي، څو د تدریس او عملي روزنې په برخه کې مرسته وکړي.

جرمني یو داسې افغان کډوال اخراج کړ چې هېڅ جرمي سابقه یې نه لرله

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۲۳ GMT+۱
100%

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت ویلي، دغه هېواد د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د لومړي ځل لپاره یو افغان وګړی، چې جرمي سابقه یې نه لرله، افغانستان ته شړلی دی. د هغه په وینا، دغه کس د پناه غوښتنې له رد کېدو وروسته د اخراج وړ ګرځېدلی و.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر وویل، نوموړي هڅه کړې وه په یوه بل اروپايي هېواد کې مېشت شي، خو هلته په ناقانونه توګه د اوسېدو له امله بېرته جرمني ته ولېږدول شو او وروسته افغانستان ته وشړل شو.

د جرمني دغه لوړپوړي چارواکي ویلي، دغه افغان د هغو ۳۱ افغان کډوالو له ډلې و چې د سې‌شنبې په ورځ په یوه الوتکه کې افغانستان ته ولېږدول شول. د نوموړي په خبره پاتې نورو ۳۰ افغانانو جرمي سابقه لرله.

د راپورونو له‌مخې، جرمني له ۲۰۲۴ کال راهیسې د افغانانو د اخراج بهیر بېرته پیل کړی او تر اوسه یې له ۲۰۰ څخه ډېر کسان بېرته افغانستان ته اخراج کړي دي.

له دولتي دندې تر لاسي خامک؛ کندهارۍ لوستې ښځې د کورنیو ساتلو لپاره غاړې ګنډي

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۱۱ GMT+۱
•
خاطره اسحاقزۍ
100%

په کندهار کې یو شمېر هغه لوستې ښځې چې د طالبانو له لوري د ښځو پر کار له بندیز وروسته خپلې دندې له لاسه ورکړې، اوس یې د لاسي خامکي غاړو ګنډلو ته مخه کړې ده. دوی وايي، که څه هم دا کار د کورنۍ د اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته کوي، خو د ډېر زحمت په بدل کې یې عاید کم دی.

د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار د طالبانو له بندیز وروسته، په کندهار کې یو شمېر لوستو او د لوړو زده کړو لرونکو ښځو، چې پخوا یې په دولتي او خدماتي ادارو کې دندې درلودې، اوس یې د عاید د برابرولو لپاره د خامک کار ته مخه کړې ده.

نجلا الهام چې مخکې د یوې دولتي ادارې کارمنده وه افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د طالبانو له واکمنېدو څخه وړاندې یې د ژوند اړتیاوې د خپل معاش له لارې پوره کولې، خو اوس چې د ښځو کار منع شوی، په کور کې د لاسي غاړو ګنډلو ته اړ شوې ده. د هغې په وینا، په پیل کې د دې هنر زده کړه ورته سخته وه، خو اوس د همدې کار له لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې برابروي.

فریبا اسلم چې د کندهار پوهنتون د عامه ادارې پوهنځي فارغه ده او د طالبانو له بندیز مخکې یې د بشري مرستو د وېش په برخه کې دنده ترسره کوله، وايي دا مهال له خپلو هغو خویندو سره یو ځای لاسي غاړې ګنډي چې زده کړې یې نیمګړې پاتې شوې دي.

100%
کندهارۍ خامخکې غاړي نه یوازی کورنی بلکې نړیوال شهرت هم لري

هغې وویل، د لوړو زده کړو له بشپړولو وروسته اوس د یوې غاړې پر ګنډلو درې میاشتې تېروي، خو لس زره افغانۍ هم نه ترې ترلاسه کېږي. نوموړې هیله ښودلې چې یوه ورځ بېرته خپلې دندې ته ستنه شي او د خپل مسلک له لارې هېوادوالو ته خدمت وکړي.

سره له دې چې د لاسي خامکي غاړو ګنډنه د ډېرو بې‌سرپرسته ښځو او کورنیو د عاید یوازینۍ سرچینه ده، خو اقتصادي ځوړ د دې لاسي صنعت پر تقاضا هم منفي اغېز کړی دی.

په کندهار کې د لاسي غاړو دوکاندار محمد اشرف افغانستان انټرنیشنل ته ویلي، د لاسي خامکي غاړو بازار سوړ شوی دی. د هغه په وینا، خلک لا هم دا غاړې خوښوي، خو د پېرلو اقتصادي توان نه لري.

بي بي صاحبه چې له تېرو لسو کلونو راهیسې لاسي غاړې ګنډي او بازار ته یې وړاندې کوي وايي: په میاشتو میاشتو پر یوه غاړه کار کوک، خو دوکانداران یې د بازار د خرابوالي په پلمه په ټیټه بیه غواړي». د هغې په خبره، پخوا به یې ډېر فرمایشونه لرل، خو اوس خپله غاړې جوړوي او بازار ته یې وړي، خو د پخوا په څېر پېرېدونکي نه لري.

100%
ماشیني غاړو د لاسي غاړو بازار پیکه کړی

کندهاري لاسي خامکي غاړې د افغانستان له پخوانیو دودیزو لاسي صنایعو څخه شمېرل کېږي او له لسیزو راهیسې د کندهار ۍ د ښځو په لاس ګنډل کېږي. وړاندې به دغه غاړې نه یوازې د کندهار او د افغانستان په نورو ولایتونو کې پلورل کیدي، بلکې د سوداګرو له لارې پاکستان، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، قطر، جرمني، بریتانیا، کاناډا او امریکا ته هم صادریدي او هلته مېشت افغانانو به د دودیزو جامو او د اخترونو، ودونو او نورو مراسمو پېرلي.

خو په وروستیو کلونو کې د اقتصادي ستونزو، د ماشیني تولیداتو د زیاتوالي او د صادراتو د کمېدو له امله د لاسي خامکي غاړو بازار پیکه شوی دی. خو سره له دې د دې غاړو ځانګړی کیفیت، ښکلا او هنري ارزښت لا هم د کورنیو او بهرنیو افغانانو ترمنځ خپل ځانګړی ځای ساتلی دی.